Tuesday, February 10, 2015

پلان او د پلان جوړنی اهمیت په اقتصاد کی








لومړي فصل

دپلان جوړوني تاريخچه :  دنړي په ټول انساني تاريخ کي هره ټولنه داقتصادي مسا يلو سره لاس په ګريوان شوي ده لکه څه شي توليد شي ، چا لپاره اجناس او خدمات توليد شي ،
او څرنګه دکميابته وسايلو څخه مناسبه استفاده وشي دانساني تاريخ په اوږدوکي داقتصاداصلي اساس زراعت ګڼل کيده دزراعت په برخه کي يي چه کوم اصول اختيار کول په حقيقت کي هماغه دپلان جووني يو قسم وه
دپلان جوړوني نظريه دلومړي ځل لپاره دناروي هيواد يو پروفيسر کرسټون(١٩١٠)کي پيشکړه چه وروسته بيا شوروي اتحاد په (١٩٢٨) کال کي دغي نظرئي ته عملي رنګ ورکړ او خپل لمړني پنځه کلن پلان ئي تصويب کړه .په لمړني مرحلو کي دسرمايه داري نظام لرونکي هيوادودپلان جوړوني سره چندان دلچسپي نه ښودله ليکن په(١٩٣٠)کال کي دسوړ بازار او دپروفيسر کينزدنظرياتو دمقبوليت په وجه پلان جوړوني خاص اهميت پيداکړ نيمګړي بازاردوسائلو ناوړه استعمال دعايد غيرمنصفانه توضيع او انفلاسيون هغه عوامل وه چه پلان جوړوني ته ئي خاص اهميت ورکړي
داوسني نړي اکثريت هيودونه دغربت ،بي سوادي ، بي روزګاري ، دزراعتي او صنعتي وروسته پاتي والي ژوند دسطحي ټيټوالي ، دقيمتونو لوړولي ،انفلاسيو ن غيري توازوني تاديات ،خارجي قرضونو زياتوالي په بوديجه کي کسر وغير ه
عربت او بي سوادي دډيري پخوازماني راهيسي وجود لري چي اوس ددي څخه دخلاصون اوميد ليدل کيږي دفني او دتخنيکي تيکنالوژي د انکشاف په وجه دپلان جوړوني نظري ډير اهميت پيداکړي چي دپلان جوړوني په وجه يي ديادوني وړ پرمختيا کړي ده
په پرمختيائي پلانونو کي سرمايه ګذاري خاص اهميت لري په يو پلان جوړوني کي که د دولت رول زيات وي نو دولت دي سرمايه ګذاري وکړي چي پدي سره د دولت ذمواري هم زياتيږي او که چيرته دشخصي سرمايه ګذاري په ذريعه پلان جوړونه تر سره کيږي او که مفيديت يي زيات وي نو شخصي سرمايه ګذاري دي وشي داچي دپلان جوړوني ابتداڅه وخت چيرته او څرنګه وشوه په يقين سره څه نشوويلايي ليکن دومره ويلي شو چي دانسان تاريخ په اوږدوکي له مختلفو مراحلو تيره شوي او نني شکل يي غوره کړي انسان دخپل ژوند دسطحي دلوړولو لپاره په هڅه کي وه تر دي چي پلان جوړونه دانسان دکوششونو يوه برخه شوه انسان ته صرف
 داوبوضرورت نه بلکه غذا لباس او مکان ته ضرورت لري په او لين قرن کي چه کله خلک په ځنګلو نو کي او سيدل نو لوږي دلمنځه ورلو لپاره ئي دځنګلي ځناوروپه ښکارلاس پوري کاوه چه دا کار اسانه خبره نه وه ځکه دد ي کار لپاره به ئي اصلحي جوړولي او پلان به يي ورته نيوه چي له ښکارڅخه به يي هم دغذا او هم د لباس لپاره استفاده کوله له دغي دوري څخه وروسته چه کله ئي دزراعت او باغ جوروني په لور مخه وکره نو دلته هم دپلان جوړوني ضرورت پيدا شوځکه چي دحاصلاتو دتر لاسه کولو لپاره دهقانان له مختلفو مراحلو څخه تيريدل دزراعت لپاره موسم تخم ځمکه او اوبه انتهاي ضرور وي چه هر يو ئي بايد په خبل وخت سره تر استفادي لاندي ونيول شي ځکه چي که په هره برخه کي لږه کوتاهي وشي  ددهقان ټول محنت  به ضايع شي .
دصنعت دکار ابتداهم دزراعت له پلان جوړوني څخه منځته راغلي لومړي ماشين الاتو کي دوړو او دالو څخه داستفادي په برخه کي استفاده کيده وروسته بيا کله چي دپنبي حاصلات شروع شو نو له هغي څخه دتار جوړولو کار هم ديو منظم پلان په اساس سرته رسيده اوس که داو سيدو لپار ه دځايي په برخه کي غور وکړو نو په ابتداکي خلکو په ځنګلو نو بوټو او يا دغره په سمڅو کي ژوند کاوه ليکن کله چي دزراعت سلسله شروع شوه نو دهقانان پدي پو هيدل چي ځنګلي ځناور ددوي فصلونو ته زيان رسوي نو په خپلو فصلو نو کي به يي زيات وخت تيراوه ځالي او ټاپري ئي جوړولي ليکن تيز باران او طوفان دوي دخاوري دکوټو په جوړولو مجبور کړل چه وروسته بيا يي دخښتو او تيږو کورونه جوړکړل چه ورپسي دتغميراتو او محلونو سلسله شروع شوه نوپه يقين سره ويلي شو چي دغه ټول عملونه دپوره پلان په واسطه منځته راغلل رفت او امدلپاره يي داسونو څخه استفاده شروع کړه دوخت په تيريدو سره ئي داسي ګاډي جوړګړل چي داسونو او عواګانو په واسطه به استعماليده ليکن کله چي به دغه ګاډي دمشکل سره مخامخ شول مثلاً دهغوي لپاره دهمواره لاري او سړکونه نه موجوديت نو دغه مشکل دحل لپاره ئي سړکونه جوړ کړل دسيندونو او کانالو څخه يي داو ښتلو لپا ره  پلونه او کشتي جوړي کړي چي په دغو کارونو سره په انساني ابادي کي زياتوالي راغي دانفرادي ژوند يا اجتماعي ژوند تصور اجتماعي مسايل وي يا اقتصادي په دغوټولو کي دپلا ن جوړوني په لمړني تو ب حق حاصل ده دپلان جوړوني طريقه کار بدليږي ليکن اهميت ئي همداسي پاتي کيږي لکه څنګه چي پخوا يي اهميت درلوده يعني انسان به فکرکاوه له فکرڅخه به يي وروسته لايحه عمل جوړوله اوبيابه يي په هغه عمل کاوه .
له دغه ټول بحث څخه وروسته داسي ويلي شو چه اقتصادي پلان جوړونه په اقتصادي کوششونو کي يوخاص مقام لري .[1]  








  دپلان مفهوم اوتعريف Meaning and definition         

ديوي موضوع پيژندنه او تعريف دهغي اصطلاحي او عملي کارونو پيژندنه صورت نيسي بعضي وخت مونږ بغير له دي چي دهغه اصلي او عملي اصطلاح او مفهوم په نظر کي ونيسو هغه په روزانه چارو کي کاروو .
پلان جوړونه هغه وسيله ده چي دټاکلي شوو موخو په خوا کي چي دهيواد دچارواکو له پخوا په پام کي نيولي شوي وي ټولنه روانوي او لارښونه ورته کوي .
دپروفيسر ډکن سن له نظره اقتصادي پلان جوړونه دغټو فيصلو نو م ده چي دا فيصله پکي کيږي چي کوم جنس توليد شي په کومه اندازه توليد شي او دچا لپاره توليد شي
 پروفيسر ويلن مکاني له نظره اقتصادي پلان جوړونه هغه اصول دي دکوم په ذريعه سره چي دوسايلو صحي استعمال او يومعين هدف ته رسيدل او دهغي دتر لاسه کولو لپاره معين اقتصادي پاليسي غوره کول دي
يعني دپلان جوړوني څخه هدف داسي طريقه يي کاردکوم په زريعه چي دهيواد محدو دوسايل داسي په کار اچول کيږي چه خپل مطلوب او مخصوص مقاصد تر لاسه کيږي .
په مختصر ډول ويلي شو چي په پلان جوړوني کي دري خبري مرکزي حيثت لري
1.        له پورته غوراو فکر څخه کار اخستل او داهدافو تعين کول
2.       دهيواد دوسايلوڅخه داسي استفاده کول چي مطلوبه اهداف ترلاسه شي
3.        دپلان دتطبيق لپاره داسي يو منجمينټ منځته راوړل چي پوره اختيارات ولري
 دپروفيسر ليوس له نظره په پلان کي بايد لاندي اهداف شامل وي
1.        دهيواد موجوده اقتصادي حالت جائز ه اخستل   
2.        دموجزده دولتي مصارفو فهرست تيارول
3.        ددولت دپاليسي جايزه
پروفيسر جهنکار له نظره دي وايي مونږ دپلان نومونه ډير زيات او په ډيرو موارد و کي کاروو چي ديو کوچني او شخصي کار تدبير او تر سره کول څخه نيولي بيا تر سترو چارو تر سره کولو پوري خپلو خبرو کي راوړو مګر دلته زمونږ هدف اقتصادي پلان جوړوني څخه دي . او هغه داسي تعريفوو
پلا ن جوړونه دهغه تدابيرومجموعه ده چي دچارو مسولين يي په يو ټاکلي وخت يو يا څو هدفونو ته درسيدو لپاره په نظر کي نيسي يو شمير اقتصاد پوهان وايي چي دپلان جوړوني علم په ځانګړي شرايطو کي اقتصادي قوانين دهغوي دټاکلو علتونو په پيژندلو سره او دټولني دعايدلوړوالي دمجدد توليد دعملي دښه کولو اقتصادي پرمختيا دچټکو لو لپاره په ډيرښه صورت دتطبيق وړګرځي .
يوشمير پوهان پدي نظر دي چي دپلان جوړوني علم اقتصادي قوانين دځانګړو لارو چارو دڅيړني لاندي نيسي او دقتصادي پرمختيا لاره هواروي او لر ليد يي سنجوي .
په پورته تعريف څخه دانتيجه اخستل کيږي چي پلان دهغو منسجمو تدابيرو مجموعه ده چي دهغوي دپلي کولو سره په ټولنه کي دبيلا بيلو سکتورونو لکه کرنه، صنايعو ،مالداري ،ترانسپورت ، کانونه ،ښونه او روزنه ،عامي روغتيا ،ښار جوړولو او او بو رسولو او نورو برخو کي هغه اهداف چي دټولني او اقتصاد ي ځانګړتيا لپاره تر سره کيږي .
پلان جوړنه هغه اګاهانه جريان دي چي دټاکلو اهدافو دتر لاسه کولو لپاره تر سره کيږي او دراتلونکي لپاره يو له بل سره تړلي فعاليتونه او اقدامات پيشبيني کوي[2]






دپلان جوړوني ضرورت او اهميت په اقتصادي  کي

پلان جوړونه داقتصادي سياستونو دپلي کولو يو ه بنسټيزه وسيله ده پلان دانسانانو هغه اګاهانه فعاليت دي چي داقتصادي قوانينو په کار اچولو سره دتوليد لاري چاري اداره دمحصولاتو لوړول دلګښتونو کمول او په مجموع کي ديو هيواد اقتصادي پرمختيا ممکن کوي ځکه پلان جوړونه دپرمختيا دتيوري دعملي کولو يو ه وسيله ده په اقتصادي پلا ن جوړوني ضرورت او اهميت دلاندي عواملو له مخي ضروري دي .
1 -  داجناسواوتوليدي وسايلولپاره نيمګړي مارکيټ
اجناسو او دتوليد ي وسايلو لپاره په مارکيټ کي دکامل رقابت موجوديت چي په  اکثره پرمختيا يي هيوادنو کي مارکيټ نيمګړي او کامل رقابت نه تر سترګو کيږي همدارنګه کارګر دمارکيټ دحالت څخه نا خبر وي او هغوي چي کوم مزد تر لاسه کوي ډير کم دي  . ددوي دتعليم ،صحت ،داو سيدوځاي او دانور ډير کم سهولتونه ورته ورکړل شوي دي نوپدي خاطر چي د پورتني حالت مخنيوي او دکارګرو دحقوقو څخه تخفظ وشي نو دلته پلان جوړونه ضروري دي .
2  -  دوسايلو څخه ناوړه استفاده
داچي په پرمختيايي اقتصاد کي دوسايلو څخه درسته استفاده صورت نه نيسي او دوسايلو دموجوديت په صورت کي يي دتوليد اندازه ډيره کمه وي او نشي کيدلي دتوليد دوسايلو په درست ډول تنظيم او رهبري کړي همدارنګه په سرمايه داري نظام  لر ونکي هيوادونو کي سرمايه لرونکي اشخاص صرف دخپلو مفادو داعظمي کولو لپاره دتوليد وسايل په هره مشروع او نا مشروع لاره پکار اچوي لکه دنشه يي توکو اسلحه او دميکپ  ا ونورو چي ددعه حالاتو دمخنيوي په منظور بايد يو منظم پلان وجود ولري تر څو ددغه ډول ناورين څخه ټولنه په امن کي وي او داقتصادي پرمختيا لپاره لاره هواره شي


3 -  اقتصادي ارتجاعيت
ددي لپاره چي په مارکيټونو کي اکثره وخت ارتجاعي حالت ليدل کيږي او کله کله سوړ حالت هم رامنځ ته کيږي چي ددي ارتجاعي  حالت په وجه مختلف  اقتصادي مسايل رامنځته کيږي چي ددي حالت دمخنيوي لپاره پلان جوړونه يوضروري امر دي
 4 - زير بنايي پروژي
دمعمول له مخي سرمايه ګذاران په هغه پروژوکي پانګه اچونه کوي په کومو کي چي ډيره شخصي ګټه ولري او دعه ګټه په لنډه موده کي تر لاسه شي خو بر عکس په هغه پروژو کي چي ګټه يي نسبت کمه او ديو اوږدي مودي وروسته تر لاسه کيږي پانګي اچوني ته زړه نه ښه کوي او يا دځني سياسي عواملو په وجه حصوصي پانګه اچونکو ته  اجازه نه ورکول کيږي لکه په امنيتي ساحه کي دتعليم ، بريښنابندو نو ،دځمکو اصلاح  نو ر نو بايد يو پلان وجود ولري چي په کومه ساحه کي دولت فعاليت وکړي او په کومه ساحه کي خصوصي سرمايه ګذاران .
5 -  مونوپول (انحصار)
داچي دقيمتونو ميکانيزم لپاره کامل رقابت ضرورت وي خو مګرپه عمل کي دانحصار کونکو لخوااکثره وخت بازار منحصر کيږي چي ناوړه اغيزي يي په ټول اقتصادباند ي څرګنديږي نوکله چي په بازار کي انحصار رامنځته شي دقيمتونو سطحه لوړيږئ اوانفلاسيون رامنځته کيږئ چي انفلاسيون بيا په ټول اقتصاد باندي  اثر پريباسي او داقتصادي پرمختيا پروسه له ځنډسره مخ کوي نو دانحصار له منځه وړلو لپاره او داقتصادي پرمختيا دپروسي دچټکولو لپاره بايد غور ه پلان جوړونه وجودولري







6 -کامل استخدام     
داچي په پرمختيايي هيوادو کي نسبت پرمختللو هيوادوته ضرورتونه دوسايلو په نسبت ډير دي نو ددي لپار ه چي دغه ضرورتونه رفع کړي بايد دتوليد وسايل او منابع په کار واچوي او يواځي
ددغه وسايلو په کار اچول ضروري نه وي بلکه ددغه وسايلو څخه اعظمي استفاده طرز او طريقه مهمه ده چي بايد وسايل په درست ډول استعمال شي
لکه څرنګه چي مو نږ ذکر کړل چي په پر مختيايي هيوادوکي ضرورتونه نسبت وسائلو ته زيات دي نو دا په دي معنا نه ده چي په پرمختللو هيوادنو کي ضرورتونه نشته او پلان ته ضرورت شته او وجود لري خو صرف داستفادي طرز يي تعيرکو ي .
پلان جوړوني پواسطه ټول بشري او طبعي منابع ددرست نظم لاند ي راځي او مالي او پولي مسائل په ښه طريقه تر استفادي لاندي نيول کيږي او په هيواد کي دکامل استخدام سطحه قايموي او اقتصادي پرمختيا په لور حرکت چټک کيږي .
7   -   خارجي تجارت
داچي دپرمختيايي هيوادونو صادرات خام مواد او زراعتي مواد دي نو په نړيوالو مارکيټو نو دپرمختيا يي هيوادونو داجناسو قيمتونه مخ پر ټيټيدو دي ليکن ددي برعکس دپر مختللو هيوادونو داجناسو قيمتونه مخ په لوړيدو دي نو په نړيوال مار کيټونو کي دقيمتونه دثبات په منظور مختلفو پاليسو ته ضرورت دي چي دغه پاليسي ګاني بايد ديو بل سر ه نږدي او خپل منځي هماهنګي ولري چي دغه کار يو منظمي پلان جووړوني ته ضرورت لري
8  - داقتصادي سکتورونو تر منځ روابط
داچي په وروسته پاتي اقتصاد کي داقتصادي سکتورونو ترمنځ هماهنګي وجود نلر ي په ځنيو سکتورونو کي بعضي اجناس ډير زيات شي او په بعضي نورو  کي بيا داجناسو دتوليد قلت رامنځته کيږي همدارنګه يو سکتور دبل سکتور سره مرستندويه نه وي او دهغه لپاره وسايل نه توليدوي چي داعمل داقتصادي پرمختيا مانع ګرځي نو پلان جوړونه ته ضرورت ليدل کيږي تر څو دمختلفو اقتصادي سکتورونو تر منځ روابط وجود ولري
9 - دسرمايي پس انداز
ديو هيواد په اقتصادي پرمختيا کي دسرمائي پس انداز يو خاص ارزښت لر ي ليکن دفقر دناوړي دايروي جريان په وجه دغه عمل ډير محدود دي چي دسرمايه ګذاري دتوليد دعواملو څخه درسته استفاده او ددولتي قرضونو ا و کومکونو سره داعمل چټک کيداي شي خو دسرمايي درست پکار اچول او دولتي قرضونو څخه درسته استفاده کول داقتصادي پرمختيا لپاره ديو ضروري امر دي چي ددي لپاره پلان جوړوني ته ضرورت ليدل کيږي
10  -   دتادياتو دبيلانس توازن 
په پرمختيايي هيوادونو کي دخارجي تادياتو دوصوليو په مقابل کي زيات وي چي په دي سره ديو هيواد په تادياتو کي بي توازني رامنځته کيږي چي داعمل په تدريجي ډول سره دهيواد دپيسو ارزښت کموي او انفلاسيوني حالت رامنځته کو ي چي انفلاسيون داقتصادي پرمحتيا دپروسي دلاښه خنډني کيدو باعث ګرځي چي پد ي حالت کي په داخل کي دقيمتونو دسطحي په لوړيد و سره واردات نو ر هم زياتيږي او بر عکس دکارګرانو مزد او عايد کم وي چي ددغي حالت دمخنيوي  لپاره بايد پلان موجود وي.
11   -  دمناسبي تکنالوژي په کار ل  اچول
يوه لويه ستونزه چي په پرمختيايي هيوادونو کي داقتصادي پرمختيا په وړاندي موجوده  ده  دمناسبي تکنالوژي نه استعمال دي پدي هيوادونو کي په اقتصادي فعاليتونو کي يا خود ا سي تکنالوژي استعماليږي چي دمولديت او تو ليد ظرفيت کچه يي ډيره ټيټه وي او ياداسي عصري تکنالوژي څخه پکي استفاده کيږي چي دغه هيوادونه ددغه ډول تکنالوژي دجذب توان نلري او يا دبازار دتقاِضاڅخه زيات اجناس عرضه کوي چي دا پروسه په  متداوم ډول دبيکاري سبب ګرځي نو پدي بر خه کي پلان جوړوني ته ضرورت احسا سيږي .
12 -   دمولديت دسطحي لوړوالي
داقتصادي پرمختيا لپاره يو مهم هدف دمولديت دسطحي لوړل دي دمولديت دسطحي لوړوالي لپاره لازم ده چي مسلکي زده کړي عامي شي دکار مناسب ويش رامنځته شي دمسلک ازادي ته لاره هواره شي پدي مانا هر څوک چي په کوم کار کي وغواړي تخصص واخلي ازاد واوسي چي داهر څه ديو منظم پلان له محي صورت نيسي
دملي عايد او سړي سر عايد لوړوالي   -   13  
په يو هيواد کي دملي عايد او سړي سرعايد دمسلسل لوړوالي لپاره پلان جوړونه ضروري ده چي دعايد دلوړوالي سره نه صرف دخلکو دژوند سطحه لوړيږي بلکه دافرادو په مهارت او استعداد کي زياتوالي راځي مثﻻ زمونږدهيواد سړي سرعايد ٢٠٠₯-٣٠٠₯  ته رسيږي په داسي حال کي چي دامريکا دسري سرعايد اندازه ٢٥٠٠₯  څخه هم زياتيږي نو په دي خاطر چي په هيواد کي دسړي سر عايد سطحه لوړه شي پلان جوړونه ضروري ده.
14 -   دقيمتونو انتشار
په ازاد اقتصادي نظامونو کي دقيمتونو انتشار ليدل کيږي چي دکارګرانو مزد دمصارفو په مقا بل کي ډير کم وي په وروسته پاتي هيوادکي مارکيټ اوسرمايه ديو څو مخصوصو اشخاصو په لاس کي وي چي تقريبًاعرضه او تقاضا يي دنشت په برابر وي همدارنګه صادرات  کميږي او واردات زياتيږي نو دغو حالاتو دمنځه وړلو لپا ره پلان جوړونه يو ضروري امر دي .
15 - په ټولنه کي دمتضررو عواملو له منځه وړل
په ازادو اقتصادي نظا منو کي د ټولني په ضرر باند ي لکه صنعتي واقعياتو ،په ښارونو کي دنفوسو زياتوالي، دکورني ژوند طرقي کول درسمونو رواج پريښودل او داسي نو ر داقسم عوامل ټول ديو ي ټولني لپاره په ضرر دي نو دهغوي دمخنيوي لپار ه هم پلان جوړوني يو ضروري کار دي .

16 -  دملي عايد عادلانه توزيع
لکه څنګه چي په پرمختيايي هيوادونو کي دعايد عادلانه ويش وجود نلري او د توليد وسايل دڅو اشخاصو په لاس کي وي چي پدي وجه فقيره طبقه داوسيدو دځاي تعليم صحت او نوورو څخه بي برخي وي چي داحالت په هغوي مستقيمه اغيزه کوي او د کار استعداد يي کميږي او بر عکس مالداره طبقه دژوند دهر قسمه سهولتونو څخه برخمنه وي چي په نتيجه کي فقير همداسي فقير او سرمايه دار نور هم سرمايه دار کيږي چي بلاخره ټولنيز مشکلات رامنځته کيږي چي داعمل داقتصادي پر مختيا په منظور وجود لري
17-   دټولنيزو مسائلو مخنيوي
په پرمختيايي هيوادونوکي دغربت څخه علاوه نو ر زيات اقتصادي مسائل لکه ،جهالت ،رشوت ،دفقر کارونو ، سمګلينګ، توربازار نمود او نمايش او داسي نو زيات مسا ئل تر سترګو کيږي چي ددغو ټولو ټولنيزو مشکلاتو دمخنيوي لپاره پلان جوړونه ډير ضروري ده تر څو په اينده کي ټولنه دداسي ټولنيز و مسائلو سره لاس په ګريوان شي .
او دولت بايد دپلان جوړوني له لاري بايد په چارو کي مداخله وکړي
 18-  اطمناني او بهتره فيصلي .
پلان جوړونه پدي خاطر هم ضروري ده چي داقتصادي پرمختيا لپار ه هر قسم فيصلي بايد په پوره اطمينا ن سره تر سره شي پد ي خاطر دپلان جوړوني په وخت کي بآيد هر قسم ماهرين لکه انجنران ، سائنسدانان او اقتصاد پو هان بايد شامل وي ځکه دوي دهيواد په هر مشکل باند ي ښه پوهيږي دوسايلو څخه ښه استفاده کولي شي چي دلته ددولت لپاره نه صرف دموجوده وخت نه بلکه دراتلونکي وخت لپاره هم ښه فکر کول پکار دي نو ددغو مشکلاتو په نظر کي نيولو سره پلان جوړونه يو ضروري کار دي .

19 - خارجي اثرات 
 په ازاد اقتصادي نظامونو کي دشخصي ګټي جذبات ډير زيات ليدل کيږي هيڅ شخص ملي يا اجتماعي ضرورياتو ته نه ګوري په خپلي شخصي ګټي په ملي او اجتماعي ګټو باند ي بهتره بولي پدي خاطر دماحول دالوده کيدوغير هيڅ خيا ل نه ساتي نو ددي کارونو دمخنيوي لپاره هم دولت مداخله ضروري ده چي ديو منظم پلان په اساس بايد ترسره شي .
20  -   اقتصادي پرمختيا
دپرمختيا يي هيوادو وسايل ددوي دضرورت په مقابل کي ډير کم دي دوي پدي هڅه کي وي څومره به ژر ممکن وي بايد اقتصادي پر مختيا وکړي نو پدي خاطر دپولي او مالي په برخه کي دپاليسو دعملي کولو لپاره ددولت مداخله ډيره ضروري ده ددغو وسايلو په نتيجه کي بي کاره وسايل په کار وليږي او بي کاري له منځه ځي نو ددي کار دتر سره کولو لپار ه پلان جوړونه ضروري کار دي
21  -  داقتصادي چارو تر منځ روابط
په ازادو اقتصادي نظامونو کي داقتصادي چارو تر منځ هيڅ روابط وجود نلري چي په نتيجه کي بعضي اجناس ډير زياتيږي ليکن دبعضو اجناسو قلت هم رامنځ ته کيږي دهيواد يو شمير سيموته توجو او پرمختيا ورکول کيږي او بعضي نور يي وروسته پاتي کيږي نو ددغوحالاتو دمخنيوي لپاره هم پلان جوړونه ضروري ده تر څو ددغسي مشکلاتو مخنيوي وکړي .[3]







دپلان  جوړوني اساسات

           په يو علمي پلان کي بايد لاندي نقاط په نظر کي وي

1.   علميت
ددي لپاره چي په يو هيواد کي پلا ن په صحيح توګه طرحه او تطبيق شي نو پلان په عملي ميتودونو استوار وي او بايد دپوهانو او متخصيصينو له خو طرحه شوي او په هغه کي ټول امکانات او وسايل چي دپلان په تطبيق کي ورته ضرورت ليد ل کيږي په  نظر کي ونيول شي
2.   حقيقت 
           ددي څخه مطلب دادي چي پلان حقيقي او حقيقي اعدادو او ارقامو استوار وي په دروعو باندي نه وي ولاړ او هم بايد په عمل کي په پوره توګه تطبيق شي تر څو دهيواد داقتصادي پرمختيا لپاره مدد ګار ثابت شي
3.   ضرورت دپلان دطرحه کيدو په وخت کي بايد دخلکو اختياجات او ضرورتو نه په نظر کي ونيول شي چي دکومو ضرورتو نو له مخي پلان ته ضرورت رامنځته شوي
4.   امکانات
ديو عملي پلان لپاره بايد دنوموړي پلان دتطبيق امکانات لکه منابع ، وسايل ، او پانګه په نظر کي ونيول شي تر څو پلان دناکامي څخه بچ شي او په مکمله توګه تطبيق شي
5  . هدفمندوالي 
پلان بايد مشخص هدفمند او رهنما رول ولري يعني په پلان کي بايد اهداف په ګوته کړل شوي وي او ددي اهدافو دحصول مطابق بايد  تګ لاره غوره شي

6  . مشخصوالي

دپلان يو عمده خصوصيت قانونيت دي مطلب داچي پلان بايد مشخص شي چي کوم پلان دکومو اهدافو دتر لاسه کولو لپاره تطبيق کيږي

دپلان جوړوني په سيستم کي پيش بيني،طرحه او کنترول 

الف   په پلان جوړونه کي پيش بيني کول
هغه وخت مونږ کولي شو چي يو اقتصادي او اجتماعي پلان ووايو چي ددقيقو اقتصادي پيشګوي کي دملي اقتصادعمومي هدفونه ټاکل کيږي اما په خصوصي پيشګوي کي دخصوصي سکتور دڅانګواقتصادي او اجتماعي سيستم کي په نظرکي نيول کيږي
بايد وويل شي چي خصوصي پيشګوي څخه مستقل صورت نيسيوليدعمومي پيش ګويي جزګڼل کيږي ياپه بل عبارت پيشګويګاني کيدلي شي چي macro يا   micro  وي چي مکرو پيشګوګاني په ملي اقتصادکي کلي انکشاف پررسي کوي او مايکروپيشګويګانيدکوچني اقتصاد انکشاف موضوعات احتواي کوي
ب : دپلان طرحه ،ترتيب  او کنترول
دملي اقتصادپلان جوړونه مهم او پيچلي کار دي چي دپلان طرحه او ترتيب په ملي اقتصادکي مختلفي مرحلي په بر کي نيسي چي معمولا دپلان طرحه او ترتيب دري مرحلي لري
لومړي مرحله
پدي مرحله کي دتير پلان دندي او مسايل دتجزيي او تحليل لاندي نيول کيږياو په نتيجه کي لازم معلومات راجمع کيږي او د تير شوي پلان له مخي دراتلونکي پلان اقتصادي دندي اجتماعي او انکشافي  مسايل او پرابلومونه ټاکل کيږي دتحليل او تجروبي څخه هدف دتير پلان نواقص او نيمګرتياوو پيداکول دي چي تر څو دهغي څخه په استفادي دراتلونکي پلان دنواقصو څخه ډډه وشي يعني راتلونکي پلان بايد اصلاح او په هغي په کي زيات بريالي توبونه تر لاسه شي نواقص يي ښکاره شي او دهغي په اصلاح کولو کي اقدامات صورت ونيسي هغه ميتودونه چي پدي منظور تر ي استفاده کيږي عبارت  دي له اقتصادي روشونو تجروبو او ترکيبي او مقايسوي ميتودونو څخه دتير شوي پلان دتحليل او تجروبي په اساس کولي شو دراتلونکي پلان اعداداو ارقام وټاکو ديو عالي پلان دطرحي او ترتيب لپاره ضروري ده چي داوږدي مودي اقتصادي مسايل او دهغي متقابلي اړيکي مالي بوديجه او انکشافي نورمونه په علمي لحاظ درک شي
دويمه مرحله
په دويمه مرحله کي کنترول شوي اعداد او ارقام دپلان دلارښوني لپاره دپلان جوړوني دکميټي يا وزارت لخوا ترتيبيږي ا و دولتي موسسات او اداري ارګانونو ته خبر ورکول کيږي تر څو هر يو  دموسساتو څخه دکنترول شوو اعدادو او ارقامو په مقابل کي خپل پلا ن ترتيب او په همدي دوره کي دملي اقتصاد وزارت ته راغونډکړي چي دهغي مسوده دمختلفو طريقو څخه په استفاده ترتيب او دمعقول پرنسيپ څخه په استفادي مطلوپه طريقه انتخابوي دابايد وويل شي چي هره موسسه او فابريکه ،اداره ارګان وزارتونه بايد دپلان جوړوني دمسودي دجوړوني په وخت کي دخپلو عړو دنظرياتو او ابتکاراتو څخه استفاده وکړي او دعه ترتيب شوي مسوده دملي اقتصاد وزارت ته ورسوي
دريمه مرحله
پدي مرحله کي طرحه شوي پلانونه چي په هغي کي اقتصادي اصول، دپلان جوړوني اصول او مشخصات مراعت کيږي ترتيب او دملي اقتصاد دوزارت دمطالعي ترقرار لاندي ورکول کيږي چي وروسته دتصويباو دمراحلو دنهاي کولو څخه قانوني حيثيت عوره کوي او دهغي مطابق حتمي داجراپرانسيپ رامنځ ته کيږي چي پدي کي دټولو مسٍؤلو موسسو او حقوقي شخصيتونو ګډون حتمي دي
دپلان جوړوني په برخه کي مشکلات
دپلان جو ړوني هغه اهداف چي مو مخکي ذکر کړل په پرمختيا يي هيوادونو کي په مشکله سره تر لاسه کيداي شي ځکه چي دلته دغريبو او مالداره طبقو تر منځ فاصله دکميدو بر ځاي مخ په زياتيدو ده  دبي روزګاري سطحه مخ په لوړيدو ده سميز بر تري مخ په زياتيدو ده دتادياتو غير ي توزني خطرناک حد ته زسيدلي قرضونه مخ په زياتيدو دي په زراعتي او صنعتي توليداتو کي اعتمنايي اضافه والي نه ليدل کيږي له دغو مشکلاتو څخه داثابتيږي چي پلان جوړوني کوم خاص نتايج نه دي ورکړي چي اسباب يي په لاندي ډول دي
١-  داحصايوي ارقامو کموالي :
دپلان جوړوني دمشکلاتو دمنځه وړل او دهغي دبرياليتو ب لپاره ضروري ده چي دهغه بنياد په
صحي او دقيقو احصايوي ارقامو باندي ولاړ وي چي په پرمختيايي هيواد کي پلان جوړوني لپاره کومه  داسي منظمه احصايه ګيري نه ده ترسره شوي او که کومه  احصايه ګيري دپلا ن جوړوني لپاره شوي ده هغه ډيره نا قصه ا غيري منظمه وهاو اکثره دسيا سي ملحوظاتو په اساس او يا هم دمامورينو له خو په کور کي ناست په خپل سرسرته رسيږي نو له دغي احصايي ګيري څخه ترتيب شو ي پلان څخه څنګه دکاميابي هيله کيداي شي
٢– دتخنيکي افرادو کموالي :
په پرمختيا يي هيوادو کي صرف دپلان شکل ډيزاين طرح کيږي بيا دغه پلان صرف ديو څو با اثرو اشخاصو په واسطه ترتيبږي چي وروسته بيا دتخنيکي يافني لحاظه دنه موجوديت په واسطه   پس له يو څه مودي له مينځه ځي
٣ – دوګړو عدم دلچسپي :
هيڅکله يو پلان دخلکو له تعاون څخه بعير نشي عملي کيدلي دهر پلان دکاميابي لپاره دخلکو تعاون ډير اهميت لري ليکن په پرمختيايي هيواونو کي چي دجهالت خود غرضي او دمفاد فرستي جذبات ډيرزيات ليدل کيږي چي دغه عناصر دپلان په ضرر تماميږي او دپلان پوري مربوط اشخاص صرف خپل وخت تيروي او داقتصادي پرمختيا سره هيڅ دلچسپي نلري
٤ – سياسي استحکام نشتوالي:
په پرمختيا يي هيوادونو کي دپلان جوړوني لپا ره تر ټولو غټ مشکل دسيا سي سوبات نشتوالي دي په چي ښه مثال يي خپل منځي جګړي دي چي هره ورځ انقلاب راروان وي چي په نتيجه کي نه صرف اقتصادي پاليسي تبديليږي بلکه په ترجيهاتو او مالي وسايلو کي هم تبديلي راځي ا و ټول اقتصادي اهداف متاثره کوي
٥ – قدرتي افات :
 په پرمختيا يي هيوادنو کي ملي عايد ، روزګار او دصادراتو انحصار ، دزراعت په سکتو ر باند دي چي له بده مرعه دغه سکتو رهميشه قدرتي افاتوپه ذريعه قرباني شوي نه صرف وچکالي او امراض دغه سکتور دمتاثره کړي بلکه بعضي وخت دسيلابو نو په وجه يي ستر زيانو نه ليدلي دي او ددغو قدرتي افاتو په نتيجه کي دزراغت دسکتور اهداف متاثره کيږي او بيا ترميميږي چي په نتيجه کي داهم دپلان اهداف متاثره کوي
٦ – دوه ګوني اقتصاد :
 له بده مرعه په پرمختيايي هيوادنو کي اقتصاد په دوه برخو ويشل شوي يو خوا غريبه طبقه او بل خواته مالداره طبقه يوخوا يو څو پرمختيا يي ښارونه او بل خواته وروسته پاتي کليوالي سيمي يو خو ا بي روزکاري او بل خو ا سرمايه جذبونکي تيکنالوژي يو خو ا دبعضي خلکو ژوند له پر مختللو هيواد ودخلکو څخه هم اوچت او بل خو ا دنفوسو زياته برخه دژوند دبنيادي ضرورياتو څخه هم محروم دي ددغه تضادونه داقتصادي پرمختيا لپاره  گټور نشي تماميدي
٧ - په خارجي کومکونو باند ي اتکا
له ابتدا څخه تر نن ورځي پوري پرمختيا يي هيوادونو په خارجي قرضونو اتکا کړي چي په نتيجه کي نه صرف خارجي سيا سي مداخله شوي بلکه ددعه کومکونه يي صرف په يو څو برخو کي په کا ر اچلولي دي او اکثره وخت دضرورت په وخت کي تر لاسه شوي هم نه دي او په نتيجه کي پلان جوړونه متاثره شوي .
په پرمختيايي هيوادونو کي چي کوم پلانو نه جوړيږ ي هغه ټول دموجوده امکاناتو په نسبت ډير ه لوړه سطحه وي او اکثره داهدافو دترلاسه کولو لپا ره په خارجي کومکونو خارجي سرمايه
 ګذاري او خارجي وسايلو باندي اتکا کيږي ا و په نتيجه کي داقتصادي او سيا سي مسايل رامنځته کيږي چي داهم دپلان جوړوني په لاره کي تر ټولو غټ مشکل  دي
٨ – دخپل څادرپه اندازه دپښو رايستل :
په پرمختيايي هيواد ونو کي چي کوم پلانونه جوړيږي هغه ټول دوسايلو په نسبت ډير په لوړه سطحه وياو اکثره داهدافو دترلاسه کولو لپاره په خارجي کومکونو ،خارجي سرمايه ګذاري او خارجي وسايلو بآندي اتکاکيږي او په نتيجه کي اقتصادي سياسي مسايل رامنځته کيږي چي داهم دپلان جوړوني په لاره کي تر ټولو مشکل دي
٩ – متفرقه عوامل
له پو رته ذکر شوو عواملو څخه علاوه نور عوامل هم شته
١ – دنفوسو زياتوالي ٢ دکميابه زرائعو څخه نا قصه استفاده ٣ دتخنيکي او فني مهارت کموالي ٤ غيري منظم کارونه


پلان جوړوني کي کوم اشخاص رول لوبوي
لکه څرنګه چي پلان جوړول ديو ي اداري موخو ته درسيد و لپار ه لومړي اساسي رکن دي نو پکاردي چي داسي پلان ترتيب او تهيه شي چي تطبيق يي اسانه ا وټاکلي اهداف ورڅخه لاسته راوړل شي پلان جوړونکي په يو هيواد کي داداري دباصلاحيته امر او هغه څوک دي چي داداري په پورته او لوړو منصبونو کي قرار لري وظيفه او دنده شمير کيږي .
 ښايي پوښتنه وشي چي ايا دعمومي امر (اداره چي ) څخه بغير نور اداري  پرسونل کولاي شي چي دپلانپه ترتيباو تهيه کي رول ولوبوي ؟
ادار ه چي يا تر ټولو باصلاحيته امر دپلان لپاره مهم ټکي او نقاط وټاکي او پاتي نو ر تفصلي نقاط او مراحل يي دپلان په حدودو کي داداره چي څخه ښکته اداري پرسونل وټاکي او پلان تر پايه ترتيب او تهيه کړي .
په لنډډول ويلاشوچي کيداي شي پلان يواځي دلوړپوړي اداره چي لخواترتيب اوتهيه اود تطبيق لپاره مادونانو ته وړاندي شي او يا هم اداره چي داداري اړوند نورو څانګو دامرينو دنظرياتو او څرکندونو څخه په استفادي پلان ترتيب او تهيه کړي ديادولووړ ده چي هغه پلان چي داداره څانګودامرينو په صلاح مشوري او همکاري ترتيب شي پلي کيدل يي اسانه او په نسبي ډول ستونزو څخه خالي وي











دپلان جوړوني عناصر
لکه څرنګه چي مخکي يادونه وکړه چي پلاندداداري لومړي او اساسي رکن دي او ديو ي اداري يا پروژي کړني او فعاليتونه دپلان څخه بغيرصورت نشي نيولاي نو پکارده چي دپلان عناصرپه بشپرډول ترڅيړني لاندي ونيسو.
١ –  اهداف
٢-  دراتلونکي کړنواو پيښوپه اړه معلومات درلودل
٣-  تګلاره
٤ –  برنامه
٥ –  لازم وسايل او مواد
الف: اهداف
هرهغه شي (توليديا خدمات ) چي يوه اداره يا سازمان يي لپاره تاسيس او دهغي دلاسته راوړلو هڅه کوي عبارت دهدف څخه دي او يا په بل عبارت هدف دهغه ځانګړو پايلو څخه عبارت دي چي يو شخص يا يوه اداره يي دلاته راوړلوهلي ځلي کوي هغه عومل چي ديو هدف په ټاکلو کي ورته بايد پاملرنه وشي عبارت دي له
اهداف په دوه ډوله دي :
ستراتيژيک هداف يا                                     strategic objectives
تکتيکي اهداف يا                                              tactical objective
 دهرڅه دمخه بايد دغرض او هدف توپير واضح او څرکند کړو
هرهغه عامل چي مونږ ديو سازمان يا اداري دتاسيس او جوړولو لپاره هڅوي عبادت دغرض څخه دي مګر هدف هغه صفت دي چي يو ه اداره يا سازمان يي دتحقيق او لاسته راوړلو کوشش او هخه کوي پدي مانا چي هدف دغرض په نسبت ډير ټاکلي او دتحقيق وړتيا لري
١ – ستراتيژيک اهداف بايد ټاکلي وي ياني دوقوغ وخت او زمان  يي تعين شوي وي
٢-  ستراتيژيک اهداف بايد دشته او موجوده امکاناتو سره دتحقيق او شونتيا وړتيا ولري
٣- بايد داداره کارکونکي او پرسونل يي دلاسته راوړلو علاقه او مينه ولري
٤ – بايد واقعي وي پدي معني په خيالاتو بنانه وي
تکتيکي اهداف            tactical objective
نږدي يا تکيکي اهداف ستراتيژيک اهدافو ته درسيد و لپاره ټاکل کيږي ترڅو په ذريعه يي سترايژيک هداف لاسته راوړل شي يا ني تکيکي اهداف دستراتيژيک اهدافو لپاره دپل بڼه لري دلنډ مهالي هدف دټاکلو لپاره لاند ي ټکي بايد په پام کي ونيول شي .
  A دخدماتي او يا دکاليو او سلعي دتوليدتجزيه او تحليل
B دلنډمهالهي هدف دپراختيا او ښه والي لپاره تجزيه او تحليل
دخداتي ا و کاليو تود په دي مانا چ اداره کوم ډول کالي او سلي تولوي او يا هم کوم ډول خدمات وړاند کوي نو پدي صوړت کي ديو ه ټاکلي وخت په پام کي ينولو او دنوړو معلوماتو په لاسته راوړلو سره هدف او موخه ټاکل  کيږي چي بايد څومره کالي او يا په کومه کچه خدمات ووړاندي کوي دنموني په ډول ١٠٠عدده کالي ددوو مياشتو په او ږدو کي تولد او هم يي بايد لګښت د٥٠٠٠ افغانيو څخه زيات نشي
مونږ په لنډ ډول دستراتيژيک او تکتيکي اهدافو تر منځ توپيرونه په لاندي ډول ترمطالعي لاندي نيسو
١تکتيکي اهداف دستراتيژيک اهداف ترلاسه کيداي شي
٢  دتکتيکي اهدافو په واسطه ستراتژيک اهدافو ددوام موده اوږده ان تر دي ي ديوه سازمان يا اداري ترپايښته دوام کوي
مونږدلته دنموني په ډول دتکتيکي اهدافو يو مثال ذکر کوو چي څرنګه يو ه اداره چي خپل تکتيکي اهداف ټاکي
ديو دفتر لپاره بايد ټول مواد او سامان الات لکه ميزونه چوکي تيلفون سيټونه کمپيو ترونه محاسبو الات دبرينا دتوليد وسايل دچاپ وسايل داسنادو لپاره فيلونه او نوړ بايد دتور دمياشتي په ١٥ تيټه اماده او پيا وي تر څو دعملي کار پيل وکړي
ددغه نژدي هدف ته درسيدلو لپار ه بايد نوموړي اداره چي ددفتر دضرورتوړ ټول مواد او سامان الات چي مخکي تري يادونه وشوه دحمل دمياشتي تر نمايي خريداري کړي
په مهمو څانګو  او شعباتو کي دخمل دمساشتي تر پايه دنوموړو وسايلو او سامان الاتو ځاي پرځاي کول
دنور اداره پرسونل او کارکونکو استخدام دثور دمياشتي تر١٥ نيټي او هغوي ته روزنه او تريننګ ورکول ترڅو دپام وړ دندي په اعيزمن ډول سرته ورسوي دپورتنيو کړنو څخه وروسته اداره چي کولايشي چي دکار دپيل ورځ وټاکي او په پاي کي ټاکلي هدف ( خدمات او يا مادي ګټي ترلاسه کړي
ب :  دراتلونکو کړنو او پيښو په اړه معلومات درودل دتيرو شويو پيښو او کړنو څخه په استفاده او هم دتيرو حالاتو دمطالعي په مرسته اداره چي کولاي شي چي دکار دپيل ورځي وټاکي ا و په پاي کي ټاکلي هدف خدمات او مادي کټي تر لاسه کړي .
ج:   کړنلاره يا policy  
تعريف : دهغي استفدي وړ برنامي څخه عبارت ده ي ديو ي اداري کارکونکو ته دتصميم نيو لو او عملي کارټولنيز لارښووني روښنه کوي
او يا په بل عبارت کړنلاره دهغه عمومي څرګندوني څخه عبارت د چي په اداره کي دکارکونکو ددندو دسرته رسولو هر اړخيه لارسونه کوي لکه ديوي اداري داستخدام په څانګه کي دکارکونکو لپارهدرحصتي کړنلارهدکاردمودي کړنلار او داسي نوري کړنلاري دټاکلو په وجه اداري فعاليتونه او هڅي کړني کيږي چي دغه کار دکړنو او هڅو کړنديتوب هدف ته درسيدو اصلي عامل دي او همدارنګه دکړنلاري يا پاليسي دموجوديت په صوړت کي اداري پرسونل خپلي دندي او مسوليتونه دصلحيتونو تر څنګ په پوره ډاډاو اطمنان سره ته رسوي
کړنلاره دفرعي او کوچنيو پلانونويا پلانچو په ټاکلو کي مرسته کوي او هم داداري سيستمونو ترمنځ تيسيق رامنځ ته کوي پدي مانا چي ټول اداري واحدونه يا شعبات ديو ي ټاکلي کړنلاري پيرويکوي
کړنلاره جلاډولونه لري چي ځيني يي په لاندي ډول دي
١- اصلي يا اساسي کړنلاره  : داهغه کړنلاره ده چي ديو ي اداري يا سازمان په مينځ کي راتګ کي يي مهم رول لوبولي وي پدي مانا چي نوموړي اداره يا سازمان داصلي کړنلاري څخه داستفاد ي په صورت کي رامنځته شويده
لکه ديو ه سازمان بنسټ ايښودل يواځي دمالي ګټو دلاسته راوړلو په منظور نه دعامه او خيريه خدماتو دارايه کولو په منظور چي دلته مالي ګټه او لاسته راوړنه اصلي يا اساسي کړنلاره بلل کيږي
٢-  عمومي کړنلاره : دهغي کړنلاري څخه عبارت دي چي ديو ي اداري دلوړ رتبه اشخاصو لخوا په داسي ډول ټاکل شوي وي چي اصلي يا اسا سي کړنلاري په شا وخوا څرخيږي لکه په يوه اداره يا سازمان کي ديو ي ټآکلي سلعي يا کالي دتوليد دکچي او اندازي کړنلاره چي دا کړنلاره معړولا دبدلون وړ وي او دټاکونکي لخوا يي دکمښت او زياتيدو امکان ولري
٣- ضمني کړنلاره : ضمني کړنلاره دهغه نا ليکل شوي کړنلاري څخه عبارت ده چي په يوه اداره يا سازمان کي ور څخه دنص په توګه استفاده نه کيږي بلکه دهغه عرف معادل شمير ل کيږي چي عمل پري شوي وي
د- برنامه يا program
دهغه اجرايو عملياتي وړانديز څخه عبارت دي چي دموخو دلاسته راوړلو څرنګوالي روښانه کوي او يا برنامه دهغه محدود الساحه کوچنيو پلانو يا پلانچو څخه عبارت ده چي دلويو او عامه پلانونو څخه منځته راعلي وي چي هره برنامه ديو ي ټاکلي وظيفي يا دندي دسرته رسولو لپاره ځانګړي او خاص کړي شوي وي
لکه ديو ي اداري يا سازمان لخوا دکاليو او سلعو دخرڅلاو لپاره دموندني marketing   هر راز وسايلو په کار اچولو برنامه ديو ي ټاکلي سلعي يا کالي دتوليد کچي دزياتوالي برنامه او داسي نوري برنامي په يوه برنامه کي بايد کړني په منطقي او تفصيلي ډول داسي ترتيب شوي وي ي دهغوي تر منځ اړيکي اوارتباظات څرګنداو دټاکلي هدف په لو ر دتکامل په حال کي وي
دهري برنامي دپيل لپاره بايد مناسب وخت په پام کي ونيول شي اوهم يي دپلي کولو لپاره مناسب شخص وټاکل شي او تر څو برنامه په سم ډول سرته ورسيږي په ډيرو پروژو کي برنامي ديوي داسي نقشي په شکل ترتيبيږي چي هره دنده او وظيفه پکي په مفصل ډول واضح او څرکند او ټآکلي مهال سره سم ترسره شي
ي – لازم وسايل او مواد materials
وسايل او سامان الات دټولو هغه کارونو دسرته رسولو لپاره حتمي او ضروري دي چي دپلا ن دترتيب پرمهال په پام کي نيول شوي وي نوموړي وسايل او سامان الات دمالي او مادي زيرمو څخه عبارت دي چي دکاغذ پر مخ ترتيب شوي  ساکن پلان دحرکت او تطبيق وخواته بيا يي تر څو ټاکلي موخي ورڅخه تر لاسه شي .
اداره چي ته پکار دي چي ديو ه ترتيب شوي پلان دتطبيق لپاره داړتيا وړ وسايل او سامان الات په اړه دبشپړ فکر او سوچ څخه کار واخلي او ورته ځانګړي پاملرنه وکړي او هم بايد ځان په دي وپوهوي  چي موجوده کو م وسايل په لاس کي لري او نورو کومو موادو او وسايلو ته اړتيا لري
ديادولو وړ ده چي دپلان جوړوني نوموړي عنصر دسازماندهي سره مستقيمي اړيکي لري چي په راتلو نکي کي به ور څخه په بشپړ ډول يادونه وکړو

دپلان جوړوني ا هداف

پلان جوړونه په خپل ذات کي ډير پراخه اهداف لري چي ديو منظم پلان په نتيجه کي بايد تر لاسه شي ديو پلان عمومي اهداف په لاندي ډول دي .
1.    داقتصادي ودي چټکوالي
2.    دمحصولاتو او صنعت دظرفيتونو لوړوالي
3.  داصلاحاتو لکه دشاړو ځمکو کرني ته اماده کول کليوالو بي روزګارو خلکو باندي دهغوي توزيع دخاورو اصلاح او داوبو تهيه کول
4.    دخامو صنعتي موادو دتوليد په منظور دزراعتي توليداتو زياتوالي
5.    ددولت دعوايدو ،سرمايه ګذاري او دپس انداز ونو تشويق
6.    دبيکاري له منځه وړل
7.  دعامه خدماتو ( صحت عامه ،ښونه او روزنه ،ترانسپورت ،مخابرات او داسي نو ر په برخه کي دمصارفو تامين
8.    دافرادو دمولديت دسطحي دلوړوالي په منظور دبشري نيرو وده او پياوړتيا
9.    دعايدعادلانه توزيع
10.                      دمواصلاتو ،ابياري ،انرژيکي منابعو او زيربنايي تاسيساتو پياوړتيا
11.                      دمالي او پولي هماهنګو پاليسيو دتطبيق  له لاري داقتصادي نورمالو شرايطو برابرول
12.                      دصادراتو او تادياتو پياوړتيا
13.                      په نسبي ډول په خپل ځان متکي کيدو په خواحرکت [4]




دپلان جوړوني ګټي                      advantages of planning

1.    پلان جوړونه دموخو په ټاکلو کي مرسته کوي کوم چي يو ه اداره يي دلاسته راوړلو هلي ځلي کوي
2.    پلان جوړونه مدير او اداري پرسونل ته دهغوي دندي او وظايف روښانه کوي .
3.  پلان جوړونه دهغه ستونزو ا و مشکلاتو په روښانه کولو کي مرسته کوي کوم چي په راتلونکي کي داداري داهدافو دلاسته راوړلو مخنيوي کوي
4.  پلان جوړونه داداري دکړنو او ظايفو په څارنه کي مرسته کوي ځکه چي دپلان څخه بغير څارنه او کنترول نا شوني دي
5.    دمناسب پلان ترتيبول په اداره کي دتکاليفو او ستړياو دکميدو باعث کيږي 
6.    پلان جوړونه دتوليد او محصول په کچه کي زياتولي رامنځته کوي
7.    پلان دترتيب په صورت کي اداره کولاي شي چي په کم لګښت او مصرف خپلي موخي  لري[5]
















دوهم فصل
داقتصادي پلانونو ډولونه economics types of planning                     
دملي اقتصاد پلانونه دوخت ، داداري او مرکزيت ددرجي او دهيواد دساحي دشموليت له مخي په بيلا بيلو ډولونو ويشل شوي
١- دوخت له پلو ه پلانو نه
پلا ن جوړوني هدف صرف اقتصادي پرمختيا نه ده بلکه دخاصو اهدافو دترلاسه کول دپلان جوړوني خاص مقصد دي چي ددغو مقصدونو دترلاسه کولو لپاره وخت ته ضرورت دي چي دغه وخت دپلان جوړوني له نظره په دري قسمه دي     دلنډي مودي ، منځني مودي او اوږدي مودي وختونو ته ضرورت لري چي پد ي ډول ويلي شو دوخت له نظره دري قسمه پلان جوړونه وجود لري چي په اسني وختونو کي عموما دمنځني مودي پلان جوړونه ډير رواج لري خو مو نږ هر يو دڅيړني لا ندي نيسو
A - داوږدي مودي پلان جوړونه       long-term plan
داوږدي مودي پلان جوړوني وخت دځينو ټولنيزو ربړونو دحل مهمو تصاميمو داجرا وخت ورته په نظر کي نيول کيږي په دعه ډول پلانونو کي پراخه ټولنيز ا اقتصادي مسايل لکه ديموګرافي پرمختياوي ، دعلم او تخنيک دبدلون او برقي پيش بيني ، دساختمانونو سرته رسول داوږدي مودي پروژي تطبيق او دي ته ورته تحليلونو کي او دهغوي د پيش بيني په نظر کي دي داوږدي مودي پلانونو په ترڅ کي داصل اقتصادي پرمختيا او دهغي دمساعده انکشا ف ستراتيژي په اقتصاد کي زيربينا يي پروژو کمي او کيفي پرمختګ اقتصادي توازن او انډول ښه کول او دټولنيز توليد مثمريت لوړول مطالعه او بررسي کيږي دغه پلانو نه دوهمه قا طع او کلک نه وي داځکه چي په دومره اوږده موده کي هر و مرو اقتصادي او ټولنيز ژوند کي ځيني بدلونونه پيښيږي ممکن يو شمير مجهول متحولين او غيري قاطع تغيرات رامنځته شي

B   - دمنځني مودي پلانونه: medium term plan                     
 دمنځني مودي پلان جوړوني عمر (٣) څخه تر (٧) کالو پوري وي ليکن عموما ددغه قسم پلان جوړوني وخت (٥) کاله وي په يوګسلاويا کي دمنځني مودي پلان جوړوني وخت (٧) کاله اندونيشيا کي (٨) کاله کولمبو کي (٦) کاله او په افغانستان کي (٥) کاله دي دا(٥) کلن پلانونه دي چي داوږدي مودي پلانونو په ترڅ کي دټولنيزو پرمختګونو ،اهدافو او دندي دتخنيک او اقتصاد په هکله مخي ته ايښودل او داقتصادي پرمختګ دپايلو او نتايجو تطبيق ،جهت او لوري او دملي اقتصاد غوښتني څيړل کيږي څومره چي دمنځني مودي دپلان اهداف په ټآکلو کلونو کي ښودل شوي وي او هرکال  تقسيم شوي وي هغومره دپلان دقيق والي ښکاره کوي (٥) کلن پلانو نه داوږدي مو دي پلانونو په رڼا کي په هغو کي دځينو اصلاحاتو لازمي ا و دقيق او ژورو پيش بينيو او په علم او تخنيک کي دبدلونونو په اثر دنويو امکاناتو په موندلو سره جوړيږي داوږدي مودي پلانونو په پرتله دمنځني مودي په پلانونو کي په يو پراخه ساحي سره دلايل او مشخصات طرحه کيداي شي او دهغو دقيق نتايح پيش بيني کيداي شي په دغه پلانونو  کي تقريبا په واضحه توګه ټولنيز محصولات ،ملي عايد او دهغه توزيع په توليد ي جوړښت کي مطلوب بدلون داقتصادي ودي چټکوالي او نور انډولو نه پيش بيني او درج کيږي
پدي کي يو کلن ،دري مياشتي او ان يو مياشتي پلانونه راځي سره لدي چي پنځه کلن پلانونه ډير پراخه مفهوم لري خو بيا هم دا پلانونه نشي کولاي تو لي منابع ،امکانات ، زيرمي ، اضافي








C – دلنډي مودي پلان جوړونه                          short of planning
اړتيا وي او مهم ضرورتونه دپنځو کلونو په موده کي پيش بيني کړي نو ځکه په دي موده کي په هره برخه کي بدلو ن راځي نو ځکه ديو هيواد په ملي اقتصاد کي دلنډ ي مودي پلانو نه مهم رول لري دلنډ ي مودي پلانونو دوخت ټاکل ( کال ، ربع ، ميا شت ، ورځي ) ديو کال په او ږد وکي دپنځه کلن ددند و ، موخو موفقانه تطبيق ، عصري علم ا و تخنيک باند ي دلاس بري امکاناتو دمادي منابعو دکار ځواک او مالي سرچينو دمسا عدکار ولو ،مولده ځواکونو لوړتيا او دټولنيز مثمريت دسطحي له مخي صورت نيسي
لکه چي وويل شول جاري پلانونه يا دلنډ ي مودي پلانونه دمنځني مودي دپلا نونو په چوکاټ کي طرحه کيږي او دهغه دندي او اهداف په کلونو ،دري مياشتو ، مياشت او اونيو ويشل کيږي چي داد عملي کيد و د حجم او توازن له مخي او په طبعي ډول دعمده محصولاتو دتوليد دبيلا بيلو کاليو په دوران او نورو له مخي وي دپنځه کلنو پلانونو ويش په کلنيو پلانو نو ځکه ضرورې دي چه ځيني دندي دکال په ترڅ کي تر سره او سنجش کيږي مثلا ماليات دکال په ترڅ کي جمع کيږي بوديجه دکال په ترڅ ټاکل کيږي دکرنيزوتصديواوفارمونو محصولات دکا ل په ترڅ کي پلا ن ګذاري او جمع اوري کيږي او داسي نو ر لاملونه ( دپينځه کلن برجسته اهداف لکه ټوله پانګه ، دصنعت نوي ډولونه ، مدرن او عصري تخنيک ټول په کلو نو ويشل کيږي )
دلنډي مودي په جاري پلانونو دمنځنيو پلانونو په پرتله ډير مشرح وي او په هغو کي بايد ټول شاخصو نه ، ارقام او مشخصا ت په بشپړ ډول توضيح وي داپه دي معني چي دلنډ مودي يا جاري پلانونه جدي ا حتمي دندي لري او دملي اقتصاد په ټولو ډګرونو کي دانډولکولو ، دامکاناتو دسنجولو ، دسکتورونو درهبري او پينځه کلنو پلانونو داهدافو دتحقيق ددندو لرونکي او ځواب ويونکي



٢-  دمرکزيت ددرجي او اداري له مخي دپلان ډولونه :
کله چي مونږ په بيلا بيلو اقتصادي سيستمونو او بيلا بيلوهيوادونو کي په يوه اوږده موده کي دپلانونو تاريخ مطالعه کوونو پدي ترڅ کي دري ډوله پلانو نه په نظر راځي
A - کنترول کوونکي او مرکزي پلانونه
داپلانونه پدغه هيواد و کي چي عامه سکتو رواکمن وي ليدل کيږي
B – مختل پلانونه
هغه هيواد ونه چي مختلط او لارښود شوي اقتصادي سيستم لري هلته دعامه سکتو ر داومرو او هدايا تو پواسطه دمرکزيت پلان مطابق وده مومي او دخصوصي سکتو ر مطلوب هدف ته رسيدلو په منظور رهنمايي او د تشويقي وسايلو په واسطه لا رښوونه کيږي زمونږ په هيواد کي تطبيق شوو پلا نونو اکثره همدابڼه درلوده
C - لارښود (رهنمايي) پلانونه
پدي پلانونو کي دتطبيق له پلوه کوم مسوليت حکومت ته نه راجع کيږي دلته يواځي حکومت هڅه کوي چي دهيواد اقتصاد دمطالعي او دهغه دپرمختګ د تلاري په پيش بيني کولو سره عامه او خصوصي متصديان رهنمايي کړي دلته پلان تطبيق په غيرمستقيمو او تشويقي وسايلو له لاري صورت نيسي داپلانونه په هغه هيوادوکي دڅيړني او ريسرچ موسسا ت او مشورتي بوردونه ، اقتصادي جريان په دقت دمطالعي لا ندي نيسي او دارقامو او احصايو له مخي داقتصادي څيړنه او داقتصادي سکتورونو مطالعه پرسر کوي او راتلونکي وضعه پيش بيني کوي او له دغه پيش بيني څخه :ګټه اخلي دغه پلانونه په متحده ايالاتو ،انګلستان او ځينو نو رو هيوادوکي ليدل شوي دي ١٠ ( الف – ص ٣٥٥ ى) 





٣ – دجغرافيايي موقعت پربنا پلان ډولونه
A - ملي پلان                                       national plan
دهغه پلان څخه عبارت دي چي ديو دولت دټولوسازمانونو او اداري واحدونو لپا ره ترتيب شوي وي او ټولي اقتصادي او ټولنيز ي پروژي په بر کي ولري او يا هم په ملي سطحه ديو ي پروژي لپاره تهيه شوي وي
B - حوزوي پلان    regional plan                        
داډول پلا ن دهغه پلان څخه عبارت دي چي په دولت کي ديو ي سيمي يا زون دپاره تهيه شوي وي
C - محلي پلان                                local plan
محلي پلان دهغه پلان څخه عبارت دي چي نه په ملي او نه هم په حوزوي سطحه ترتيب شوي وي او بلکه ددولت دمحلي واکمنانو لخوا دهمغه اداري واحد لپاره او يا هم دمرکزي واکمنو اشخاصو لخو اددولت ديوه اداري واحد يا محلي لپار ه ترتيب شوي وي
٤ – دشموليت پر بنا دپلان ډولونه : دشموليت او غيري شموليت پر بنا پلان په دوه ډوله دي
A - شامل پلان comprehensive plan                     
دهغه پلان څخه عبارت دي چي ديو ي اداري يا پروژي ټول اړخونه او فعاليتونه په بر کي ولري لکه دتوليد فعاليتو نه ، دکارګرو فعاليتونه ، تمويلي او داسي نو ر
B - غيري شامل پلان micro plan                         
د هغه پلان څخه عبارت دي چي د يو ي اداري د يوي څانګي او يا هم د يوي پروژي د يوه بخش او څانګي لپاره ترتيب ا و تهيه شوي وي  لکه د يوه توليدي شرکت لخوا د توکو د خرڅلاو لپاره د بازار موندني پلان ترتيبول .




د يو انکشافي پلان عمومي خصوصيات : 
د يو واقعي پلان بايد خاص مهم خصوصيات ولري  د هيواد په سطحه يو اقتصاد ي پلان بايد دداسي پروژو لرونکي وي چي د هيواد انکشافي ټول اړخونه په مستقيم او يا هم په غير مستقيم ډول په بر کي ونيسي دا ډول پلان د زراعت ، صنعت ،  تجارت . حمل نقل ، مواصلات  ، ښوني او روزني ، عامه صحت  او نورو ټولو برخو کي د اساسي خط مشي او خطوطو لرونکي وي په داسي يو پلان کي ديو ي خوا دهيواد دټولنيزو او اقتصادي ودي ته مشخص پاليسي ګاني طرحه شوي وي له بلي خوا دهري پروژي اهداف بايد په مقدار ي ډول واضح شي په ارقامو افاده شي د اهدافو په ټاکلو بايد احصايوي مطالعات شوي وي او دهيواد واقعي شرايط تحليل شوي وي نو ويلي شو چي ديو پلا ن عمده خصوصيا ت چي عبا رت دي له دپلا ن جامعت ،دوخت معين والي  او دپروژو دقدامت تشخيص
دپلان جوړوني  دکارطريقه::
په پلان جووړني کي بايد لاندي مرحلي تعين شي
١    دوخت او اهدافو تعين کول
تر هر څه مخکي په لو مړي مرحله کي بايد دپلان وخت او هدف تعين شي عمومآ پلان جوړونه دپنځه کلونو وخت لپاره جوړيږي چه دا موده نه ډيرزياته او نه ډيره کمه ده چي پدي کي دپلان مشخص کيدي  شي دافغانستان لمړني پلانونه ټول پنځه کلن پلانونه وه دوخت دتعين کولو څخه وروسته بايد چي معين شوي وي تر لاسه شي چي دغه دهيواد په سيا سي اقتصادي او ټولنيزحالتواو نظر يا تو په نظر کي نيولو سره تعين کيږي
٢   دپلان حجم (سائز)  په دوهمه مرحله کي دپلان حجم تعين کول دي چي پدي کي دسرمايي او توليد تر مينځ نسبت تر ارزيابي لاندي نيول ډير ضرورت دي مثلاپه يوهيواد کي دا نسبت ١:٣ وي نو دا مانا لري چي  په ملي عايد کي ديو افعاني دزياتوالي په سرمايه ګذاري وشي کله چي يو هيواد عواړي په ملي عايد کي (٢٦% ) څخه تر (٣٠%) اضافه کول عواړي نو هغه دسرمايه ګذاري په نتيجه کي لاسته راغلي نسبت ارزيابي کړل او دا فيصله وکړه چي دسرمايه ګذاري لپاره څومره سرمايي ته ضرورت دي چي دي ته دپلان حجم يا سائز يا جسامت وائي
٣  دپلان داجزاوو تعين کول : په دريمه مرحله کي پلان طريقه کار معلومات تفصيلات جزيات او اهداف تعين کول مثلا دزراعت په سکتور کي دتوليد لپاره څومره تراکتور اصلاح شوي تخمونه سر ي وغيره استعمال شي .  په صنعتي سکتورکي دتوليد لپاره کومي او څومره تصدي په کار ولويږي پدي ډول ټولي اجزاوي تعين او دعمل جامه ورواغوستل شي
 دمالياتو او محصولاتو تر لاسه کول : په څلورمه مرحله کي دپلان لپار ه دمالياتو لپاره دمالياتو او محصولاتو ترلاسه کول دي چي څومره محصول مقرر شي څومره قرض واخستل شي او څومره سرمايه تمويل شي
















.
 دريم فصل
دنړيوالو اقتصادي نظامونو له نظره پلان جوړونه
الف – دسرمايه داري نظام له نظره پلان جوړونه
په سرمايه داري نظامونو کي پلان جوړونه دکوم شخصي يا اشخاصو په ملکيت کي وي او شخصي کارګر اجناس توليدو ي داجناسو دتوليد لپاره په پلان جوړونه کي دولت مداخلت نه کوي او دقيمتونو ميکانيزم داجناسو توليد ، توضيح او تبادله ټولي معاملي دازاد اقتصادي نظامونو له نظره پر مخ ځي ا و دولت صرف ددفاعي امنيت ، عدالت ، او تعليم تربيي په برخه کي فرائض پرغاره لري په (١٩٣٠ ) کال کي دپروفيسر کينز او دسوړ بازار په وجه په سرمايه داري نظامونو کي دولت لاندي وظيفي پرغاړه واخستلي
١-  دولت دموثري تقاضا يا مجموعي تقاضا دجاري ساتلو لپاره هڅه کوي تر څو په اقتصادي نظام کي دانفلاسيون او بيکاري مخنيوي  وشي چي ددي کار لپاره شخصي کارګران څه ناڅه کنترولوي اوپولي او مالياتي پاليسي وضع کوي
٢ – دولت په هيواد کي دارزيابي نظام دموجوديت مخالفت کوي چي داد قيمتو نو ميکانيزم کي مشکلا ت راپيدا کوي پدي خاطر دولت په دوي باندي څه نا څه قوانين وضع کوي
٣ – ددولت دعامه او اجتما عي رفا‌ء ، سوکالي په خاطر صحت عامه ، سړکونه ، مکتبونه ، پوهنتونونه ، وغيره خدمات برابر وي
ب – په سوسيا ليستي نظامونو کي پلان جوړونه
په سوسيا ليستي نظامونو کي يوه مرکزي اداره دپلان جوړوني لپاره فعاليت کوي کوم چي په ټولو  اقتصادي فعاليتو نو باندي حاکميت لري چي دغه اداره لا محدود اختيارات لري همدارنګه دوسايلو او اجناسو په توضيح کي مداخله کوي همدارنګه دپلان اهدا ف او تر جيهات معين کوي او د پلان داهدافو په ړڼا کي دمختلفو سکتورونو تر منځ روابط قايم کوي دعه اداره دروزګار ، اقتصادي ضرورياتو ، دوسايلو او ملي عايداتو عادلانه تو ضيح ، پس انداز ، داقتصادي پرمختيا اهدا ف ، تصديګاني مالياتي اداري ، سټورونه ، دوکانونه ، داخلي ا و خارجي تجارت دغلو نقل ذرايع وغيره همدارنګه دولت داجناسو دعاميلونو قيمتونه تعين کوي او دهغو اجناس دتوليد لپاره اقدامات کوي کوم چي دټولني په ضرر وي
کتنه :  دسوسيا ليستي نظامو پلان جوړونه دسرمايه داري نظام له پلا ن جوړوني څخه بهتره ده ځکه چي په سرمايه داري نظام کي پلان جوړونه اقتصادي فعاليتو نه نشي منظم کولي دعايد غيري عادلانه توضيح ا داري                                (                      )بي نظآم له منڅه نشي وړلي ددي برعکس دسوسيا ليستي نظام پلان جوړونه کي وسايل او دتوليد عوامل ټول دولت په اختيا ر کي وي په خارجي تجارتونو باندي کنترول وي چي دعه ټول بيا ن اقتصادي مسايل دسوسيا ليستي نظام دپلان جوړوني چي اساس ښۀ کنترول کيداي شي دانفلاسيو ن او ډيفلا سيون په حالاتواو  غربت او بي روزګاري مخنيو ي په ښه طريقه کولي شي
ج :  مخلو طه اقتصادي نظام پلا ن جوړونه
په دغه قسم پلان جوړنه کي بايد داسي يو نظا م رامنځته شي چي دپورتني دواړو نظامونونواقص له مينځه يوسي او دهغوي مفيد نقاط بايد شامل کړي شي چي پدي خاطر دي ته مخلو ط پلان جوړوني نه هم وايي سرمايه بايد په دولتي او شخصي سرمايه ګذاريو باندي وويشل شي هغه سکتورونه کوم چي دعامه خدماتو لپاره دوي هغه ددولت تر کنترو ل لاندي وي په مخلوط اقتصادي نظآم کي هر قسم سرمايه ګذاري ازاده وي ليکن لا محدوده نه وي هغه کاروبار ونه کوم چي دټولني لپاره په ضرر وي دهغوي په خريدو فروخت بايد منع شي همدارنګه دوال نه غواړي ي دوګړو خپلو ګټو د تر لاسه کولو په خاطر سمکنګ تور بآزار  وغيره لاندي لاس پوري کړي دمخلوطه اقتصادي پلان جوړوني هدف دسرمايه ګذاري دنقصاناتو له مينځه وړل او دخلکو دسو کالي لپار ه کار کول دي

دپلان جوړولو نړيوال تجارب 
لکه چي وويل شول پلان جوړونه داقتصادي علومو يوه نسبتا نوي څانګه ده نن ورځ هيڅ هيواد نشته چي په هغه کي پلا ن په يو ه نه يو ه بڼه رواج نه وي دا نا سمه ده چي پلا ن جوړونه ګواکي يو اقتصادي  ځانګړي سيستم پوري تړلي وبلل شي بلکه داقتصاد دعلم کلاسيکو علماوو او بيا ان دا چي دشلمي پيړي پوهانو په بازار کي داقتصادي تعادل مسلي ته ډير اهميت روکاوه داقتصاد پوهانو له نظره اقتصادي بئ کړکيچه پرمختيا ا و وده پرته له لارښوني نا ممکنه ده په بيلا بيلو صنعتي هيوادو کي داويايمي لسيزي او وروسته تر هغه دڅو اقتصادي بحرانونوله پيښيدلو دبيکاريو درامنځته کيدلو ، دبيو بي ثباتي دا وښوده چي بايد داقتصادي اجتماعي ودي لپاره ددولت له خوا پلا ن تطپيق شي ددي تر څنګ هغه هيوادوته چي پرمختيايي اقتصاد لري دخپل ځانګړي خصوصيت له مخي په کلکه سر ه پلا ن جوړولو ته اړتيا لري په تيره بيا په اوسنيو شرايطو کي چي اوس مونږ ژوند کوو له يوي خوا داقتصادي امکاناتو دلاپراخوالي او برتري طلبي تلوسه موجوده ده له بله خوا دا يو ضرورت دي چي يو وده موندوکي اقتصاد په منطق او معقوله توګه استوار شي دپرمختيا يي هيوادونو وګړي دهغه لو واټن له کبله چي ټولنيزي پرمختيا له مخي د دوي او دپر مختللو هيواوتر منځ موجوده ده ځوابيږي دوړوسته پاتي هيوادونو چارواکي بايد ثابته کړي چي کولاشي خپلي اقتصادي ستونزي له منځه يوسي واو علمي معقوليت پلانونو په اجرا کي او تدوني خپلي مادي او معنوي ژوند بسياکړي لکه هماغسي چي تقريبآ ټول پرمختللي صنعتي هيوادونه په يو ملي مقيا س سره دپلا ن جوړوني بيلابيل ډولونه عملي کوي نو پرمختيايي هيودونه مجبور دي چي په پلان جوړونه کي ښه تجارب تر لاسه کړي دنړي بيلا بيل هيواد و نه په تيره بيا وروسته تر ( ١٩٣٣-١٩٢٩) کلونو اقتصادي پروګرام او پلان جوړولو ته ملا وتړله تجاربو داوښوده چي فرانسي ايټاليا ، جاپان ، او دسکندر يا وي هيوادونوکي اقتصادي پرمختيا دپلانونو طرحه يو مناسب کار وه له همدي امله فرانسي له ( ١٩٤٩) کال راهيسي څوڅو ځلي ديو ي ټاکلي مودي پلانونه طرحه او عملي کړل او مثبت تجارب او نتايج يي تر لاسه کړل خصوصا په ( ١٩٦٧)  م کال کي ددي او وم پينځه کلن اقتصادي پلا ن ډير بريالي وو برتانيه هم د(٦٠) لسيزي پلانونه او ايټالي خپل دونه (          pieraccini plan او  vanoni plan) ډير بريا لي تطبيق کړ او خپل پلانونه يي طرحه کړل خو جاپان دپنځه کلن پلانونو په ځاي اوه کلن پلانونه طرحه کړل په همدغه وخت کي perroux ,masse, Shan field دپلانونو په هکله ځانګړي علمي تخقيقات تر سره کړل خصوصا v.luz په (١٩٦٩)م کال کي په لندن کي خپل يو اثر planning for the market economy  په نو م خپور کړ او په هغه کي يي دفرانسي داقتصادي پلانونو کي حتي تشويقي ،حمايوي مواد ، دشرکتونو ګډي  همکاري مستقيمي او غير مستقيمي سبسا يدي ته پاملرنه وکړي دوي ځکه هم د دقيقو پيش بيني شوي ، لارښودوپلانونوته اړتيا درلوده چي ځينو مونو پولو نو دومره پياوړتيا وموندله چي ورو ورويي ټول سيستمونه تراغيزي لاندي راوستل او حتي دقاتلانه رقابت ويره موجوده وه بل داچي خصوصي متشبثين يا علاقمندان نه وو يا يي دا توان نه درلوده چي عام المنفعه تاسيساتو ، پروژي ( لکه بندونه ، وکانالو ، سړکونه ، دبريښنا تاسيسات ، ښار جوړولو ا و نو ر ) کي پلانيزه بڼه ددولت په غاړه ولويد او ترټولو مهمه وه لکه دځنګلونو ساتنه ، دځانګړو ځايو نو ساتنه او دکرني دڅښلو لپار ه داوبو رسول او نور . دغه راز دولتونو دااړتيا ا حساسوله چي بايد نوي رامنځته شوي صنايع ووارداتو له رقابت څخه وساتي او داستخدام لازم فرصتونه ايجاد کړي نو ځکه دپلان جوړولو له لاري يي دبازار دنواقصوااصلاح کولو ته ملا وتړله او منابع او سکتورونه يي ټاکلي لوري ته رهبري کول
تر څو ( ١٩٢٨ ) م کال پوري مکزيک يو وروسته پاتي هيواد بلل کيده دغه وخت ددي هيواد جمهورري رئسplutarco   يو اقتصادي پلان تراجرا لاند ونيوه چي دنوموړي نوم تراوسه ژونددي
دغه راز په ( ١٩٣٣ ) کال کي ستر سيا ستمدار ښاغلي ( m. visvesvarya ) دملي عايداتو دوه برابر کيدو لپاره دميسوري پرنسپونو يو پلان پرمخ بوت
 هنددنامتو شخصيت (نهرو) ترلارښوني لاندي دپلان لپار يو هملي کميټه رامنځته کړه مرحوم( ج .ع. ناصر) داسي مدبرانه  پلانونه په نظر کي لرل چي ټولو عربي هيوادو لپار ه سر مشق کيداي شو ل همدارنګه په (١٩٦٩ )م کال داګست په پنځلسمه دفوق العاده فرمان له مخي دولتي صلا حيت لرونکي ارګان دپلان لپار ه توظيف شول الجزاير هم يو ډيره لوړه  دولتي شورا دپلان دطرحه کولو ته او دهغه تطبيق کولو ته ځانګړي کړه چي پايله يي له (١٩٧١-١٩٦٩ ) ع کلونو پوري صنعت په سلو کي (٦٠) زياتوالي او په استخدام کي په سلو کي ٦٢زياتوالي وو .
په دي توګه دغو تجاربو زيات شمير نورهيوادنه پلان جوړولو ته وهڅول په (١٩٦٠) کال کي ١٤ اسيايي ،افريقا او دلاتيني امريکا هيوادنه د  دملګروملتونو دڅانګي ترنظارت لاندي پلان جوړ ونه او اقتصادي اجتماعي پلان تطبيق وازمايل چي ارقام يي په ترتيب سره له ١٨ څخه ٢٦ ته لوړ شول نو دلاتيني امريکا نامتو اقتصادپوه raul prebsch  ځکه له اقتصادي پلان جوړونه تاکيد کاوه په ١٩٦٨ م کال کي دپرمختيا ديوي نړيوالي ستراتيژي په لوردملګرو ملتونو دنيويارک دکنفرانس ددويمي غونډي هم دمثبتو تجاربو له مخي دپلان جوړولو سپارښت وکړ په ١٩٦٧ کال کي دافريقا يي هيوادو پلان جوړونکو په خپل اووم کنفرانس کي دپلان په هکله خپل تجارب شريک کړل ملګرو ملتونود١٩٦٥ م څخه تر ١٩٧١ م کال پوري دټولنيز و پلانونو دتطبيق په پايله کي په ٣٧ هيوادونو کي داقتصادي ودي زياتوالي په منځني توګه په سلو کي ٥.٥ وښوده [6]  (ج-ص ٨٣ )










 

ماخذونه

1.    دوديال محمد بشير داقتصادي پرمختيا تيوري او پلان جوړونه2003
ميلادي جلااباد
2.    JD varma and k .k dewed. Elementary economic theory 2004y Hindustan

3.    سروري پوهيالي نعيم جان په افغانستان کي پلان جوړني لکچر نوټ 2006 ميلادي ننګرهار پوهنتون

4.    The theory of basic management last ahmad amiri 2005

5.    څرک محمد طاوس دپلان جوړوني اساسات (١٣٥٢) داقتصاد پوهنځي دکابل پوهنتون












                





[1]   څرک محمد طاوس دپلان جوړوني اساسات (١٣٥٢) داقتصاد پوهنځي دکابل پوهنتون
      حفحه (٥٠٨ )                                                               Elementary economic theory   [2]  
[3]    اصول تجارت (٦١٣ )
[4]   Elementary economic theory     (صفحه ٥١١)
[5]  the theory of basic management lais ahmad amiri 2005
[6]   دوديال محمد بشير داقتصاد پرمختيا تيوري او پلان جوړونه (2003 ) ميلادي جلااباد

2 comments:

  1. "دا د مایکومین پوډیولوژی نه مډال دی، نو د نیکروډیمی نیک چاللملمی سپریزیزم، چالیسم امرازیما رډینزیس او د ویاسیسیدو ATL او زما په واسطه د ماډیم ژونویو żyie i mojemu życiu." پولډزوی ویابرس پویلینیایا والسایپ +14433459339 lub atlasloanfirm@outlook.com

    ReplyDelete