Tuesday, February 10, 2015

انحصار

انحصار

سريزه 

 بازارونه

١. کامل رقابتي بازار  perfect competition
دکامل رقابت دبازار يوه ځانګړتيا ده  چې ګڼ شمېر متصدي مشابه توليدات عرضه کوي او يوه تصدى  هم دخپل توليد دقيمت په ټاکلو کې  رول نه لري .  ولې په واقعي ډول په نړۍ کې دبازار نور جوړښتونه هم شته  چې په لاندې ډول سره دي .

٢. انحصاري رقابتي بازار  monopolistic competition
دا يو داسې دبازار حالت دى  چې په هغې کې ډير شرکتونه  داسې کالي توليدوي چې يو دبل سره شباهت هم لري  ، ولې په اسانۍ سره يو دبل ځاى هم نه شي نيولى چې په دې حالت کې توليدونکى دقيمت په جوړولو کې يوڅه تاثيرات لرلى شي .

٣. څو جانبه انحصار  oligopoly
دا دناقص رقابت  يو بل ډول دى چې دبازار  په دې ډول  کې يوه محدوده اندازه تصديګانې مشابه کالي توليدوي او بازار ته يې عرضه کولى شي  او تقريباً په قيمتونو باندې تسلط هم لري .

٤. انحصاري بازار   monopoly
دهغه بازار څخه عبارت  دى چې په هغه کې يوه توليدي  تصدى وجود لري او دکاليو عرضه په خپل لاس کې لري  او  دا روښانه ده چې  دبازار په دې شکل کې  په بازار باندې تسلط يوازې دهمدغه يوه انحصارګر په لاس کې وي .
په بازار کې دتسلط پېژندنه  دبازار ځواک  market power   دمفهوم څخه څرګنديږي دبازار ځواک  دکاليو په بازار کې دڅو لويو شرکتونو يا تصديو دسهم ښکارندوى کوي.

لومړي فصل

بازار   Market
پدي خبره باندي مونږپوهيږوچه دمختلفواجناسو قيمتونه په بازارکې  دعرضي اوتقاضاپه اساس ټاکل کيږي. معنى  داچه په بازارکى پيرودونکى اوپلورونکى يودبل سره په مقابله کولوکى ديوشي قيمت ټاکي ددې  خبري دتحليل اوتجربي لپاره ضروري ده چه مونږدهرڅه دمخه دبازارپه مفهوم باندي ځان پوه کړو.

بازاريعني څه؟   Meaning of Market
په عام ډول سره بازارعبارت دهغه ځاي څخه دى  چه داجناسواخستل اوخرڅول صورت مومي.لکه دغلي بازار،دتازه ترکاري بازاردبرقي سامان الاتو بازاردلباس بازاراوداسي نور.مگرپه اقتصادکى د بازاراصطلاح ډيره وسيع اوپراخه معني لري.په اقتصادکى د بازارڅخه مقصدکوم ځانگړي ځاي ندي بلکه ټول هغه ځايونه چي هلته پيرودل اوپلورل په ازادانه ډول صورت مومي اوپه خپلومنځونوکى سره رابطه ټينگوي بازار بلل کيږي                  ولې  داضروري نده چه هغوي دي په خپلومنځونوکى سره وگوري دوي کولي شي چه ايميل، مبايل،فکس له لاري يودبل سره معامله وکړي.
ددي رابطي په اساس ديوجنس دقيمت دتعين په صورت کى بايدپه هغه ټوله منطقه کى يوشان صورت ونيسي.چه په همدي ډول سره دغه ټوله ساحه ددي جنس بازارجوړيږي چه دغه منطقه يوښارهم کيدي شي چه ددي حدودديوي ولسوالي،ولايت   اوديوه هيوادڅخه نيولي ترټولي نړي پوري رسيږي شرط پکى دادي چه پدي ټوله منطقه کى په يوه وخت کى ديوجنس قيمت يووي.
داقتصادمشهورعلمان ډيو  او کلور    Due and Clover د بازارتعريف په لاندي ډول کړي دي.
تعريف : دبازارڅخه مقصدهغه ساحې  دي چيرته چي پيرودونکى اوپلورونکى په داسى کاروبارباندي تړلى وي چه په دغه ټوله منطقه کى ديوجنس دقيمت ټاکل اودنوموړي جنس تبادله پکى صورت ونيسي.
دفرانسي داقتصادماهرپروفيسرکورنوټ Cournot دبازاردقلمي وضاحت په لاندي ډول سره کړي دي.
دبازارڅخه مقصدهغه ساحه ده چيرته چى پيرودونکى اوپلورونکى په خپل منځ کى سره په ازادانه ډول رابطه ټينگوي.چه پدي اساس په دغه ټوله منطقه کى ديوجنس قيمت په تيزي سره يوکيږي.
دلته داخبره دزکروړده چه ديوشي په حمل ونقل باندي کوم مصرف راځي دغه مصرف دبازاريونوعه قيمتونه نشى متاثره کولى مثلاَ که دافغانستان په شمال ولاياتونوکى انگورويوچارک قيمت ٢٠ افغاني وي که دغه انگوردجلال ابادښارته راوړل شى اودجلال آبادپه ښارکى ديوچارک انگورو قيمت ٣٠ افغاني شي نوپدي صورت کى دشمالى ولاياتوقيمت اودجلال آباد ښار قيمتونه سره يوشان دي ځکه دغه ١٠ افغاني دترانسپورت قيمت دي نوويلي شوچه دشمالى ولاياتونوبازارونه اودجلال آبادښاردشمالى انگورولپاره مارکيټونه دي.ځکه چى پدغه دواړوبازارونوکى په حقيقت کى يوقيمت دي.
    په يوه بازارکى لاندي عناصر دذکروړدي
١_   دخرڅولواواخستلوجنس بايدموجودوي.
٢_    پيرودونکى اوپلورونکى بايدموجودوي.
٣_    پيرودونکى اوپلورونکى ترمنځ بايد ازادانه رابطه وي.
٤_    داسي يوه منطقه چه هلته ديوجنس قيمت يووي.
  دبازارډولونه  Kind of Market
 دبازارډولونه عبارت دي له
الف:دوخت په لحاظ According to time
ب:   دځاي په لحظ سره  According to space
   ج:    داجناسوپه لحاظ سره  According to Commodities
  د:     درقابت په لحظ سره  According to Competition
 چى هريواوس په لاندي ډول سره ذکرکوو.
  الف:دوخت په لحاظ دبازارډولونه: دوخت په لحاظ بازارپه لاندي قسمونوسره تقسيموو.

١_    ورځنى بازار  Day to day Market
ورځني بازاردهغه اجناسوبازاردي چه هغه دنهايي کم وخت لپاره دهغي اخستل اوخرڅول صورت نيسى.
دمثال په ډول غوښه،سبزيجات شيدي،ماهيان اوداسي نوردغه اجناس چه په هره اندازه بازارته عرضه کيږي بايد هغه ټول په خرڅلاوورسيږي .
 يعني بازارددغواجناسوعرضه بايد معينه (Fixed)وي چه کموالي اوزياتوالي په کی رانشي.نوويلي شوچه په تقاضاکى دتغيراتوله وجي قيمتونه هم ورځ په ورځ تغير کوي.
که کومه ورځ تقاضآزياته شي نوقيمتونه هم ورسره لوړيږي.
برعکس دتقاضآدکميدوپه صورت کى قيمتونه خودبه خودراټيټيږي.

٢_    لنډمهاله بازارونه   Short Period Market
دلنډي مودي په بازارونو کى اجناس ديوي لنډي مودي لپاره ذخيره کيږي يعني دڅوهفتويامياشتولپاره په بازارکى ذخيره کيږي.
يادا دداسي اجناسوبازاردي چه دلنډمهاله (دڅوهفتويامياشتو) پوري ذخيره کيدي شي ترهغه وخته پوري چه په تقاضآکى تغيررامنځ ته کيږي په عرضه کى هم په همغه اندازه تغيرات واقع کيږي.
څرنگه چى پدي بازارونوکى دجنس دذخيري وخت ډيرکم وي نوددي لپاره که يوشي ته تقاضا زياته شي دهغي دعرضي زياتوالي تريوحده پوري ممکن کيدي شي مثلا که وريژوته تقاضا زياته شي نو دوريژو ميلونه په دوه يادري شفټونو په چلولودوريژوعرضه تريومحدودحده پوري زياتيدلي شي مگرکه چيرته تقاضآډيره زياته شي
 نو په لنډوخت کى نوي تصدي په نسبولوسره دعرضي زياتوالي ممکن کيدلي نشي فلحاظه په لنډه موده کي په مارکيټ کي دقيمت انحصار دعرضي په مقابل کى زياتره په تقاضآباندي وي.

٣_    اوږدمهاله بازار  Long period Market
دادداسي اجناسو بازاردي چه دهغوي په قيمتونوکى دعرضي اوتقاضآاوږدمهاله تاثيراتواندازه اخستل کيږي.داپه دي معنئ چي ديوشي تقاضآترډيره وخته پوري په کميدوشي نو دتصديوخاوندان دنوموړي شي توليدات کموي چه پدي سره دعرضي مقدارکميږي چه پدي حالت کى دشي قيمت په چټکى سره نه ټيټيږي.
    برعکس که چيرته ديوشي په تقاضآکى دزيات وخت لپاره زياتوالي راشي نودتصديوخاوندان په خپلوتصديوکى دتوسع راوستلوبرسيره نوي تصدي هم جوړوي چه پدي سره ديوشي عرضه په مستقل ډول سره زياتيږي چه پدي سره ديوشي په قيمت کى په زياته اندازه اضافه والي نه راځي لهذا په اوږدمهاله بازارکي ديوشي دتقاضآتغيرات په نظرکى نيولوسره دهغه شي دعرضي مقدارپه همغه اندازه باندي کميږي يازياتيږي ځکه چى ددغه شي په قيمت کى ډير زيات تغيرات نه واقع کيږي .
     دمثال په ډول که چيري تر يوي اوږدي مودي پوري  Water Coolerتقاضآ کمه شي نودتصديوخاوندان به دغه توليدکم کړي يابه ددي کاروبارپريږدي اويوه بله نوي پيشه به اختيارکړي که چيرته په دغه موده کى Water Cooler ته تقاضآزياته شي نودتصدي خاوندبه خپل کاروبارته پراختياورکړي ددي علاوه ډيردتصديوخاوندان به دWater Cooler نوي تصدي جوړي کړي چى پدي سره دعرضي مقداربه زيات شي چه پدي سره به قيمت لږيا زيات په يوي خاصي سطحي باندي برقرار شي لحاظه په يوه اوږده مودي کى ديو جنس عرضه دهمغه جنس په قيمت باندي زيات تاثير واردوي.

ب:   دځاي په اساس دبازاراقسام
دځاي په اساس دبازاراقسام په لاندي ډول دي.

١_    محلي بازار  Local Market
هغه اجناس چه په يوه سيمه کى پيداکيږي اوپه همدغه سيمه کى په مصرف رسيږي يعني دسيمي دخلکولخواخريدارکيږي چي دي ډول بازار ته محلي بازارويل کيږي.چى په دي ډول بازارکى لاندي اموال پلورل کيږي.
شيدي،سبزي جات،غوښه اوداسي نور.چه ددغواجناسوانتقالول ديوي سيمي څخه بلي سيمي ته دخرابيدو امکانات لري بس ددغواجناسوبازارته دمحلي Local Market کلمه استعمالولى شوهمدارنگه په محلي بازارونوکى هغه اجناس هم شامل دي چه دوزن په لحاظ دزيات وزن لرونکى وي دمالي له لحاظه دډيري کمي مالي لرونکى دي.لکه خښتى،ډبري(تيږي)اودځناوروکاروبارهمدارنگه ددغواجناسو اخستل اوخرڅول هم په محلي سطحه باندي کيږي.

٢_    سيمه يزبازار  Regional Market
هغه بازارونه چى دهيواد په يوي برخي يا سيمي پوري منحثروي دسيمه يزو بازارونو څخه عبارت دي.
په عام ډول سره په دغه بازارونوکى داجناسوراکړه ورکړه دسيمي دخلکوپه رسمورواج اودهغوي دخوښي اوشوق پوري اړه لري.دمثال په ډول دکندهار په ولايت کى دکوټۍ دښارلاسى جوړي شوي خولي ډيري مروجي دي چه پدي اساس دکوټۍ دخوليوسيمه يزبازاردکندهارښار دي چه ددغه رنگه اجناسوبازارته سيمه يزبازارويل کيږي.
٣_    ملي بازار  National Market
ملي بازارعبارت له هغه بازارڅخه دي چه په هغي کى دهيوادوگړي خپل اجناس په اسانى سره خرڅ اوواخلي دي نوعه بازارته ملي بازارويل کيږي.
په عام ډول سره ټول پيداوار اوکم وزنه اجناس په ملي بازارکى شامل دي ځکه چى دهيوادهري برخي ته ددغواجناسو رسول په اساني سره صورت نيسي.مثلاً:دافغانستان دسپين غرغوړيوتوليدات چه دهيوادټولو برخوته رسيږي اوپه ټولو بازارونوکى پيرودل اوپلورل کيږي پس دسپين غرغوړيوبازاردهيوادملي بازارتشکلوي.

٤_    نړيوال بازار  International Market
هغه بازارچه دنړي دټولوهيوادونو اجناس پکى عرضه اوتقاضآصورت نيسي عبارت دي له نړيوال بازارڅخه.
يا په بل عبارت  نړيوال بازار:عبارت دهغه بازارڅخه دي چه په هغي کى دنړي دټولو هيوادونو اجناس پلورل اوپيرودل کيږي.
هغه اجناس چى دنړي په ټولو باارونو کى پيداکيږي عبارت دي له موټر،راډيو،ريفريجريټر،ارکنډيشن اوداسي نورچه دغه اجناس ډيرمقاومت لرونکى اجناس بلل کيږي اود يوه هيوادڅخه بل هيوادته دانتقال په وخت کى کومي ستونزي نه رامنځ ته کوي.اودنړي ټول وگړي دغوتوليداتو(اجناسو)ته تقاضآلري چى ددغي اجناسوعرضه دتقاضآمتابق دنړي هرگوډته رسيږي اوهمدارنگه دنړي ټول پيرودونکى اوپلورونکى په خپلومنځونوکى سره رقابت کوي اوددغواجناسونرخونه سره ټاکى.
ج      داجناسوپه لطاظ دبازارډولونه
داجناسواوخدماتوپه لطاظ دبازارډولونه په لاندي ډول دي.

الف _    عام بازار General Market
دعام بازارڅخه مقصد داسي بازاردي چه په هغي کى هرنوع اجناس پيرودل اوپلورل کيږي.
دمثال په ډول په کابل کى دکابل منډيي په جلال آباد کى دډنډغاړه اوداسي نور بازارونه چه دهيوادپه هرولايت کى وجودلري چه دخلکودضرورت هرنوعه اجناس پکى پلورل اوپيرودل کيږي چى دخرڅلاودارنگۀ ځايونوته عامه بازارونه ويل کيږي
اوهمدارنگه بازارونه په هرکلي اوهر ښارکى پيداکيږي ترڅودهغه ځاي دخلکوضرورتونه ددغوبازارونوڅخه پوره شي.

ب _    خاص بازار Specialized Market
هغه بازاريامارکيټ چه په هغي کى يوازي ديوجنس کاروبارصورت نيسي عبارت دي له خاص بازارڅخه لکه دوريژومارکيټ دمالگي مارکيټ غلجاتومارکيټ اوداسي نورمارکيټونه.

٥_    دپانگي بازار  Capital Market
دپانگي دبازارڅخه مرادهغه بازاردي چه په هغي کى نوي کفالتونه (Securitize) اونوي بانډونه اخستل کيږي اوخرڅول کيږي.

٦_   داسحاموبازار    Stock change
 ددي څخه مرادهغه بازاردي چه په هغي کى زاړه کقالتونه اوبانډونه اوهمدارنگه دموجوده کمپنيو اسحام اخستل اوخرڅول کيږي.

٧_  دعواملو بازار
 دعواملودبازارڅخه مرادهغه بازاردي چه دتوليداتوعواملو يعني ځمکه کارګرپانگه اواداري خدمتونه اخستل اوخرڅول کيږي اوددي تبادله دعرضي اوقاضآ په اندازوپوري تړلي دي .

٨_    دپيسو بازار Money  Market
دپيسودبازار څخه مراد هغه بازاردي چيرته چي مالي اداري (financial Institution) عامو خلکو اوکاروباري اداروته قرض په ډول ورکول کيږي.

٩_    دپيسودتبادلي بازار Foreign Exchange Market
دپيسو دتبادلي د بازارڅخه مرادهغه بازاردي چه دخارجي هيوادونوکرانتي اخستل اوخرڅول کيږي.
 (  درقابت په لطاظ د بازارډولونه)
درقابت په لطاظ د بازارډولونه په دوه ډوله دي.
الف: کامل رقابت بازار Perfect Market
دکامل رقابت بازارڅخه مرادهغه بازاردي چه هلته کامل رقابت موجودوي.
ب:    دناقص رقابت بازار In perfect Market
الف: دکامل رقابت بازار Perfect Market
 ‌يورقابتي بازارته ترهغه وخته پورى کامل رقابتي بازارنشوويلي ترڅوپوري چه په هغي کى کامل رقابت پلي شوي نه وي دکامل رقابت لپاره چه کوم شرطونه ضروري دي په لاندي ډول دي.

١_    متجانس اشياء
٢_    داخستونکواوپلورونکوپه مقدارکى زياتوالي.
٣_    په صنعت کى دتصديوازادانه داخله.
٤_   اخستونکى اوخرڅوونکى بايددبازاردحالاتوڅخه په مکمل ډول خبروي.
٥_    دتوليدپه عواملوکى په ازادانه ډول انتقال.
٦_    دعرضي اوتقاضآپه ازادانه ډول سره عمل کول.             
         دکامل رقابتى  بازارگټي اوتاوانونه
١_    په کامل رقابت کى ديوهيوادوسايلوپه ښه ډول سره استعمال کيدي شي.
٢_     په کامل رقابت کى دارزااوښه معيار شيانوزياتوالي.
٣_     په کامل رقابت کى دنوواختراعاتو دحوصلي لوړول.
٤_     په کامل رقابت کى دبيرزگاري خاتمه.
٥_     په کامل رقابت کى دملي عايدمساويانه تقسيم.
       دکامل رقابتى بازار تاوانونه
١_     په کامل رقابتی بازارکي ديو هيواد دوسايلوضايع کيدل.
٢_     په کامل رقابت بازارکى دداخلي اوخارجي گټوڅخه محرومي.
٣_     په کامل رقابت بازارکى دقيمتونوټيټيدل اولوړيدل.
٤_     په کامل رقابت بازارکى دعامه گټولپاره نه مناس بوالي.

ب:    ناقص رقابتى بازار In perfect computation Market
         په عملي ژوندکى کامل رقابت ډيرکم ليدل کيږي نوله دي لپاره ناقص رقابت په حقيقي ډول سره مخکى دي ددي علت دادي چه په کامل رقابت کى ديو شي ټول واحدونه يوډول وي اوقيمت يي هم يو وي چه نه اخستونکى اونه خرڅوونکى په خپل انفرادي عمل سره متاثرکولي شي نوپدي ډول په کامل رقابت کى دتصدي گټه کمه وي چه دهغي په واسطه د تصدي خاوندانو حوصيله کميږي
        نوددي سره په څنگ کى ديوشي يوشان والي له منځنه ځي پدي صورت کى دتصدي خاوندان خپل توليدات په مختلفو نښوسره جوړوي اوخپل ليبلونه پري لږوي اوبازارته يي دخرڅلاولپاره عرضه کوي اودمعمول څخه په زيات قيمت په لاسته راوړلوباندي کاميابيږي.
کله چى ديوشي ديوه نوعيت مختلف برانډونه په بازارکى په مختلفو قيمتونوسره خرڅ شي نودي حالت ته ناقص کامل رقابت ويل کيږي.
دناقص رقابتي بازارشرطونه:دکامل رقابت برعکس دي چه په لاندي ډول سره دي.

١_   دمختلفوتصديوخاوندان چه کوم شي توليدوي دهغي ټول واحدونه يوشان نه وي بلکى هغه درنگ،وزن،ليبل اونورو خصوصياتو په اعتبار باندي ديو اوبل څخه فرق لري مثلاً دجاموصابون،ديوارډصابون اوداسي نور.
٢_   په صنعت کى نوي تصدي په اساني سره نشي داخليدلي نوهغوي هروخت دمخکنيو تصديو پيداشوي مصنوي مشکلاتو سره مخامخ کيږي.
٣_   ديوجنس ديوبرانډاخستونکواوخرڅوونکوتعدادکم شي اويوهم دخريدارانو څخه په خپله تقاضآکى کموالي يازياتوالي راولي اويايودخرڅوونکوڅخه دخپلي عرضي په مقدارکى کموالي يازياتوالي راولي نودجنس په قيمت کى هم تغيرات واقع کيږي چه په همدي اساس په ناقص رقابت کى دمختلفوبرانډونو اجناس په مختلفو قيمتونوسره په خرڅلاو رسيږي.
٤_   اخستونکى اوخرڅوونکى د بازاردحالت څخه بي خبره وي يعني نه اخستونکى پدي پوهيږي چه دمختلفو اجناسودوکانداران ديوشي کوم قيمت لاسته راوړي اونه خرڅوونکى ديواوبل دخرڅلاو دقيمت څخه خبروي.
٥_   دتوليدعوامل:دتوليد دعواملو انتقالول ډيرمحدودوي يعني ديوه ځايه څخه بل ځاي ته ياديوي پيشي څخه بلي پيشي ته ډيرکم انتقال کوي.
٦_   عرضه اوتقاضآپه خپل منځ کى سره په ازادډول عمل نه کوي.خودولت اودتصديوخاوندان پدي باندي بنديځونه لږوي اوديوشي قيمت ټاکى.





دوهم فصل

دبازار شکل
بازارونه دخپل شکل له مخې په بېلابېلو ډولونو ويشل کيږي :
هغه ډير عمده او مهم شکلونه يې عبارت  دي له  :
انحصار ، اوليګوپول  او پولي پول  يا زروي  رقابت څخه ،  اوس يې هريو په لاندې ډول ترمطالعې لاندې نيسو  . 

دناقص رقابت ډولونه :
الف:انحصار يا  Monopoly
هغه وخت چه ديو جنس توليد يوي تصدي پوري منحصروي اوهغه ددي ټوله عرضه کنټرولوي نودي حالت ته انحصار ويل کيږي.
يا انحصار کيدى شي چې تخنيکي شرايطو او دتصدى دتجسس په نتيجه کې منځ ته راشي  او يا دطبعي پديدو  او توقعاتو محصول وي  چې کولى شو هريو يې په لاندې توګه ترمطالعې لاندې ونيسو .
١. تخنيکي پرمختګ کولى شي چې انحصار منځ ته راوړي  البته داسې چې يوه موسسه  يو نوى شى اختراع کوي او تريوه وخته پورې  دپتنت (Patent)  او نورو له نګا څخه په دې مورد کې دانحصاري قدرت لرونکي وي  . مثلاً  ددوه امريکايي کمپنيو په وسيله  دکمپيوټر توليد  چې اوس هم دنړې تقريباً اتيا فيصده توليدات دهمدې دوه کمپنيو له خوا صورت نيسي  . په همدې هره اختراع تر يوه وخته پورې  دانحصار قابليت لري .
٢. په همدې ډول  طبعي شرايط هم کولى شي چې يوې موسسې اويا يو مملکت ته انحصاري قدرت  ورکړي  .
يا په بل عبارت  :
 طبعي شرايط  نوموړى  موسسه  يا هېواد  انحصاري قدرت قادر کوي  نه دانسان خلاقيت او ابتکار  . لکه دافغانستان لاجورد  او يادکاناډا  نکل  توليدوي .
٣. همدارنګه کيدى شي چې دتوافقاتو په وسيله هم انحصار منځ ته راشي . مثلاً  درې يا څلور هېوادونه چې قرقل توليدوي  کولى شي   چې په خپل منځ کې سره توافق وکړي او په دې توګه دتقاضا کوونکو په مقابل کې انحصاري قدرت لاسته راوړي  .
په خارجي تجارت کې انحصار اکثراً  پورتني درې شرطونه ځانته نيسي  .

ب:    اوليگوپول  Oligopoly
هغه وخت چه ديوجنس ټوله عرضه څو تصدي کوي دي حالت ته اوليگوپول ويل کيږي.څرنگه چي په اوليگوپول کى دتصديوتعدادکم وي نوددي لپاره يوه تصدي په زيات مقدارسره اجناس توليدي اوبازارته يي عرضه کولي شي نوپدي ډول ديوي تصدي يواځني عمل ديوشي په قيمت باندي تاثير اچول دي يعني که چيرته يوه تصدي عرضه کمه يازياته کړي نوپه قيمتونوکى زياتوالي اوکموالي راځي.
په اوس وخت کې دبازار معمولترين شکل په نړۍ کې عبارت له اوليګوپول څخه دى  چې د موټراو ماشين جوړولو په صنعت کې او ياحتى په زراعتي توليداتو کې  ليدل کيږي.

مثلاً څوهېوادونه چې رابر،قهوه او کاکو عرضه کوي  په دې ډول بازارونو کې يو نسبتاً کم شمېر خپل منځ کې سره رقابت کوي لکه دموټرپه برخه کې چې المان ،انګلستان ،امريکا او جاپان په خپل منځ کې سره په رقابت کې دي . او دهېواد په داخل کې چې يوکم شمېرکمپنۍ سره په رقابت کې وي مثلاً ټويوټا او دجاپان نور موټر..
يعنى په هغه برخو کې چې په هغوى کې دنړۍ په بازارونوکې توليدونکى لايتناهي نه بلکې يو محدودشمېروي له دکشتۍ توليدکوونکي چې درې څلورهېوادونه دي او په يومحدوداوليګوپول کې قرار لري چې  په دې صورت کې دبازار شکل نه انحصاري  بلکې داوليګوپول په شکل رامنځته کيږي .

پولي پول يا ذروي رقابت  polipol
په بعضوحالاتو کې په خارجي سوداګرۍ کې مارکيټونه دپولي پول په شکل ليدل کيږي  چې يو زيات شمېرعرضه کوونکي په خپل منځ کې سره سيالي کوي ، لکه دغاښونوکريم او بورس ، لباس ، دمخ دسمال او نور...
په دې توګه دبازار هر شکل دقيمت په رقابت باندې تاثيراچوي که څه هم دبازار په دوه شکلونو کې يعنى اوليګوپول او پولي پول کې دقيمت او جنسيت رقابت مطرح دى اما دبازارپه انحصاري شکل کې اصلاًرقابت دبحث وړاندې او قيمت داسې غواړي چې تعين يې کړي ترڅوخپله ګټه اضافه کړي .


په انحصارکى رقابت  Monopolistic Computation
کله چي ديوشي عرضه ډيري تصدي تياروي اوهره يوه تصدي دخپل ځان لپاره يوه تجارتي علامه جوړه کړي وي اوهغه ددي علامي په واسطه خپل اجناس په مختلفوقيمتونوسره په خرڅلاورسوي چى دي حالت ته انحصارانه رقابت ويل کيږي.په انحصارانه رقابت کى دشيانوپه کيفيت کى دومره تغيرات نه ليدل کيږي خوبياهم دتصديوخاوندان اخستونکى دمختلفو برانډونو داعلانونوڅخه متاثره کوي اواخستونکى خپل ځانونه ديو خاص برانډپوري تړي او په هرقيمت باندي ددغه تصديو دبرانډاخستلو ته ترجيح ورکوي څرنگه چه په انحضارانه رقابت کى دتصديو تعدادزيات وي خوبيا هم ديوشي په عرضه کى کوم کموالي اوزياتوالي په قيمت باندي ډيراثرات غورځوي مثلاً:تلويزون چه مختلفي تصدي يي توليدوي اوهره يوه دځان لپاره مختلفي تجارتي نښي جوړي کړي لکه فلپس،هټاچي Rga,sharp,sony اوداسي نورچه هره تصدي دخپلي تجارتي نښي قيمت تعين کړي اوهره تصدي ددي نـښي (ليبل)په اساس په بازارکى سره رقابت کوي.


انحصار  Monopoly
هغه وخت چه ديوي تصدي توليدشوي جنس بازادته عرضه شي اوټول بازارترخپل  کنترول لاندي راولي اوددغه جنس نږدي متبادل جنس په بازارکى وجودونه لري دي حالت ته انحصارويل کيږي.هغه تصدي ته چي په يوشي باندي ورته تصرف حاصل وي نودغه تصدي دعرضي مقداراودقيمت تعين په خپلي حوښي سره کوي ځکه چي په بازارکى دکوم ډول رقابت سره نه مخامخ کيږي په عام ډول سره انحصارکوونکى دتصدي دتوليدشوي جنس قيمت په بازارکى دخرڅولولپاره ټاکى.
اودتقاضآمطابق عرضه باندي کنترول ولري.اوپه بازارکى ددغه جنس کوم متبادل جنس نه وي خوپه عملي ژوندکى داسي شي نشته چه دهغي متبادل په يونه يوشکل کى پيدانشي نومونږدانحصارلري متبادل شي ته کوم اهميت نه ورکووبلکي ديوشي نږدي متبادل شي په شمارکى راولوچى دکيفيت اوقيمت له لحاظه ټيټ وي دمثال په ډول په افغانستان کى دبرق په توليد اوعرضه باندي ددولت انحصاردي چه په بازارکى دبرق نږدي متبادل شى نشته دنوي دوري اقتصادپوهانوانحصارپه يوه نوي شکل کى ښودلي ياواضيح کړي دي دهغوي په اندهغه تصدي انحصارکوونکى ده چه ديوجنس دټولي عرضي يوه زياته حصه تياروي
اوقيمت هم په خپله ټاکى اودرقابت کوونکو وړي وړي تصدي ددغه جنس نږدي متبادل جنس تياروي چه دغه عمل دقيمت په متاثره کولوباندي دومره صلاحيت نه لري.

ب: دتخنيک له مخې :-
دتخنيک   له مخې يوشى کيداى شي چې دمختلفو خصوصياتو لرونکى وي اودهمدې خصوصياتو په پام کې نيولو سره کولاى شي چې قيمت ځان ته اختيار کړي . له دې امله اکثراً په دې عقيده دي چې قيمت دجنسيت ممثل دي ،يعنې دښه جنسيت لرونکو شيانو لپاره لوړ قيمت اوبرعکس بايد تاديه شي ، ولې په ډيرو مواردو کې ممکن رقابت او خپلو اهدافو ته درسيدو په خاطر عين شي په کم قيمت اويا ښه جنس په عين قيمت عرضه شي .
کله ناکله ددې سره سره چې جنسيت په ښه کېدلو ځي ولې قيمت يې ارزانه کيږي لکه راديو ، يخچال ،تلويزيون او نور شيان دخپلو خصوصياتو له مخې په ستندرد شوو او غېرستندرد شوو شيانو تقسميږي چې په ستندرد شوو شيانو کې معمولاً دقيمت رقابت نظردجنسيت رقابت ته زيات وي .
مثلاً دساعت جوړولو دوې فابريکې چې ستندرد شوي ساعتونه توليدوي او د نوم او شهرت له نګاه څخه دواړه مساوي او يو برابر وي نوهره يوه يې چې ساعتونه ارزانه خرڅوي  زيات مشتريان به ولري.
حال داچې په غيرستندرد شووشيانو      کې ددې سره سره چې ځانګړى او مخصوص مارک او علامه لري دقيمت درقابت ترڅنګ دجنسيت رقابت زيات اهميت لري .
بل عامل چې دقيمت په رقابت تاثيرلري ديو شي دشهرت   څخه عبارت دى ، يعنې هغه علامې او مارکونه چې مشهور شوي دي . لکه اوميګاساعت ، رائيل بائيسکل او نور چې په دې صورت کې دقيمت درقابت په صحنه کې نوموړي شيان نظرهغه شيانو ته چې ددې علامو او مارکونو لرونکي نه دي زيات رجحان او برتري لري .
له دې امله په پرمختيايي هېوادونو کې دشيانو دمار کونو او خصوصياتو په مشهورولو او مشتري ته دهغوى  په انتقال کې زيات لګښتونه  صورت نيسي ځکه کله چې نوموړى شى د نوموړې علامې سره مشهور شو نو پيا دقيمت په رقابت کې دهغو توليداتو څخه چې ددې علامې لرونکي نه وي  ، ولوکه دښه جنسيت لرونکي هم وي ميدان وړي.



پولي سياست
په خارجي تجارت کې پولي سياست هم دقيمت په رقابت باندې تاثير اچوي ځکه چې لکه څنګه چې پوهيږو په خارجي تجارت کې همېشه تاديات په يو پولي واحد سره صورت نه يسي بلکې دطرفينو په موافقه سره کيداى شي چې تاديات  دواردونکي هېواد په  پولي واحد يا دصادرونکي هېواد په پولي واحد او يا ددريم ګړي هېواد په پولي واحد سره صورت ونيسي  چې په دې  صورت کې دنوموړو هېوادونو پولي سياستونه  کولاى شي چې په رقابت باندې تاثير وکړي .

انحصاري مارکيټ :
دلته موږ دعرضې له نګاه څخه يو اړخيز انحصارمطالعه کوو او لکه څرنګه چې په تيردرس کې  کې مو ولوستل  ددې ډول انحصاري مارکيټ علتونه کيداى شي چې مختلف وي لکه تخنيکي پرمختګ   ، موقتي انحصار ،دطبعي شرايطو له مخې انحصار او نور.
 که چېرې دقيمت دتعين له مخې انحصاري مارکيټ په تاريخي لحاظ مطالعه شي نو ليدل کيږی چې  ديوې خاصې او ځانګړې ستراتيژۍ لرونکى دى ځکه ددې سره سره چې کولاى شوی قيمتونه لوړ  کړي  ولې دبعضو دلايلو له مخې يې دا کار نه دى کړى .
دمثال په ډول دکاناډا نکل چې په دې وروستيو کلونو کې يې دپنځو څخه ترلسو فيصدو څخه زيات لوړوالى نه دى موندلى ځکه هغوى داسې يوه ستراتيژي په  لاره اچولې چې که چېرې قيمتونه لوړ بوځي نوامکان لري چې دمجموعي خرڅلاو له مخې دنسبي ضرر او تاوان سره مخامخ شي او خلک به کوشش وکړي چې دتعويضي امکاناتو په لټه کې شي . له دې امله يې په دې ډول مارکيټونو کې هم تقريباً دثابتو قيمتونو ستراتيژي په لاره اچولې .
بايد ووايو چې په يواړخيزانحصاري مارکيټونو کې دقيمتونو لوړوالى دشي په ماهيت او هغې ته دتقاضاپه ارتجاعي والي پورې اړه لري  لکه دافغانستان لاجورد چې هغې ته تقاضا فوق العاده ارتجاعي ده او دقيمت په لوړولو سره يې خرڅلاو کميږي .
له دې امله په دې وروستيو کې که څه هم دهېوادونو دژوند سطحه لوړه تللې اودهغې سره يوځاى  لوکسو شيانو ته تقاضاهم پورته تللې خوبياهم دلاجوردو قيمت تغيرنه دى کړى ځکه که چېرې دلاجوردو قيمت   لوړ شي  نو خلک به نورو قيمتي تيږو ته مراجعه  وکړي او په دې توګه به دلاجوردو  درانيولو څخه ډډه وکړي .
 له دې امله په دې ډول يو اړخيزه انحصاري مارکيټونو کې سعى کيږي  چې دقيمت دلوړولو پرځاى دخرڅلاو مقدار زيات کړي .

اوليګوپول بازارونه :-
دنړۍ يو زيات شمېر بازارونه په دې بڼه وجود لري  يعنې دعرضې له مخې يو څو محدود عرضه کوونکي په دې ډول بازارونو وجود لري چې دطبعي او اقليمي شرايطواو يا دنړيوالو  امکاناتو له مخې يې دبازار شکل اوليکوپول دى لکه قهوه ،نفت  او نورمعدني محصولات چې ديو څو محدودو هېوادونو څخه زيات يې نه عرضه کوي يا دکشتۍ جوړولو ، اسلحې جوړولو او نورو محصولاتو توليدونکي چې دڅومحدودو هېوادونو څخه زيات نه دي او هغوى دخپلو شيانو دتوليدولو له مخې په رقابت کې دي يعنې هم دقيمت ،جنسيت او اشتهار په ساحه کې سره رقابت کوي او دا رقابت په عمومي توګه په درې ساحو کې جريان لري .
يو داچې کوشش  کوي چې دعالي او بهتر کيفيت لرونکى شى په ټيټ قيمت سره عرضه کړ ي خو په عمل کې دا امکان  محدود  دى ځکه ټيټ قيمت په عالي جنسيت سره دتصدۍ ګټه متضرره کوي .
مثلاً  تلويزيون ، راديو ، برقي جاروګانې او نور که چېرې وليدل شي . ددې سره سره چې جنسيت يې ښه شوى ولې  دانفلاسيون يا داسعارو دبې ارزش کېدو په نظر کې نېولو سره بيا هم قيمتونه ښکته راغلي دي
بل داچې کوشش کوي چې ښه او بهتر شيان په ثابتو قيمتونو سره په خرڅلاو  ورسوي اويا برعکس کوشش کوي چې موجود شي په ټيتو قيمتونو سره عرضه کړي .

  دانحصارډولونه  Kind of Monopoly

١_   طبعي انحصار  Natural Monopoly

طبعي انحصارهغه انحصارته ويل کيږي چه ديوشي دټولي عرضي يوه زياته برخه دنړي په يوه هيواد کى پيداکيږي اونوموړي هيواد ددغه جنس په ټولي عرضي اوتوليد باندي کنترول ولري چه دغه حالت ته طبعي انحصار ويل کيږي.دمثال په ډول په نړي کى دپنبي دټول توليد يوه زياته اندازه په بنگلديش کى توليديږي نو دبنگلديش هيوادپه پنبه باندي طبعي انحصارلري په همدي ډول په برازيل کى دقهوي توليد،په سريلنکاکى دچايوتوليد اوپه ماليشياکى دربړپه توليد باندي طبعي انحصارلري.


٢_    ټولنيز انحصار  Social Monopoly
دټولنيزپرمختگ په خاطرهغه وخت چه ديوشي توليدات اودهغي دتقسيم ټول واک يوي تصدي ته ورکړل شي اونوروتصديوته ددي جنس د توليد مجازنه وي نوپدي حالت کى ټولنيز انحصارواقع کيږي دمثال په ډول په افغانستان کى په برق باندي ددولت انحصارهمدارنگه په ټولنيز انحصارسره دغيري ضروري رقابت ميلان ختميږي اودولتي ضرايع له منځه نه ځي.

٣_   قانوني انحصار  Legal Monopoly
هغه وخت چه يوشخص يونوي شي توليدکړي نوهغه سبتوي چه پدي سره داشخص په خپل جوړشوي شي باندي قانوني انحصارلري اوبل شخص يااداره داحق نه لري چه دنوموړي شخص داجازي پرته دغه جنس ياشي توليداويا يي نقل وکړي که چيرته کوم شخص داکاروکړي نوقانوني چلندبه ورسره کيږي دمثال په ډول يوليکونکى په خپل کتاب باندي قانوني انحصارلري يعني ددي کتاب ټول حقوق دکتاب په مولف پوري محفوظ دي.

٤_  خودساخته انحصار Implied Monopoly
خودساخته انحصارديوي لوي تصدي د انحصارانه ميلان څخه لاسته راځى کله چی يوه لويه تصدي خپل داخلي اوخارجي کفايتونوکى خپل دتوليدقيمت دومره راټيټ کړي چه ددي په رقابت کى وړي وړي تصدي دتاوان کولوسره مخامخ کيږي اوخپل توليدات دروي چه پدي سره لويوتصديوته د انحصارموقع په خپله پيداکيږي چي دي ډول انحصارته خودساخته انحصارويل کيږي.





د انحصارگټي اوتاوانونه  Merats and Demerit Monopoly

        الف:د انحصارگټي
        ١. _داخلي اوخاجي کفايتونه: انحصارکوونکى يوشي په ډيره پراخه اندازه توليدوي چه پدي سره په زيات مقدارداخلي اوخارجي کفايتونه پيداکيږي مثلاً:خام موادپه ټيټوقيمتونوباندي اخستل دبانگ څخه دقرض په اخستلوکى اسانتياوي دپانگي اوکارگرښه استعمال چه پدي سره دتوليدمصرف کميږي.
٢_په سرمايه گذاري کى زياتوالي:درقابت په نه موجوديت کى رقابت کوونکى په تجارتي ا علاناتو باندي ډير کم مصرف کوي چه پدي سره يي گټه زياتيږي اونوي تصدي پرانيځي.چه دنووتصديوپه جوړيدوسره په هيوادکى سرمايه گذاري زياتيږي.
٣_په قيمتونوکى استحکام:په انحصارکى ديوشي قيمت په زيات ياکم فرق باندي قايم وي ځکه چى انحصارکوونکى دتقاضآکوونکى په مقابل کى دعرضى په مقدارکى تغيرات هم راولي چه ددي تغيراتوپه راوستلوسره دهيوادپه داخل کى دقيمتونو په ټيټوالي اوجگوالي کى کومک کوي.
٤_تجربه اوتحقيق:دمنحصرياانحصارکوونکى مالي وسايل ډيرزيات وي اوهغه دکاروبارلپاره دنوو طريقوپه پلي کولوسره دتحقيق اوتجروبي څخه کومک اخلي چه پدي ډول سره نوي اختراعات منځ ته راځي.
٥_دعامه گټولپاره مناسب والي:دعامه گټولپاره ځيني شيان اوخدمات د انحصارپه ډول راوړل کيږي چه نه ټولنيزمسايل پيداشي اونه ملکى منابع ضايع شي لکه پوسته خانه اوبه برق محکمه د انحصارپه ډول پيداکيږي که چيرته پدي شعبوکى رقابت پيداشي نوهره يوه تصدي به ځانته دبرق لينونه دريل پټلي غزوي چى په هرځاي کى به ددي شيانوجال خورشي اوپه ټولنيزژوند کى به ستونځي راپيدشي.








       دانحصارنواقص

١_دټولنيزپرمختگ مخنيوي.
انحصارکوونکى په عام ډول سره دشيانوعرضه کمه ساتي چى دهغي په نتيجه کى قيمتونه لوړيږي او انحصارکوونکى ډيره زياته گټه لاسته راوړي چى دهغي څخه ټولنيز اوسياسي مسايل رامنځته کيږي اودهيوادثبات دخطرسره مخامخ کيږي.

٢_ددولت متمرکزکيدل:
دانحصارپه صورت کى ديوهيواددسرمايي زياته برخه ديوڅو انحصارکوونکوپه لاس کى پريوزي اودهغه هيواد زيات وگړي په غوربت کى ژوندکولوباندي مجبوريږي چه دهغي په واسطه اقتصادي اوسياسي مسايل پيداکيږي.

٣_دتوليددعواملوانتقال:
د انحصارپه صورت کى دتوليدعوامل يوخاص نوعه اجناس اوخدمات توليدوي چه په هغي کى دتوليد دعواملوانتقال ميلان کميږي اوهغه په خپل کارکولوسره زيات نه يازياته معاوزه نشي اخستي نوهغه د انحصارکوونکى په ټاکل شوي معاوزه باندي اکتفاوي.

٤_دنووتصديودخاوندانونه تشويق کول.
په خپل اقتصادي قوت سره په بازارکى انحصارکوونکى دومره غالب وي چه چاته دهغوي سره په بازارکي درقابت کولو توان نه پيداکيږي څرنگه چي دنووتصديوخاوندان دخپل کاروبارپه شروع کولوسره په خپل ځان کى ددي توان نه لري چه دلويو تصدي سره رقابت وکړي بله داچه دنووتصديوخاوندان په بازار کى خپل ځانونه بي ملگري اوبي کومکه احسا سوي نودوي په دي باندي مجبوريږي چه دبازارڅخه تيخته وکړي اوبازارپريږدي.

٥_دنوواختراعاتوکموالي:
        په کامل رقابت کى دتصديوخاوندان يودبل څخه درقابتى گټودلاسته راوړلوپه خاطرنوي نوي اختراعات کوي چه په هغي باندي دسرمايي دپيداکولوپه خاطر نوي نوي ميتودونه منځته راوړي مگرپه انحصارکى دنوواختراعاتوامکانات وجود نه لري.
        ٦_دمصرف کوونکواستحصال:
        انحصارکوونکى چى کوم جنس توليدوي اوبازاروته يي عرضه کوي نومصرف کوونکوته اجناس په لوړ قيمت پريوځی برعلاوه انحصارکوونکى مصرف کوونکوته اجناس په لوړقيمت اوپه ټيټ کيفيت سره يي عرضه کوي چه پدي سره مصرف کوونکى داستحصال ښکارگرځى.
دانحصاردگټواوتاوانونودمقايسه کولو څخه داسي معلوميږي چى ددي تاوانونه تريوډيرحده پوري واضح اومعلوم دي خوگټي يي تريوه حده پوري دي ددي علت هم دادي چه انحصارکوونکى دعامه اوملي گټوپرځاي دخپلوشخصى گټولپاره کاروبارکوي اوپه خپلوکارگرانوانحصارکوي دنووتصديوخاوندانوته اجازه نه ورکوي چه مارکيټ ته داخل شي دنوواختراعاتواوکشيفاتوپرځاي دټول هيوادشتمني ځان ته جزبوي چه ددي پراساس ديوهيوادشتمني په غيري مساويانه ډول سره تقسميږي اوعام خلک په اکثريت ډول سره دغربت په ژوندکولوباندي مجبوريږي چه ددغوخوارواوغريبوخلکولاسونه دانحصارکوونکو ترگريوان پوري رسيږي چه پدي سره هيواد په سياسي اواقتصادي لحاظ سره وروسته پاتي کيږي نوددي گردجن حالت څخه دوتلولپاره په يوه سرمايه دارانه اقتصادي نيزام کى بايد ديوجنس دانحصارکوونکو پرمختگ ته اجازه ورنه کړل شي ددولت چارواکى اودجنس مصرف کوونکى بايددانحصارکوونکودکاروباردمخنيوي لپاره لاندي گامونه پورته کړي.

         ١_دمتبادل جنس لټه:کله چي انحصارکوونکى دخپلي گټي په خاطر ديوجنس دقيمت لوړول وغواړي نودمصرف کوونکودفروخت قوت کميږي نو پدي حالت کى درقابت کولوپه خاطرديوجنس متبادل جنس لټول پکاردي چه په انحصارکى خرڅيدونکى جنس ته تقاضآکمه شي اوقيمت يي پورته لاړنه شي.

         ٢_درقابت دحوصلي لوړول: انحصارکوونکى هميشه درقابت څخه ويره لري که چيرته انحصارکوونکى دخپل جوړشوي توليد قيمت په خپله خوښه لاسته راوړل وغواړي نودولت ته پکاردي چه دهغوتصديوخاوندانوحوصيله لوړه کړي چه په خپل صلاحيت سره دانحصارکوونکى رقابت وکړي شي اودغه تصدي وکړي شي چه په بازارکى دانحصاري تصديوسره په رقابت کى خپل اجناس په ټيټ قيمت سره وپلوري اوپه دي باندي وتوانيږي چه انحصاردتل لپاره دمنځه يوسي.

     ٣_دقيمت تعينول:دولت دانحصارپه صورت کى داجناسولپاره قيمت تعينولي شي چه پدي   
        سره انحصارکوونکى دگټوتعين هم کيدي شي اودتعين شووقيمتونوڅخه دلوړقيمت     
      لاسته راوړلوپه صورت کى ددولت له خوادقانوني چلند سره مخامخ کيږي چه پدي سره   
     انحصارکوونکى دخپلي خوښي قيمت په لاس نشي راوړلي.

٤_دتقاضآشکل:دانحصارکوونکى په واسطه جوړشوي جنس ته تقاضآکه چيرته غيري ارتجاعي وي نوپدي سره ديوجنس قيمت لوړيږي اودزياتي گټي دلاسته راوړلوموقع پيداکيږي نوددي په خاطر يوجنس بايدزيات نه زيات ارتجاعي کړي شي چه پدي سره کيدي شي مصرف کوونکى دخپلي تقاضآمقدارپه خپله خوښه کمه کړي ياددي جنس يومناسب متبادل جنس بازارته عرضه شي اوياديوجنس تقاضآارتجاعي شي چه پدي سره دانحصارکوونکى قوت کميږي.

٥_دمصرف کوونکى ضدعامل:دانحصارڅخه دخلاصي په خاطرمصرف کوونکى په خپل منځ کى سره اتحادکولي شي اوهغه قيمتونه چه دانحصارپه اساس رامنځته شوي په خپرونوکى ددي خلاف خپل دناخوښي اظهاروکړي ددي ضرورت په وجه انحصارکوونکى مجبوريدلي شي چه خپل اجناس په مناسبوقيمتونوسره وپلوري.

٦_دولتي کړي:که چيرته کوم انحصارکوونکى دزياتي گټي په خاطرديوشي کيفيت کم کړي اوياپه بازارکى ديوجنس مصنوي کموالي پيداکړي نودولت دعامه گټولپاره خپله دولتي مشينتري راوړي اودانحصارکوونکودغه عمل دناکامي سره مخامه کيږي.

٧_منطقي انحصار:دپورتنيوکړنوبرسيره که چيرته انحصارکوونکى دولت اوعاموخلکوسره کومک نه کوي نودولت په مختلفوډولونو سره دغه انحصاري عمل په خپل لاس کى اخلي اوددغواداروشتون له منځه وړي.


دريم فصل

دانحصار اوبازاري ځواک په  مقابل کې د دولت سياست :

په واقعي نړۍ کې دکامل رقابت بازارونه په ټوله معنا وجودنه لري او تصدي په مختلفو درجو بازاري قوت لري ، او س پو ښتنه داده چې ايا د تصديو  د بازاري قدرت درجه په کومه اندازه دملي منافعو په خلاف ده ؟
چې داهغه نقطه ده چې هر حکومت يا دولت چې بايد په بازار کې دمداخلې څخه دمخه په ځير سره و څيړې .
په پورتنۍ مطالبو ته په پام سره دانحصار د ګټې او توان په حقله نتيجه اخيستل کيږي چې د دولت هر ډول مداخله بايد د انحصار په صورت کې د لاندي دريو نقطو په نظر کې نيولو سره ترسره شي .

١ دانحصار منشاڅه ده؟
هغه انحصار چې دموثريت او نوښت نه رامنځ ته شوې وي او په يو صناعت کې دڅو لويو صناعتي شرکتونو تر منځ د تباني په اساس د رامنځ ته شوي انحصارسره يوشان برخورد وکړو .

٢ بازاري قدرت چې رامنځ ته شوى څه نتيجه يې ورکړې ؟
دبازاري قدرت نوع اندازه اوپه قيمت ( مصرف ) کيفيت ېي اغيز د مداخلې او برخورد انتخاب لپاره اصل ټاکي .

٣ په خپله د دولت مداخله د ټولنې لپاره څومره مصارف لري ؟
لکه څرنګه چې ليدل کيږي د دولت مداخله ځيني  وخت له انحصار څخه زيات لګښت دټولنې لپاره رامنځ ته کوي .
پورتنيوټکو ته په پام کې نيولو سره دولتونه (٦) عمده کړنلارې دانحصار په مقابل کې په کار اچولې شي .

١ ديوالي او تباني ممانعت :
ددغه قوانينو څخه د بازار ځينو خاصو اشکالو لکه د قميت  د تثبيت لپاره  دڅو شرکتونو توافق يا په خالص يا څو جانبه شکل سره ډير متمرکذ انحصار په مقابل کې کارول کيږي .
١   ددې سره سره ځيني صناعت کاران او تجاران شته چې ښه معملات نه کوي او په خپلو معملاتو کی بخل کوي او غواړي چې د احتکار له لارې په بازار باندې حاکميت ولري ، چې دغه ډول اعمال بيا دملي ګټو په زيان تماميږي ،چې دغه عمل د حکومت کمزوري ښايې .
٢    تشويق رقابت  :
هر چيرې چې ممکن وي کيدالې شي چې دغه سياست د غيرې رقابتي فعاليتونو منفي اغيزې راکمې کړي .
د مثال په ډول ، دلويو شرکتونو په مقابل کې وړو کارخانو ته دقانون له لارې درقابت ضمينه برابرول .
٣  دمقرارتو وضع کول اونظارات :
چې په دې سره خاصې تصدئ د ورود، خورج ، محصول او قيمت له مخې تر نظارت لاندې نيول کيږي .
دغه رويش دولت ته دا قدرت ورکوي چې پرته له دې چې خپله دتصدئ مالک وي د هغوي فعاليتونه رهنمايې کړي ،چې داډول په طبعې انحصار کې ډير استعماليږي .
٤   تملک دولتي (دولتي ملکيت)
دقانون له مخې ځينې طبعې انحصارات دولت په خپله ولکه کې اخلي ، البته په هغه صورت کې چې د ټولنې په ضرر تمام شي .
ولې په اوس وختونوکی د دولتي ملکيت زيانونه را برسيره شوي او  په اکثره هيوادونو کې دولتي ملکيت په دولتي نظارت بدل شوي ِدي ، دلته بايد ذکر شي چې يوازې خصوصي کيدنه په دردنه دوا کوي بلکې دولتي نظارت بايد ډير تقويه شي .
٥  د قيمت ټاکنه او څارنه :
دا هغه لاره ده چې دجنګ پر مهال په ټولو هيوادونو کې استعماليږي ،او ځيني وخت دانحصار دکموالي لپاره ترې کار اخيستل کيږي .
ولې دغه سياست په دوام دار ډول بياپه اقتصاد باندې تخريبي اثرات لرلى شي .

٦   ماليات :
داهم دانحصارګر د ناروا عوايدو د کموالي لپاره کارول کيږي .يعنی هغه وخت چی انحصار گر خپل اجناس په داخلی يا خارجی بازارونو کی زيات کړی او ټول بازار تر خپل کنټرول لاندی راولی نو په دی وخت کی دولت مداخله کوی او د دوی پر اموالو باندی زيات ماليات وضع کوی چی د دی لاری څخه د هغوی د نفوذ د مخنوی کوی. 

دولتي انحصار :
هغه انحصاري تصدئ چې د دولت په لاس اداره کيږي دخصوصي تصديو دمراقبت لپاره يوه لاره ده .
ملي شوي انحصاري تصدئ په واقعيت کې څه ډول عمل کوي ؟
څرنګه چې دولتي  تصديو تصميم نيونکي او مشران هم دسياسي او اقتصادي عواملو اوشرايطو تاثير لادې راځي ، نو دغې مسلې د دولتي تصديو خواته داقتصاد پوهانو توجه اړولې ده .
په نظري ډول د دغې مسلې حل اسان دى ، ځکه دولتي ملي شوي شرکتونه ‌بايد :
الف  : دموثريت سره عمل وکړي
ب: دشکل تشريح ٧ فصل ٧شکل

دلته بايد شکل ذکر شي
ولې ددې تحليل فرضي } الف او ب {  و اقع بينا نه دي ؟
دلته د ادارې ستونزو يوه انګيزه موجوده ده ځکه دلته ديو ډول بې اعتنايې موجوده وي او شخصي منافع د تصدئ په مصارفو تر لاسه کيږي .
 پروفيسور کالبرايټ او نور معتقد دي چې په دې حالت کې مدېران يا اداره کوونکي زياته ازادي لري ، چې خپل اهداف تر لاسه کړي ، پرته له دې  چې دتصدئ مالک پرې خبرتياولري او په ملي شرکتونو کې دناسازمانې او بې خبرتيا حاکمه وي .
که دولتي شرکتونه ښه عمل وکړي هيڅ سهم لرونکى به دخپل ثروت په زياتولوقادر نه شي ، ځکه هغوي د خپل حد دترلاسه کولو ضعيف موقف لري ، او هغه پراګنده سهم لرونکي چې نه د مراقبت انګيزه لري اونه لازم اطلاعات نه شي کولى چې دشرکت يا تصدئ مدير ته دهغه فعاليت په ارتباط څه مداخله وکړي
يو بل جريان هم شته هغه دا چې په دولتي تصديو کې ځيني مديران ، کارکوونکي او متخصيصان ديو خاص ګروپي او ډلې نظريات لري اودوي يو شان ګروهي تمايلات لري ، خصوصاُ هغه وخت چې دوې يو شان سياسي نظريات مثلاً ( اتحاديه ) چې په دې ځاى کې لاندې ستونزې رامنځ ته کيږي
١ ايا مزد او دکار شرايط به لوړ شي .
٢ اياراحت او دفترونه ، دکارساتونو راکميدل ، او کارکوونکو ته اضافه ګټه ورکول کيږي ؟
٣ ايا مهم پوستونه   په خپلوانو (دوستانو ) همفکرانو  وسپارل شي ؟
٤. ايا مديران به اضافي کارکوونکي له دندې ګوښه کړي (خصوصاً دانتخاباتو په مهال) چې په دې ټولو مواردو کې  ديوې ډلې خلکو تمايلات دتصدى دتوليد او مصرف سره په ټکر کې وي  .
اقتصادي نظريات وايي چې  مدني ټولنو کې  په پورتنيو مواردو کې چې انسان دزيات حد غوښتونکى وي  دخاصو ډلو اوګروپونو  منافع زياتې حاکمې وي  سره ددې چې زيات مصارف هم ايجاد شي .
نو کولاى شو چې ووايي  چې عامه تصدى  دانحصاري قدرت څخه دماليه ورکوونکو اومصرفوونکو دمنافعو لپاره نه بلکې ديوې چادرۍ  (پوښ ) په شکل  دخپلې ناکارايۍ او شخصي او ياسياسي ګټو دخوندې کولو لپاره دولتي تصدى او سازمانونه په کار اچوي .

دولت بايد دطبعي انحصار دمخنيوي لپاره څه وکړي ؟
کله چې دپس انداز مقياس زيات اهميت پيداکړي  د طبعي انحصار يا نيمه طبعي انحصار مطابق بنديز  دټولنې په ضرر تماميږي  .  په دې وخت کې حکومت  دپنځو اقداماتو څخه کار اخېستلى شي  .
١. اجازه  ورکړل شي  چې طبعي انحصار يا نيمه طبعي انحصار په ازادانه ډول په کار واچول شي .  چې داکار پرمصرف کوونکي باندې  داجناسو قيمتونه لوړوي .
٢. په انحصار ګر باندې  دځينو مقرراتو وضع کول  .
٣. دصنايعو دولتي کول  ،  چې په اخره کې  دولتي انحصار دخصوصي انحصار ځاى نيسي .
٤. دطبعي انحصار ادارې سره کوم تړون کول  .

٥. درقابت او سيالۍ څخه ملاتړ کول
چې پورتنۍ  پنځه حالتونه هريو جلا جلا تشريح کوو
١. په انحصار کوونکو باندې دځينو مقرراتو وضع کول ( ددولتي نرخونو تائيد)

دولت  کولى  شي دځينو مقرراتو په وضع کولو سره  نرخونه کنترول او انحصار کوونکي دقيمتونو راټيټولو ته اړ کړي  .  په ټيټو قيمتونوکې تر دولتي قيمت پورې  انحصار کوونکي زياته اندازه  توليد کولى شي  .
٧-٧  شکل ددې  ښودنه کوي  چې دولتي قيمت  څرنګه  دمنابعو څخه  دزياتې بهرې يا ګټې  اخېستنې سبب ګرځي . 
انحصار کوونکي د P   په قيمت کې د Q   په اندازه باندې توليد کوي  ،  چې په دې صورت کېMC  =  MR  خو مشتريان  اضافي واحدونه   دمصارفو له مقدار څخه په زيات ارزښت ټاکي  (   D منحني  د MC څخه  لوړه ده  )
دمصرف کوونکو او توليد کوونکو څخه ملاتړ  اودقيمتونو دوضع کولو اداره  څرنګه کولى شي چې په انحصاري حالت کې ښه والى راولي  ، چې دغه کار په دوه طريقو سره امکان لري

١. دمتوسط مصرف دقيمت ټاکنه :
که انحصار کوونکى مجبور شي  ديو قيمت لپاره اجرا شوى کار پيدا او دهغې له مخې قيمت ترتيب کړي .

٢.  دمصرف انتقال :
دمراقبت لاندې دتصديو امکان همېشه ددې انتظار لري چې دسرمايې دبېرته راګرځېدلو اوږد مهاله نرخ ثابتوي  .
صرف نظر له دې څخه چې  يوه غوره رهبري  دمصارفو اندازه راکمه يا يوه  کمزورى اداره  دمصارفو دزياتيدو سبب شي .
که مصارف راکم شي  د ( دسرمايې د عادلانه بېرته راګرځيدنې  )  دقانون له مخې  چې دمسول سازمان له خوا عملي کيږي  دقيمت دښکته کېدو سبب ګرځي .   که  مصارف لوړ شي دهماغه قانون په اساس دقيمت دلوړولو اجازه ورکوي  .  نو په دې اساس  ددغې تصدى مالک نظر يوازې ازادى تصدى ته  دقيمت دمراقبت کمه اندازه لري . په دې حالت کې مديريان  دشخصي اهدافو لپاره خلاص لاس لري   ، تجميلي شيانو ته ترجيع ورکوي  ، دخپلو دوستانو لپاره  ښې بوختياوې پيداکوي  او بالاخره هغه تصاميم نيسي چې دمصارفو دلوړيدو سبب ګرځي  . ترهغه ځايه چې په دې معنى ده چې مشتريان ديوشي څخه دمخ اړولو لپاره متبادل نه لري  او مديران دخپلې ادارې بې کفايتي پړه  په هغوى وراچوي  .
دتصديو خاوندان  معمولاً  داصراف او زياتو مصارفو څارنه کوي ، ولې څرنګه چی دسرمايې دبېرته راګرځيدلو  د نرخ څارل ددولت په غاړه ده  ، نو دوى  له عادي حالت څخه  کمه پاملرنه ورته کوي  ،  چې دهماغه د(X)  ناکارائي  ده چې  مخکې ورباندې بحث وشو .
د٧-٨ شکل  دمديريت  ناکاره امد ښيئ  که دتصدى مصرف  په دقيق ډول وليدل شي نو  مجموعي متوسط لګښت به  AC1  وي  .  ولې   د ادارې دناکارائۍ په اساس دغه لګښت AC2  ته انتقال مومي .
دڅارنې  لپاره ټاکل شوى  دولتي  سازمان دسرمايې دحداقل دبېرته راګرځېدنې دتضمين لپاره چې عادلانه تلقي کيږي ، نو قيمت د P1 څخه P2  ته لوړيږي  او داهم ممکنه ده چې داقيمت (P2) له مخکې څخه ټاکل شوى وي  ، ځکه مصارف هم AC2  ته رسيدلي .
شکل ۸-۷
دانفلاسيون يا تورم اثرات
دبېرته  راګرځېدنې په نرخ باندې مقررات په انفلاسيوني دور کې  دزياتو مشکلاتو سبب ګرځي ،  کله چې دکارګر ، سون موادو  او نورو کاليو قيمتونه لوړ شي ، نو دڅارنې لاندې تصدى  دکاليو او خدماتو تمام شوي مصارف لوړيږي .
دبېرته راګرځېدو نرخ هر کال دتير کال دعملکرد په اساس ټاکل کيږي  او په انفلاسيوني شرايطو کې دغه ډول نرخ سره تصدي نشي کولى چې خپل مورد نظر عايد ترلاسه کړي  البته که دبېرته راګرځېدو نرخ  دمصارفو دنرخ څخه ټيټ وي  نو د راتلونکې کال په دوران کې به دقيمت دلوړيدو لپاره لاره  خلاصه شي او  که انفلاسيوني حالت ادامه پيداکړي نو دبېرته راګرځېدو نرخ به دمتعارف نرخ لاندې پاتې شي .
په نتيجه  کې دنظر لاندې  تصدى دسرمايې په بازار کې دمالي منابعو دتامين لپاره دمشکلاتو سره مخامخ کيږي  . مثلاً  که دبېرته راګرځېدنې متعارف نرخ  دولس فيصده وي  نو څوک چې  په هغه تصدى کې  نهه فيصده حاصل  لري  سرمايه ګذاري به وکړي .

٤. کفايتي مقررات  :
دکيفيت په نسبت دقيمت څارنه  ډيره اسانه ده  ، دنظارت لاندې تصدى چې دقيمتونو لوړيدلو ته متاميل دي  دهغه روشونو څخه ګټه اخلي  چې مصارف راکموي  نو کولى شي په کيفيت تاثير وغورځوي  . دمثال په ډول  دتيلفوني خدماتو په برخه کې دمکالماتو دانتقال سرعت  داړيکو دټينګولو سرعت  په ليکو کې ازدحام  .... هريو دکيفيت په تعريف کې شامل دى  او هريو يې جلا جلا رول لري  چې دغه برخې يې ډيرې سختۍ سره ترڅارنې لاندې راځي .
ديو دولتي مسول سازمان لپاره دا به ډيره ستونزمنه وي چې دڅارنې لاندې وي  . دمقرراتو څخه دتېښتې په خاطر  له دې برخې څخه ګټه اخلي .

٥. دخاصو تمايلاتو اثار : 
تراوسه  مو  دموثرې څارنې لپاره  ديو مسول سازمان مشکلات په عملي ډګر کې وڅېړل  . اقتصادي او سياسي خاص ګروپونه  چې اړونده مقامات چې په زياتې ناکارائى پورې نه ګرځي  ، نوموړې تصدى غواړى چې  دمقرراتو  پلى کوونکي صميمي او معقول خلک وي او ددې لپاره حاضر وى چې  دسياسي او اقتصادي منابعو څخه هم ګټه واخلي  چې داکار په تصميم نيولو باندې دتاثير لپاره صورت نيسي  . دمصرف کوونکو لپاره وضعيت څرنګه ده؟
ايا هغه پلى کوونکى سازمان پيژندنې دمصرف کوونکو ګټې په پراخه کچه پراګنده او غيرى سازمان يافته دي  او ددې انتظار  نه کيږي چې عادي مصرف کوونکي وخت  ، منابع ، لايحه اوسياسي حمايت  ددې لپاره استعمال کړي  ترڅو په طبعي انحصاري قيمت باندې دناظر سازمانونو عملکرد تحقق پيداکړي .
دڅارنې لاندې تصدى په دې اړه  ډير معلومات هم لري  او په برخه کې پانګونه هم کوي  اګرکه دڅارنې دسازمان اوليه محرک کيدى شي دمصرف کوونکو دمنافعو ساتنه او تخصصي کاريايي واوسي  .
په امريکا کې يو تحقيق ښيى چې په  ١٩٨٨ کال کې  داقتصاد په بېلابېلو برخوکې دمقرراتو دوضع کولو څخه پنځه ديرش  ميليارده  ډالر  خالص زيان رامنځته شوى  يعنى دټولنيزې ګټې څخه زيان زيات وو  .  ولې دعايد عادلانه ويش په برخه کې  ١٩١ ميليارده ډالر ځاى په ځاى شوي  ول  . که چېرې هدف همدا دعايد ځاى په ځاى کول وو او په مطلوب شکل ترسره شوي وې  نو بيا دمقرراتو وضع کول   ددفاع وړ دي   ولې دکارائى له نظره  دا وضعيت دپام وړ  دى  .



د انحصار موانع
۱. جواز هم يو بل  رقم دموانعو  څخه دى  ، دکار جواز  ، ددرملتون جواز  ددې ښه مثالونه کيدى شي .
په هغې مواردو کې  ددې محدوديت  مصارف کم دى  او دمطلوب  معيارونه   دضمانت لپاره  وضع کيږي  ، ليکن  کله  ، هدف درقيبانو  داخليدل  څخه مخنيوى کول دي . 
مروچ قانوني مانع  ، ديو اختراع  او ابتکار څخه داستفادې حل  دى  ، داحق  ددې انحصار کوونکي ، انحصار ضمانت کوي  او څوک داستفادې حق نه شي ترلاسه کولى  ، مګر چې  انحصار کوونکى اجازه ورکړي .

٢.  مزيت  ، مصر کول :
لکه پخواني شرکتونه دبالقوه  رقيبانو  په نسبت  دتوليد دمصرف له پلوه مزيتونه لري دغه مزيتونه  دوى په دې  قادر  کوي چې په بېلابېلو دلايلو سره دکمو مصارفو  سره توليد وکړي.
شکل
  . مثلاً  په دې دليل  سره شهرت  ، دبازار يابي لپاره کمترينه  خرچه کوي  . په دې حالت  کې کولى شي  دمشتري څخه يو قيمت لاس ته راوړي .
چې دنوو رقيبانو  دقيمت څخه کم  ، ليکن ددوى دمصارفو  څخه زيات وي  ،  چې په ٧-٣  شکل کې   LAC1 او LAC2    په ترتيب سره دپخواني شرکت  او درقيب شرکت  داوسط مصارفو منحني دى .
دتوليد دهرې سطحې څخه د  O غوندې  تمام شوى قيمت  د دوه شرکتونو  لپاره  په ترتيب سره  P1   او P2   به وي  .  شرکت يا موجوده شرکتونه  دکم قيمت   د P2   نه او زيات د P1  نه  له دې سره  چې تجارتي سود لري  .  داجتماعي رقيبانو  د داخليدلو څخه مانع شي  .  ددې لپاره چې کم قيمت  د P2  نه   ددوى تمام شوي قيمت مصارف  دپوښښ لاندې نه شي راوړلى  .  لکه  د موجوده شرکتونو قدرت  دبقا او رشد لپاره  دومره  دى چې بازار  ته داخليدو  لپاره درقيبانو لپاره  مصارف  ډير دروند وي .
لکه چې دنوي نسل لپاره دمسافربرۍ طيارې  ، بوينګ  او ايربس  تر پنځلس ميليارده  ډالرو  پانګه  اچونه کوي  نو  کم شرکتونه  ددې قدرت لري چې ميدان  ته راشي او يا مايکروسافټ  چې  دورد پروګرام  لپاره ميليونونه  کارګران يي په کار اچولي  او داخليدلو لپاره  دغه بازار تنګوي .

 ٣. دمقياس  له پلوه صرفه جويي :
په هغې وضعيتونو کې دشرکت دساختار مصارف دومره دى  چې دتوليد زياتوالي سره  متوسط مصرف په ترتيب سره کميږي  ،  په دې حالت کې دتوليد دمقياس  دغټيدلو له پلوه  صرفه جويي  دواړه  شرکتونه  دداخليدو څخه مخنيوى کوي .  که داوږدې مودې دمتوسط مصرف منځني LAC په يو قيمت کې داسې وي چې په ٧-٤ شکل کې ښودل شوې کم مصرف ترين لاره دتوليد لپاره  داده چې توليد يو واحد شرکت ته ورکړي چې دټولنې ټول ضرورتونه په يواځې توب عرضه کړي .
په دې خاطر که دوه شرکتونه وغواړي دهرو اړتياوو نيمائې برخه توليد کړي ، دسرانه مصرف په ځاى ، ټولنه بايد دمتوسط مصرف تحمل کړي .
دغه حالت ته طبعي انحصار وائې چې پس ته په دې باندې ډير بحث کوو  . دشرکتونو يوځاى کېدل  يو بل  سره  يا دشرکتونو خريد دبل شرکت  په لاس معمولاً  مصرف کموي  او انحصار منځ ته راوړي  او په دې ترتيب سره  دواړه  شرکتونو لپاره  يو مانع ګرځي .
دجرمني بنز  ، دامريکا دکرايکر شرکت  سره ادغام  ، برټين پټروليم  ، دامريکا داموکوى سره  ، دموبايل  خريد  داکول په لاس  سيا پتروفينا  ، دفرانسې  د طوفان په لاس   ، دشلمې پيړۍ  په اخرو کلونو کې دمشهورو  ادغامونو  او خريدارانو څخه شمېرل کيږي .
داکون  ، موبايل ،  نوي شرکت  ايجاديدل   ددې باعث  شو چې  ٢.٨ ميليارده  ډالر صرفه جويي منځ  ته راشي  ،  ددې لپاره چې دقيمت تعينول  دنفتو په لاندنيو منابعو  کې دتمام شدقيمت  ، يو درصد محلول سود سره  صورت نيسي .  ددې مثال شرکتونو ايجاديدل  چې دټيټ تام شوي قيمت  په دې حوزه  کې فعاليت  به ولري  ، واړه شرکتونه نه شي کولى  چې دوام  وکړي .

٤.  مالکيت  او مستقيم اداره  :
کله چې شرکتونه  ، کامل کنټرول  په يو صنعت  کې دداخليدلو لپاره يو اساسي منبع  ته لاس ولري  پرېږدي  چې رقيب دغه  صنعت ته داخل شي .
دايران  دمسو  شرکت  چې ټول  دمسو معدن  په لاس لري   ، دکانونو  استخراج  په خپل لاس نيسي .
٧-٤ شکل

٥. دشيانو  او تبليغاتو  توپير :
په رقابتي  بازار کې محصول  عام دى  هېڅ توپير دمختلفو شرکتونو  په توليداتو کې وجود  نه لري  ، ليکن  په فرعي ډول يو صنعت  محصول کيږي چې دکيفيت  ، بسته بندۍ  ، خرڅلاو محل او  اطلاعاتي  ميزان چې مصرف کوونکى  دهغه په باره کې لري متفاوت دى  .
په دغه توپيرونو کې تجارتي علامت يا دتوليد کوونکي  دمزيت ميزان  دمثال څخه عبارت دى .  په مجموع  تفاوت يو ذهني امر دى  که عينيت سره تطبيق  وکړي که ونه کړي  په دې دليل سره تبليغات دتفاوت القا او تمايز لپاره  تعين کوونکى نقش وکړي  ، دمصرف کوونکي په ذهنونو کې  لري  .
که شرکت يا شرکتونه وکولي شي  مشتريان  قانع کړي  چې متفاوت جنس دنورو په نسبت عرضه کوي ،  په داسې ډول سره چې ددوى محصول مناسب جانشين نه لري .
په واقعيت سره  دخپل بازاري محصول په شاوخوا  کې يو حصارتاوي  چې درقيبانو دداخليدو  لپاره ستونزى رامنځ ته کوي .
څنګه چې فرانګ وايي دکامل رقابت په بازار کې  توليد کوونکي په دې موافق  نه دى چې يوازې  يو ريال  ددوى په تبلغاتو کې مصرف شي ددې لپاره چې ددې کار  سره هغه نه شي کولاى  دخپل شرکت دتوليد لپاره چې دنورو  دتوليد سره مشابه ده  اضافي مشتري پيداکړي .
ليکن په انحصاري يا چندجانبه  انحصار کې تبليغات  کولاى شي په محصولاتو کې دتمايز او القا کولو کې دمصرف کوونکي په ترجيحات لاس ووهي  او دتقاضا منحني ښي طرف  ته منتقلوي .
په دې ترتيب سره انحصار کوونکي کولاى شي  داحتمالي رقيبانو  دداخليدلو څخه چې د تبليغاتو لپاره دمصرفولو قدرت نه لري مخنيوى وکړي .
له دې سره دشيانو تنوع ديو شخص څخه کولاى شي  يو سدد رقيبو دورو  لپاره  وي  او بازار ي قدرت  ، توليدونکي ته  ور په برخه کړي .
په ډيرو  صنعتونو کې دموټر جوړولو  ، خوراکي محصولاتو  ، روغتيايي وسايل ، کورني وسايل ، توليد کوونکومحصولاتو  نه يو مقدار عرضه کوي .

٤.  ددولت مداخله :-
دلاس او ګريوان مقرراتوموجوديت  ، دمنابعو دتخصيص  روش  ، ددولت پاليسي ،  موجوده صنايع  ، دنوو شرکتونو ته دتوليدي  او دولتي شرکتونو  دودې  او ددوى دمديرانو دنږديوالي  ، تصميم ګرۍ  مراکزو  ته او دخصوصي امتيازانو نه استفاده  دعمده  موانعو څخه دي  چې دموجوده شرکتونو  لپاره بازاري قدرت خلقوي .
٧-٣  څه نواقص  ايجادوي 


دانحصار څخه کوم مسايل منځ ته راځي ؟ 
ايا عمومي سياستونه  په يو انحصاري  بازار کولاى شي  وضعيت ته بهبود  ورپه برخه کړي  .
په تيرو تحقيقاتو کې  وويل شو چې دکامل رقابت بازار دهغه ځاى  څخه چې نهادونه  دومره تخصيص ورکوي  کم مصرف لري   او محصول  دومره ختصاصوي چې  حداکثر مطلوبيت برابروي  .   چې سراسري  وضع ارائيه کوي  .
انحصار له دې پلوه چې درقابتي بازار  قواعد ماتوي   ټولنه د ډيرو منافعو څخه بې بهرې کوي  او زياتې ستونزې له دې طريقه پيداکيږي .
١. انحصار دمصرف کوونکي  دانتخاب دقدرت  په جدي ډول محدودوي :-
دخرڅونکي  رقابت  ، دمشتري عايد  دبل خاص خرڅونکي  درفتار په مقابل کې حمايه کوي  .  که تاسو  دخپل کور نږدې نه ساندويچ نه خوښئ  ، سل متره  بل ځاى کې موږ داشى اخلو   ، ليکن  که دمخابراتو دشرکت خدمات  نه خوښوئ  نو څخه وکړئ ؟  دخپل  مخاطب لپاره ليک  ليکي ؟  يا هغه سره حضوري خبرې کوئ ؟  يا خپل استازي ته  په مجلس کې شکايت کوئ  .
دغه انتخابونه  ښه جانشينو دټيلفوني خدماتو لپاره  نه دي  .
که انحصار ګر وجود ولري  ، معمولي توګه  مناسب انتخابونه  دمشتريانو  لپاره  وجود نه لري  ،  ليکن دزيات مصرف او ټيټ کيفيت لري .
بې له شکه  دانتخاب دقدرت په کموالي سره مصرف کوونکي په يو نامطلوب وضعيت کې درضايت دحاصليدولو له پلوه قرار ورکوي
.
٢. انحصار  دمنابعو دغيرى موثر تخصيص سبب کيږي :
دمنابعودغيرى موثر تخصيص ټولنه هغه ځاى ته کس کاږي  چې يوازې هغه فعاليتوو ته لاس ووهي چې منافع يې دټول مصارفو څخه ډير وي  . داسې وضعيت دغه اصل سره ملزوم دى چې شايد قيمت دنهايي مصرف څخه زيات اوسي  شرکت خپل توليد ته ادامه  ورکوي .
ليکن يو انحاصر کوونکى  په لوړ مقصد سره دنهايي عايد ساتل دنهايي مصرف نه دې  لپاره چې دغه سطحه توليد کوي .
څنګه چې  موږ وکتل  ديو انحصاري  بازار  لپاره  توازن  MR=MC  په توليدي سطحه  ډير زيات ټيټ  د R=MC  سطحې څخه په رقابتي بازار کې  موندل کيږي  .  ددې خبرې مطلق په صحيح توګه  په  ٧-٥ شکل کې دپوى وړ دى .
دتقاضا منحني يو مقياس دى   دمصرف کوونکى  دارزش ګذارى دمحصول داضافي واحدونو لپاره  .
دنهايي مصرف منحني  دتوليد  داضافي واحدونو لپاره په کار لګول شوو منابعو دفرصت  مصرف ښيي .
ارماني وضعيت  هغه ده  چې توليد تر هغه ځايه  پورې  ادامه پيداکړي  چې دتقاضا منحني دنهايي مصرف دمنحني څخه پاس قرار ونيسي .
پع ذې مانا چې تر هغ ځآيه پورې  چې دمصرف کوونکي لپاره داضافي واحدونو  ازرښت دتوليد دمصرف څخه لوړ وي  پس  دټولنې له نظره  د Q  نقطه  دتوليد مطلوب ترين  حد دى  ،  ليکن انحصار کووکى  د QM  مقدار توليدوي  . هغه نقطه چې سود زياتوي  که توليد دQM  نه Q1 زيات شي   مصرف کوونکى څه نوى لاسته راوړنې به ولري  ؟
دتقاضا لاندينۍ  سطحه يعنى ABQ, QM  ځواب  روښانوي  . دغه توليدي زياتوالى څومره دانحاصر کوونکي په مصارفو کې زياتوالى راولي  د CBQ,QM  دغه مصرف ښايي پس دتوليد  زياتوالى دانحاصري مقدار څخه رقابتي مقدار ته د ABC  په اندازه اجتماعي  خالصه ګټه په ځاى ايږدي  .
البته انحصار کوونکى  توليد نه اضافه کوي  ، دې لپاره چې هغه اضافه توليد چې ورته لاسته راوړي  دمصارفو څخه کم دي .  د ABC  بالقوه  ګټه په انحصاري بازار کې له لاسه ځي .

٣.  په انحصاري وضعيت کې سود او زيان مخه  شرکتونو چې بازار ته راځي او ځي  مناسب  علامتونه  نه ورکوي  کله چې  د داخليدلو  موانع  ناچيزه وي  سود راوړل  ، دشرکتونو تشويق کوونکى  دمشتريانو  داړتيا وړ شيان توليدوي .
هغه مشتريان چې په دې حاضر وي چې يو قيمت تاديه کړي  چې دشرکت مصرف پټوي
دغير موثر شرکتونو هغه قيمتونو سره مخامخ کيږي چې ددوى  مصارف نه جبرانوي  او  ګټه اخېستل زياتوي  يا بازار نه وځي  .
نقص هم ددې  باعث کيږي چې  شرکت دهغه کاليو دتوليد څخه ځآن وساتي  اخېستونکو  هغه  ته کوم  پسې نه ورکوي .  سود او نقص  نهادونه  توليد ته جهت ورکوي .
چې مصرف کوونکي لپاره زيات ارزش  لري  . له دې  سره جې په انحصاري بازار کې داسې نه ده دانحصارګر دسود يوه برخه  دهغه ګټه ده  چې دمشتري په خرچ کې زياتوالى راولي   پرته له دې نه چې مشتري  ددې خرچ  څخه کوم  شى لاسته راوړي
.
٤. انحصار ، بې عدالتي او مفت طلبي  ته رواج ورکوي :-
انحصاري حاکميت دبازار په يوکالي باندې   دمصرف کوونکى رفا نسبت رقابتي حالت ته  کموالى مومي  . دانحصار څخه لاسته راغلى ګټه ددې رفا دکموالي برخه ده .
په واقعيت سره دغه ګټه  دعايد دمجدد  توضيح  دمصرف کوونکي جېب څخه دانحصار ګر په جيب کې ده يعني دعايد توضيح يا برابريږي .
اګر که دغه  انحصار کوونکي دقانون په حمايت سره او ددولت په لاس پيداشوى  وي دعايداتي توضيح اثر نه علاوه  نوى اجتماعي مصرف  هم لري چې هماغه عايد دمفت طلبانه رفتار  او روحياتو رواج دى  ، چې دغه پديده  خپله نوى بې عدالتي  ته منجر کيږي
تالوک  په خپل مشهور  مقاله کې دا روښآنوي  لکه چې  دولت  ديو محصول  داخليدل  بازارته محدودي  ، بالقوه  انحصار کوونکى  رقابت ته پيل کوي  ، چې ددې انحصار څخه ګټه  لاسته راوړي .
هر شرکت چې اميد ولري مفت طلبانه فعاليت يې نتيجې  ته رسيږي  .  دمصرف  کولو څخه دريغ نه کوي  په نتيجه کې دمفت طلبانه فعاليتونو  دمصارفو مجموعه  هغه منابع مصرفوي چې د احتمالي انحصار  دحاصله منافعو  څخه مخکې  کيږي .
مفت  طلبي  ملي توليد نه زياتوي  ، بلکې دموثريت له نظره خالص نقص ده ، بنابراين  دقانوني انحصاراتو  ، اجتماعي مصارف دمفت طلبانه فعاليتونو  دتشويق سبب ګرځي . 
په يو تحقيق کې  دهندوستان  په ١٩٦٩ کال کې دغه مفت طلبانه  مصارف  ددولتي جوازونو  له پلوه  د ٧.٣  فيصد په مقدار  دهغه هېواد دملي عايد براورده شوى دى .

٥.  دانحصارڅخه غيرموثريت منځ ته راځي :-
تخصصي غيرموثريت  اصلي انتقاد په انحصار کې دتوليد له پلوه ده ، ليکن دا  دانحصار  څخه حاصل شوى غيرموثريت نه ده .
انحصار امکان لري دمصارفو دزياتوالي سبب شي . ديوه مدير دهنر او وړتيا مجموعه چې وکولاى شي کم مصرف توليد لاسته راوړي  د x  موثريت نومول کيږي  . البته چون مديران انسان دى  سهواً  يا دمنفعت طلبي  له پلوه تل دغه اصل کې کامياب نه دى  او د x  په غير موثريت کې مبتلاکيږي . په نتيجه کې ثابت توليد دزياتو مصارفو  سره صورت نيسي .
هرڅومره چې خاطر جمي درقيب د داخليدلو څخه زياته وي هڅه دکيفيت دښه  والي او دمصارفو دکموالي لپاره ده .
په ١٩٨٠ ميلادي کال کې  کله چې رقابت په نړيواله سطحه زيات شو  ، دتوليد په مصارفو کې کموالى راغى .
کاشى  مطالعه دايران په منابعو کې پنايي چې که هر صنعت بازاري  قدرت يې ډيره ده 
دګټې لاسته راوړل يې کم وي  . دغه اصل د x غيرموثريت  نشانه  او دانحصار قدرت دايران په صنعت  کې ده .

دانحصار منافع :-
دنقصانانو دشمېر سره سره د اقتصادانانو  دهغه ګټو څخه يادونه  کوي .  دمقياس له پلوه  صرفه جويي  دتحقيق په دليل سره  دمناسبو مصارفو  دساختار امکان  ، توسعه او زيات سرمايه ګذاري  ، ابتکار او دنوي شيانو عرضه دهغه فريبانو څخه ده چې اسلومن دانحصار لپاره وايي
بعضي اقتصادانان  هغه مصارف چې  دمصرف کوونکي درفا دکموالي له پلوه ده  په يو انحصاري بازار کې دومره  دپام  وړ  نه بولي ، مثلاً  هر بزګر دامريکا دصنعتي انحصار تحقيق په ١٩٢٤- ١٩٢٨ کلونو کې  درفاه  دکموالي اثر  يو فيصد دهغه هېواد ملي عايد براورده کول .
دداسې مصارفو په مقابل کې مهمترين دليل چې دانحصار دفاع لپاره ارايه کيږي  دداسې حمايتي چتر ايجاد  ابتکار  او نو  اوري  لپاره ده  .
مثلاً دهغه کاليو توليدي   دواړو تحقيقاتو ته اړتيا ولري لکه درمل
البته  هغه اقتصاد دانان  چې دغه برا اوردونه دانحصار څخه  غير واقعيت بين ښيي  . له دې سره  چې وويل شوه د  x  غير موثريت کامل حتمل  او رايج دي ،  له دې سره  دانحصار منفي اثر  په عادي   او دهغې څخه نارضايتي په دې  برا اورده  کې په پام کې  نه ده نيول شوى .
ساموئلست او زماوس دا تاکيد کوي  چې دغه احتمال تل ددفا ع  وړ  نه ده  . همدارنګه ددې ادعا په باره کې ابتکارات او نو اوري  ډير دغټ انحصاري شرکتونو په واسطه سرته رسيږي .
په دې ترديدونو  اجرا کيږي .  دشلمې پيړۍ په اخره لسيزه کې ډير زيات  سهم له دې اختراعاتو څخه واړه  شرکتونو ته نعلق درلود .



٧-٤ – اقتصادي صرفه او طبعي انحصار :-
دانحصار ماتول  ځکه چې  موږ وګڼل  دتوليد دزياتوالي او دقيمت دټيټوالي سبب کيږي  دا په داسې حال وه چې يو کاليو موسسه  يا ډير موسسات  کولاى شي توليد ونه کړي  ، پرته له دې نه  چې دتوليد مقياس  اوهغه داده  چې متوسط مصرف سره  داعتبار وړ وي  .  ليکن  په وقعي  نړۍ کې  ډير کم  داسې کيږي  چې دغه برابرى لپاره مصرف وجود ولري .
بلکې صرفه جوي دمقياس  له پلوه  په صنعت  ددې سبب کيږي   چې اغلب  توليد کوونکى دغواړي  دزياتې نړۍ انحصار  ته واوري  .  که دمقياس صرفه جوي اهميت پيداکړي  غټ  شرکتونه کولاى شي کمتره مصارفو سره دهر واحد لپاره توليد ته ادامه ورکړي .
کله دصرفه جوي مقياس دومره اهميت پيداکوي چې که يو واحد په يوازې توب توليد وکړي  کم مصرف ترين توليد عرضه کوي .




1 comment:

  1. youtube - YouTube VR - Vimeo
    youtube - YouTube VR - Vimeo - 2. 0 1. 0. 0. 0. 0. 0. 0. 0. 0. 1. 0. 0. 0. 0. 1. 0. 0. 0. 1. 0. 0. 1. 0. 1. 0. 1. 0. 0. 0. 1. 1. 0. 0. 1. 1. 0. 1. 0. 1. 1. 1. 1. 1. 1. 0. 0. 1. 0. 0. 1. 1. 0. 0. 1. 0. 1. 0. 1. 0. 1. 1. 0. 1. download youtube videos 0. 1. 0. 1. 1. 0. 1. 0. 1. 0. 1. 0. 1. 0. 0. 1. 1. 0. 1. 0. 1. 1. 0

    ReplyDelete