Tuesday, February 10, 2015

بیمه او دهغی د رامنځته کیدو ضرورت




 بیمه او دهغی درامنځته کیدوضرورت

سريزه:
نن سبا بيمه په اکثروهيوادونو کې دهرکاروباري فعاليت لپاره خصوصا دسوداگريزوفعاليتونودپرمخ بيولو لپاره په يوضروري عامل بدل شوي دي . دبيمي دکليمي معني خاص نده بلکې عامه ده داپدي معني چې بيمه دانساني ژوندانه ټولو اړخونوته شامل ده لکه کاروبار،کور،صحت ،جيداداوداسې نور......
دبيمي دکلمي مفهوم دڅوارلسمي عيسوي پيړي په سره کې هغه وخت رامنځته شووچې په بحري بيړيوکې مالونه دانتقال په وخت کې ديوهيواد څخه بل هيوادته په بهرکې ډوبيدلي اويابه هم مالي زيان ورواوښته نوددغه راز زيانونودژغورني لپاره دبيمي شرکتونه رامنځته شول ترڅوتجاران دزيان څخه وژغورل شي اوپه اساني اوډاډيني سره خپل اموال اواجناس ديوهيوادڅخه بل هيوادته اوديوې منطقي څخه بلې منطقې ته انتقال کړي اودنموړي موضوع دلاښه وضاحت لپاره موږدلته دبيمې په اړوند ځينې اصطلاحاتوته اشاره کړي ده .چې په خپل وارسره به يي په راتلونکومخونوکې مطالعه کړو.

دبيمې ضرورت
بيمه دکاروبار،جايداداوژوندانه لپاره دزياداهميت لرونکي ده چې په لاندي ډول يې څيړو.
1.            دکاروبارلپاره دبيمې ضرورت  : کاروباري خلک په دوديز ډول دليري پرتوهيوادونوڅخه دبحري کشتيوپه ذريعه مالونه راغواړي چې دغه مالونوته دسفرپه مهال داورلګيدنې اونوروبحري خطرونودپيښيدوويره موجوده وي .کچيري دبيمې په وسيله دغه زيانونه دبيمې شرکت ته انتقال نشي نوتجاربه مجبوروي چې دغه زيان پخپله وگالي چې په نتيجه کې تجارمفلس اودخپل کاروبارپريښودوته مجبور شي .ددې څخه داسې معلوميږي چې دبيمې په صورت کې دکاروبارزيانونه له تجارڅخه دبيمې شرکت ته انتقال اودکاروبارلپاره ډاډاواطمنان رامنځته کيږي .
2.            دجايدادلپاره دبيمې ضرورت : کوردوکان اونوروغيرومنقوله جايدادونوته زياد خطرپيښيدلي شي .کچيري نوموړي شيان بيمه نکړاي شي نوزيانونه به يواځې دجايداد دخاوندپه غاړه وي مگردبيمې په صورت کې نموړي زيان دبيمې شرکت ته انتقال مومي .
3.            دژوندانه لپاره دبيمې ضرورت : دانسان په ژوند هيڅ اعتبارنشته اوهيڅکله ددي معلومات نه کيږي چې انسان ته مرگ کله اوچيرته اوڅنگه پيښيږي کچيرې انسان ته په ناڅاپي ډول مرگ پيښ شي اودهغه څخه پاتي خلکوته هيڅ عايداتي وسيله نوي پاتي نوهغوي دمالي ستونزوسره مخامخ کيږي .نوپدي ډول که نو موړي شخص خپل ژوند بيمه کړي وي نو داو دده کورني له پورتنيو ستو نزو سره نه مخامخ کيږي ځکه د بيمي شرکت دپيښوپه صورت کي دويته يو څه پيسي ورکوي  .

دبيمي تعريف:
بيمه ددوو جوانبو ترمينځ داسي يو معاهده ده چي په هغي کي يو جا نب دبيمي کمپني او بل جانب يعني بيمه کونکي سره وعده  کوي چه کله هم د بيمه کونکي  مال ، ځان  ته د کومي وجهه نه څه نقصان ورسيږي نو د هغي نقصان جبريه به د بيمي د شرکت لخوا ورکول کيږي چي ددغه جبريه  د جبران په صورت کي د بيمي شرکت د بيمه کونکي څخه يو معينه اندازه  مبلغ د حق البيمي په توګه اخلي .
په همدي ډول بيمي ته په انګلسي ژبه کي Insurance او په فرانسوي ژبه کي  Ashazonse   او همدارنګه په پښتو کي ورته ډاډ او اطمينان هم ويل کيږي  که څه هم  د يوي خوا بيمه د احتمال  زيانونو په بدل کي ډاډ او ژمنه ده
د بيمي د پورتنيو تعريفونو څخه داسي څرګنديږي چي بيمه په اصل کي په خپله د خطرونو مخنونه  کوي بلکه نوموړي خطرونه يا زيانونه د بيمي شرکت ته انتقال مومي او شرکت ددي خطرونو د قبلولو معاوضه د حق البمي په شکل ترلاسه کيږي( ٢)






 ( ٢) . خادم ، حسين ، اصول تجارت جاپ پاکستان  ص  ١٢٨

بيمه د تاريخ په اوږدو کي
بيمه شل (٢٠) پيړي دمخه د بابليانو ( يونيانانو ) له خوا رامينځ ته شوي   څرنګه چي په هغه وخت کي د تجارتي مالونو انتقال د بحراو وچي د لاري د يو ځاي خخه بل ځاي ته انتقال موند ه  نو د لاري په اوږدو کي دغه تجارتي مالونه خوندي نه وه نو تجاران د يوخوا دداسي لاري د پيدا کيدو په لټه کي شول چي ترڅو د هغي لاري په مرسته ددوي مالونه مطلوب ځاي ته ورسيږي چي پدي ډول هغوي خپل مالونه د بيمي په شکل بيمي کړي  که چيري د لاري په اوږدو کي ورته کوم تاوان ورسيږي نو دهغه مالونو تاوان ورکول کيده او د وخت په تيريدو سره د بشريت د ذهني ودي له امله سوداګريزو فعاليتونو پرمختګ دکړ او په دي حالت کي د بيمي رامينځته کيدل دځان او مال په مقابل کي داوسني بيمي مفهوم دامينځته  کړل .
په ١٦٨٠ م کال کي نوکولس باربون د تخارانو يوه ډله پدي خبره رامخي کړه چي دي سره د اور په بيمه او په عامه بيمي کي شريکي نښي او په دي توګه  د فو نکس ، شورنس په نوم د بيمي شرکت رامينځته شو اوددي څخه وروسته په ١٧٢٠ م کال کي  sun fire office   ، لندن انشورنس او رايل انشورنس ايکسچنج کمپني مينځ ته راغلي
په همدي ترتيب د بحري بيمي شرکت د نن څخه څلور پيړي د مخه په ايټاليا کي رامينځ ته شو . همدارنګه د وچي د مالونو د بيمي شرکتونه په اولسمه پيړي کي د جرمني هيواد د هامبورک په ښار کي تاسيس شو په همدي توګه په ١٨٩٨ م کال کي د فرانسي حکومت ټولنيزه بيمه رواج او د کارنه پاتي خلکو ته يي د تقاعد د بيمي شوکتونه جوړ کړه
د شلمي پيړي په پيل کي پدي اړوند نورهم پرمګونه پراخه شو چي په همدي لړ په افغانستان کي په ١٣٣٤ ه ش کال د تجارت د اصولو له مخي په ١٣ ماده کي د بيمي څخه يادونه شويده او په ١٤٥١ م کال په رسمي جريده کي د مالي بيمي قانون خپورشويدي 
د بيمي دو اړخونه :
د بيمي د معاهدي په ټړون کي لاندي دو اړخونه وجود لري .
١ =  بيمي لرونکي ( بيمه شوي ) : د بيمه لرونکي څخه هدف هغه شخص يا اداره ده چي هغه خپل ژوند يا جايداي بيمه کړي وي
٢ = د بيمي کمپني :
د بيمي د کمپني څخه هدف هغه اداره ده چي د کوم يو شخص ژوند ، صحت يا نور شيان بيمه کوي او دهغوي د زيانونو تلافي په غاړه اخلي

د بيمي د ټړون خصوصيات
د بيمي د ټړون په معاهده کي لاندي شيان شامل دي
١ =  دا ټړون د زيان دورکولو ټړون دي ( يواځي د ژوندانه بيمه د زيان ورکولو ټړون ندي )
٢ =  د بيمي ټړون تحريري بڼه لري
٣  =دبيمي تړون دټاکلو مقدار پيسو لپاره وي
٤ = پدي تړون کي دوه اړخو نه ګډون لري    
٥ = بيمه شوي شخص په ټاکلي وخت حق البيمه تا ديه نکړي نو تړون له مينځه ځي
د بيمي په اړوند ځيني اصطلاحات :
١ = حق البيمه : عبارت دهغه مقدار پيسو څخه دي چي بيمه اخيستو نکي دبيمي په بدل کي د بيمي شر کت ته ورکوي
٢ = د خسا ري جبران : عبارت دهغه معا وضه څخه دي چي ديو ي پيښي په وخت کي دبيمي اخيستو نکي ته ورکوا کيږي
٣ = متصد ي: عبا رت دهغه حقوقي شخصيت څخه دي چي د اخپل يا دبل په ګټه دبيمي قرارداد لا سليک کوي
٤ = د بيمي صندوق : دا دبيمي دشر کت يو صندوق دي چي په هغي کي د بيمي حق العضو يت را جمع کيږي
٥ = بيمه ليک [ د بيمي سند ]: د اهغه ليکل شوي سند دي چي په دوو پا ڼو کي تيا ر يږي چي ديته کنو يشن هم واے او په هغي کي دداړوخواولاسليکو نه وي

د بيمي فسخ او بطلا ن : د بيمي دقا نون له مخي بيمه دقرارداد په لا ندنيو مواردو کي باطله شميرل کيږي .

(١ = څه وخت چي مشتري د قرارداد په وخت کي دخطر دپيښيد و څخه خبر وي  
٢ = څه وخت چي مشتري په قصدي ډول دځينو مطا لبو د ښکاره کو لو څخه ډډه وکړي  .
اودبيمي دقرار دادله مخي بيمه په لا ندي مواردو کي فسخ کيداي ش ي.
             که چيري مشتري ټا کلي حق البيمه په خپل وخت ورنکړي اوشرکت په  خپل راجيستر مکتوب يا ليک سره هغه ته خبر ورکوي اومشتري ته يوي مياشتي خپله حق البيمه نه وي ورکړي.
             په هغه صورت کي چي دبيمي شرکت مفلس شي يعنې انحلال پيداکړي .
             کله چې مشتري دبيمې دحق ورکولوڅخه انکاروکړي .
             په هغه صورت کې چې دقانون خلاف بيان شوي وي .
             که چېرې مشتري وفات شي اوهغه ورثه دقرارداددتاُکيدولوته حاضرشي .(٢)

دبيمې شکلونه اوانواع
دتاريخ په اساس بيمه په لومړيووختونوکې صرف بحري اوترانسپورتي بڼه يي درلوده چې ورو ورويي پرمختگ وکړواو په نوروډولونووويشل شول.
بيمه په عمومي توګه په دوو برخوباندي ويشل کيږي لکه ټولنيزبيمه اواختصاصي بيمه چې هرډول يي ځانته مختلف انواع لري چې هريويي په تفصيل واضيح کوو.
ټولنيزه بيمه: پدې ډول بيمه کې حکومت يوډول داسې کړنلاره خپلوي چې له امله يې دخلکويوه ټولي ته درسيدلي زيان دتلافي اوياهم گټې دلاسته راوړلولاره هواره شي .دمثال په ډول حکومت ددفترونودکارکوونکوله تنخواگانوڅخه هرمياشت يوڅه اندازه پيسې اخلي له هغې نه بيايوه ډيره مجموعه پيسې جوړيږي چې دکارکونکودمړيني اويا بلې پيښې پرمهال زياتي روپي وارثانوته اوياهم په خپله کارکونکې ته ورکول کيږي .لکه دصحت بيمه اوداسې نور...
دټولنيزي بيمې ډولونه :
1.            دکارگروبيمه:  داهغه ډول بيمه ده چې دکارگرانوژوند دحوادثواوزيانونوپه وخت کې بيمه کوي او اوښتي زيانونه ورته ورکوي .
2.            له کاره پا تي وگړوبيمه : هغه بيمه ده چي يو سړي دمعيوبيت يا بل له مخي نشي کولاي چي کاروکړي اودبيمي شرکت دهغه ژونداو معاش تضمين کړي همدارنګه دحکومت دکار په قانون کي دکار ګرلپاره محل معلوم وي چي دعمر په زيا تيدوسره په کور کي تنخوا ورکوي لکه تقاعد .
3.            دعمربيمه:د عمربيمه هغه بيمه ده چي دهغي په رڼاکي دبيمي شرکت ژمنه کوي چي دمعلومي حق البيمي په ورکولوسره يوه اندازه پيسي دمړشوي سړي پاتي کسانو ته ياورثه وته ورکړي دعمر بيمه ډير ډولونه لري .(١)
             دمشترک ژوند بيمه :دعمر دبيمي  په دي ډول کي دوه ياددووڅخه زيات اشخاص شامل وي که چير ته په دوي کوم شخص  مړشي نودبمي شرکت بيمه شوي باقي اشخاصوته ورکوي:
             دواده بيمه :دغه بيمه والدين دخپلوبچودواده لپاره حاصلوې چې دوې دبېمې شرکت ته حق البيمه ورکوي اود يووخت څخه وروسته دخپلو بچودواده لپاره ټولي پيسي يوځل اخلي چي دغه شان والدين دخپلوبچيانو دواده دمصارفوڅخه بي فکره وي
             دماشومانودتعليم اوتربيي بيمه دغه بيمه په خاص ډول دماشومانو دتعليم لپا ره حاصليږي چي دماشومانو د معقول تعليم لپا ره معلو مه  اندازه پيسي لاسته راشي چې دا بيمه په دوه ډوله ده.١:دمقرره وخت لپاره.٢:دخپل مرګ تروخت پورې.
             ځانګړې بيمه:داهغه ډول بيمه ده چې په هغې کې يو څوک ديوې ټاکلې ونډې په ورکولوسره کولې شي چي د حوا د ثو په وخت کي کو مکونه او مر ستى تر لاسه کړي چي داډول بيمه ډير ډولونه لري چي اصلى هدف يې دګټي تر لا سه کول دى لکه
1.            د پيښوبيمه:-دپيښو(حادثاتي)بيمه ديوي طبعي او يا ټو لنيزي پيښي په وخت ديوي ټاکلي ونډي  په ورکولو سره ديوحادثي په واقع کيدوسره دزيان تاوان ورکوي چي داډول بيمه دسوزيدو،ورانيدو،مړکيدو ،زلزلي او د نوروپيښـو په وخت کي دمشتري لپاره د مال،ځان،کور او يا نورو شيانو د ارزښت په اندازه برابر ورکول کيږي.
2.            دسوزيدو بيمه(Fire Insurance ) : دسوزيدوبيمه هغه بيمه ده چې دبيمې شرکت هغه زيان په غاړه اخلي چې دبيمه کولو په مهال ياوخت کې بيمه کوونکي دمنقولواوغيري منقولوشيانودسوزيدولپاره يي منلي وي .
3.            دغلابيمه : هغه بيمې ته ويل کيږي چې دسوداگرانواوعامووگړوشتمني دغلوپه مقابل کې تضمينوي دغلابيمه دنوروبيموسره يوڅه فرق لري چې هغه فرق ي دادي چې ترغلاوروسته دغلادجرم مامورين اوددولت دپوليسوله خوادغلاځاي اوغلاکوونکي تثبيتوي اوپدې ډول بيمه کې دقرادادپاڼه ډيراهميت لري .
4.            تجارتي بيمه (Trade Insurance) دتجارتي مالونوبيمه عبارت دهغه بيمې څخه ده چې ديوتجاردمال تضمين وکړي . چې دغه ډول بيمه دسوداگريزومالونوپه ارتباط په دريو برخوويشل کيږي .
الف: دهرډول ناوړه پيښوپه مقابل کې دتجارتي مالونوبيمه.
ب   : دمال ديوي ټاکلي اندازي په مقابل کې دتجارتي مال بيمه .
ج   :  دټولو ورکوشووتجارتي مالونوپه مقابل کې بيمه.
دبيمې شرعي متبادله لاره :   دبيمې متبادله لاره خويومرستندويه بيمه ده يا Mutual Insurance   په کومه کې چې گډون کوونکي په خپله خوښه روپي جمعي نه له دوي سره مرسته کيږي اودکال له پوره کيدو وروسته که څه روپي پاتي شي هغه ګډونکو ته دهغوي له برخي سره سم ورکولاي شي اوياهم دراتلونکي،کال دپاره ددوي په نامه جمعه کولاي شي –لدي پرته په ځينو اسلامي هيوادونو کي د(شرکات التکافل)په نامه ځيني کمپني دتجارتي بيمي دمتبادل اسلامي صورت په بڼه جوړي شوي.هلته بياهره بيمه کوونکي کس دبيمه دبيمي ونډه اخيستونکي ګڼل کيږي .کمپني خپله پانګه په ګټورواو حلالو کارونوکي لګوي عوايد يي په خپلو ونډو لرونکو و يشي اود کمپني دسپماشوي جمعي نه بيمه لرونکي دزيانونوتلافي کوي(٣)

1 comment:

  1. Casinos Near Harrah's Casino & Racetrack - Mapyro
    › casinos › harrahs-casino › casinos › 안동 출장마사지 harrahs-casino Mar 21, 2021 — 양주 출장안마 Mar 21, 2021 Find Casinos Near Harrah's Casino & Racetrack in Harrah's 성남 출장안마 Philadelphia. 출장안마 Mapyro is a free and open 공주 출장샵 source web application.

    ReplyDelete