Tuesday, March 17, 2015

په افغانستان کی د انرژی منابع او د هغی اهمیت په اقتصاد کی


سريزه :
څرنګه چه په نړي کي مختلف هيوادونه دپرمختګ له مخي په مختلفو ډولونو ويشل شويدي چي ځيني يي پرمختللي ، ځيني پرمختيايي او ځيني يي وروسته پاتي دي او د غه هيوادونه يو بل سره په سيالي دي او وروسته پاتي هيوادونه غواړي چي دپرمختيايي هيوادونو په قطار کي راشي او همدارنګه پرمختيايي هيوادونه غواړي چي د پرمختللو هيوادونو په قطار کي راشي . نوپدي لاره کي هر هيواد کوشش کوي چي دخپل اقتصادي پرمختګ لپار ه دخپلو موجودو منابعو څخه اعظمي استفاده وکړي او صنعت ته وده ورکړي . نو څرنګه چه صنعت لپاره انرژي ته اشد ضرورت ليدل کيږي نو پدي اساس ما دا مناسبه وګڼله چه په افغانستان کي دانرژي په اړه څه معلومات راټول کړم او ستاسو په وړاندي يي ارايه کړم.
ديادوني وړده چه ددغه موضوع په ترتيب کولو کي ماسره لارښود استاد پوهندوي ګلاب شاه (سبحاني)) ډيري هلي ځلي کړي چه زه دخپل لارښود استاد څخه دزړه له کومي مننه کوم او هغه ته دالله (ج) څخه کاميابي غواړم. 


اول فصل

دانرژي انواع او دهغي منابع

ا- دبريښنا انرژي:
په هيواد کي دبريښنا لومړني دستګاه په ١٢٧٢ هـ ش کا دکابل ښار کي نصب او په کار يي پيل وکړ، دغي دستګاه کولي شول چي دامير عبرالرحمن خان په ماڼي کي (٤٠) څلويښت څراغونه روښانه کړي.
لدي وروسته يو شمير نوري کوچني دستګاوي لکه دبخار محرکه قوي پوسيله د (٢٠) کيلو واټ په ظرفيت دبريښنا دستګاه په (١٩٢٠هـ ش) کابل دارګ په باغ کي نصب او په کار يي پيل وکړ بله کوچني دستګاه په (١٢٩٦هـ ش) کال کي د (١٥) کيلو واټ په ظرفيت يو کوچني دستګاه په پغمان کي نصب او په کار يي پيل وکړ. خو په هيواد کي دبريښنا پراختيا پر لور هغه وخت خوځيدونکي حرکت رامنځته شو چه اروپايي صنايعو دختيځ پر لور پراختيا وموندله او دسالنګ دسيند پر سر دجبل السراج داوبو بريښنا ددستګاه کار پيل شو چه نوموړي دستګاه په (١٣٠٠هـ ش) کال کي (١٥٠٠) کيلو واټ په ظرفيت سره په کار پيل وکړ.
په (١٣١٤هـ ش) کال کي دافغانستان حکومت دصنايعو داداري او پراختيا لايحه تدوين او منظور کړه او په هغي کي هغو کسانو ته چه خپله پانګه په صنعت کي په کاراچوي يو لړ اسانتياوي رامنځته کړي.
نو په همدي وخت کي يو شمير کورني او بهرنيو شر کتونو چه کابل په ښار او يو شمير نورو ښارونو کي چه دبريښنا انرژي ته يي اړتيا لرله دبريښنا دتوليد دفابريکو په جوړونه يي پيل وکړ چه پدي توګه دبريښنا دتوليد يو شمير فابريکي د ( ١٣١٣-١٣٣٠) هـ ش کلونو ترمنځ جوړي شوي.
دبريښنا پخواني ماستر پلان دڅيړنو پر نسبت چه دپخواني تکنالوژي په نظر کي نيولو سره دبريښنا دانرژي سر چيني څيړل شوي داټکل شوي ټوليز پوتنشيل له شميري څخه يواځي داوبو پوتانشيل (٢٣٠٠٧.٦) ميګاواټ دي چي ( ٤٨٤٧.٦) ميګاواټ يي کورني سيندونه او (١٨١٦٠) ميګاواټ يي دپنج سرحدي سيند (آمو) جوړوي.
په حرارتي پوتانشيل کي دطبعي ګاذو له ډوله د ٣٥٠-٥٠٠ ميګاواټ پوري دزغال له ډوله ٥١٤-٥٢٤ ميګاواټ او دخامو نفتو له ډوله ١٢٥-٢٠٠ ميګاواټه پوري اټکل شوي دي.
ديوي لسيزي پخواني شميرني له مخي دټول هيواد دبريښنا دنصب شوو دستګاوو ظرفيت ٤٥٣.٥١ميګاواټ دي چي له دي جملي څخه د٢٦٠.٨٥ ميګاواټ داوبو ددستګاو ظرفيت او ١٥٧.٧١ ميګاواټ دحرارتي دستګاوو ظرفيت جوړوي ديادوني وړ ده چي دکورنيو سيندونو دپوتانشيل له جملي ځخه صرف ٤% دګټي اخستني وړ ګرځيدلي او دلا نورو سرچينو څخه دګټي اخستني په برخه کي څه ترسره شوي ندي.

په افغانستان کي دانرژي اقتصادي او اجتماعي اهميت

تيرو وختونو که هغه نيرو چه دبشر په اختيارکي وه د ( بادنيرو) اوبه او حيواناتو  نيرو وه چه دادبشري ټولني دانکشاف او ترقي لپاره  کافي وسايل نه وي مګرنن بشر ديو زياتي او جالبي انرژي او نيرو لرونکي دي چي حتي هستوي او دلمر انرژي هم دهغوي په اختيار کي ده او دنړي په پرمختللو هيوادو کي تري استفاده کيږي چي دانيرو مسلماً دبشر ژوند ته تغير ورکوي نن لوي او زيات توليدات دفابريکو په واسطه دبريښناد انرژي په مرسته صورت مومي دبريښنا انرژي نه يواځي ديو محرکي نيرواو دتنوير په خاطر ګټه اخستل کيږي بلکه دعصري صنايعو په کاراچولو په خاطر ټولني دژوندانه اقتصادي او اجتماعي سطحي دلوړوالي سبب ګرځي هم موثر اهميت لري تجربو ښودلي دي چي بريښنا په ښارو او اطرافو يعني کليو او بانډو کي يو يو مشوق دي بلکي بلاواسطه دصنايعو موجد او موسس هم دي په هر ځاي کي چي بريښنا جوړيږي مسلماً په هغه ځاي کي تخنيکي شروع او دسره يو ځاي د توليداتو اندازه لوړه ځي او دکاريابي زمينه خلکو ته پيداکيږي او همداراز دخلکو طبعي استعداد په مثمره او جوړونکو کارونو خواته دمتونه متوجي کيږي نو ويلاي شو چي برق يا بريښنا يو نوعه طاقت دي چي دهغي څخه داستفادي په صورت کي دتوليداتو حجم اندازه او دهيواد ملي عايد په چټکي سره لوړ ځي او همداراز دافرادو دژوندانه دسطحي دلوړوالي او د صناعت محصول دي ګټه اخستل کيږي بايدزياته کړو چي دبريښنا اهميت نن څه په ملي سويه او څه په بين المللي سويه دبشري ټولني په پيشرفت او تمدن کي واضع دي بريښنا د ٢٠ قرن دلمړي نمايي څخه وروسته دژوندانه او دصناعت دټولو فعاليتونو دانرژي په توليد کي ورداخل شو.

دآبي بريښناو تاسيسات :

افغانستان دزياتو آبي بريښنا دستګاوي لري چي مهمي دستګاوي يي په مختصره توګه تشريح کوو.

 دجبل السراج دآبي بريښنا دستګا:

کله چي په هيو اد کي ١٢٩٠-١٢٩٣ هـ ش کال وروسته دبريښنا د توليد دانکشاف فکر پيداشو نو دهيواد په بعضي مناطقو کي دآبي بريښنا دستګاوو دسروي پروګرام شروع شو چي په نتيجه کي جبل سراج دلمړني ابي دستګاساختماني کار په هيواد کي چي دهغي مر بوطه سروي، نقشه کشي او اقتصادي تحليل چاري په ١٢٩٠-١٢٩٣ هـ ش کال پوري سرته ورسيده په کال ١٢٩٤کي شروع او په کال ١٢٩٩ کي پاي ته ورسيدي اوبلاخره دجبل سراج دابي بريښنا دستګاه ددري توربينو نو په نسبولو او د١٥٠٠ کليواټ ظرفيت درلودلو سره په ١٣٠٠ هـ ش کال په فعاليت شروع وکړه ولي په دي خاطر چي په هغه وخت کي دکابل شهري شبکي دومره زيات پراخوالي نه درلود او دبلي خوا د توزيع منظمه شبکه هم موجود نه وه.
فلهذا د ١٣١٠ هـ ش کال پوري فابريکي اعظمي توليد درلوده او يواځي ٥٠% توليدات يي مصرفيده حال دا چي د ١٣١٠-١٣١٢ هـ ش باقيمانده توليد يي هم توزيع شو.
بايد وويل شي چي دکابل دښار د بريښنا مصرف د ١٣١٢-١٣١٤ کال پوري دري ميلونه کيلواټه في ساعت تخمين شوي وو چي دقوس او جدي په مياشتو کي ٣٥٠ او جوزا او سرطان په مياشتو کي ٢٠٠ زره کيلوواټه ته رسيده چي توليدشوي بريښنا دجبل سراج څخه د ٤٠٧ پايو څخه په استفاده کابل ښارته غزيدلي وه. [1]

دچک وردګ دستګاه:
په ١٣-١٤ هـ ش کال په جريان کي دوه دابي بريښنا بندونه چي يو يي دوردګو په سيند اوبل يي دقندوز په سيند اعمار شول دوردګو دبريښنا بند چي ساختماني چاري په ١٣١٤ هـ ش کال کي سرته رسيدلي وي دبريښنا توليدي ظرفيت يي ٣٣٠٠٠ کيلوواټ ته رسيده چه بريښنا يي د ٥٥٠ پايو څخه په استفادي سره  دکابل ښارته رسيده .



 دپلخمري دبريښنا فابريکه:

دپلخمري ښارداقتصادي لحاظه ډير اهميت لري ځکه چه دهيواد زياتره فابريکي په همدي ځاي کي جوړي شويدي داچه دپلخمري نساجي فابريکي چه په ملي اقتصاد کي ستر رول لري نو بريښنا ته يي ضرورت زيات دي ددي فابريکي دبنسټ ډبره په ١٣١٥ هـ ش کال دثور په اخرکي کيښودل شوي او هدف يي داوو چه دپلخمري نساجي فابريکو او يو شمير کورونو ته بر يښنا ورکړي دپلخمري بند دکندز په سيند جوړشوي چه کمه اندازه داوبو يي ٤٠ متره مکعب ده څلور دروازي لري چه په اتوماتيک ډول ښکته او پورته کيږي او دبند کاسه يي څلور ميلونه ميتر مکعب اوبو ذخيره کولو قابليت لري په دغه فابريکه کي دري توربينونه چي دهر يو ظرفيت يي ١٦٠٠ کيلوواټه دي چه مجموعاً ٤٨٠٠ کيلوواټه کيږي نصب شويده ددي پروژي دتوليد شوي بريښنا څخه په ١٣٤١ هـ ش کال دغوري دموسسو لخوا په فعاليت پيل کړيدي او همدارنګه دسيمت جوړولو ، دسيلو دموټرو دترميمولو د فابريکي او دپلخمري او بغلان دنساجي دزياتو اړتياوو لپاره ورڅخه ګټه اخستل کيږي.





دسروبي دبريښنا فابريکه
:
دوريښمين تنګي په هيواد کي دبريښنا انرژي دتوليد لپاره دمهم ترينو تنګيو دجملي څخه شميرل کيږي چه دکابل دشرق په ٧٠ کيلو متري او د هندوکش دجنوب دمختلفو سيمو اوبه ننګرهار ولايت ته وربرابروي . دسروبي دبريښنا دستګاه هم دپروګرام په اوله مرحله پوري مربوطيږي ددي منبع پکار اچول ديو طرفه  دپايتخت او صناعتي مراکزو ته نژدي او بله داچه دوريښمين تنګي په سيمه کي واقع دي . نوموړي سيند په دغه ناحيه کي د ٢٠ کيلو مترو په اوږدوالي او پوره ژورتيا لري  کچيري مالي امکانات برابر شي نو نوموړي بند څخه په استفاده دوهم او دريمه او څلورمه دستګاه هم فعاليداي شي .
دسروبي دستګاه دجوړولو کار په ١٣٣٠ هـ ش کالي کي شروع او په ١٣٣٦ کال کي تکميل شو . او دادستګاه دوه توربينونه لري چي ٢٢ زره کيلوواته برق توليد او دکابل ښار دتنوير لپاره په کاروړل کيږي.

دنغلو دبريښنا فابريکه:

نغلو هغه ځاي دي چي دکابل څخه ٧٠ کيلومتره شرق خوا ته پروت دي د نغلو دبريښنا فابريکه په حاضر وخت کي په افغانستان کي تر ټولو لويترينه فابريکه ده ددغه بند اهداف ديوي خوا دسروبي دبند لپاره داوبو ذخيره او د بلي خوا دکابل دحوزي دضرورت وړ بريښنا توليدول دي . ٤ توربينونه لري چه ٩٠زره کيلوواټه ظرفيت لري او په ١٣٥٣ کال دجوزا په مياشت کي يي په فعاليت پيل وکړو. دغه بند چي ١١٠ متره ارتفاع لري او دشوروي اتحاد د متخصيصينو په کومک په ١٣٣٩ کال کي پيل شوه او په ١٣٤٦ کال دجوزا په مياشت کي تکميل او رسماً افتتاح شو. دغه فابريکه د ٢٤٠٠ ميلونه افغانيو په لګښت جوړه شوه چه دهغي له جملي څخه ٣٤٢ ميلونه افغاني داول ٥ کلن پلان په جريان او پاتي په وروستيو پلانو کي په مصرف رسيدلي دي دنغلو بند چه دکانکريت څخه جوړشويدي ٥٣٠ ميلونه متر مکعب ته رسيږي.

 دماهيپر دبريښنا فابريکه :

دماهيپر بند دکابل شرق په ٤٠ کيلومتري کي پروت دي او ددي پروژي دجوړولو کار په ١٣٤٣ کي شروع شو په لومړي سروي کي داسي ښکاره کيده چه په ماهيپر کي دبند جوړول پرته له ذخيري څخه امکان لري چه دغه کارخانه د ٣٠٠ ميترو په جګوالي په کار ولويږي په همدي ډول پيش بيني شوي وه چي دابه يو موسمي دستګاوي او ٦٠٠٠٠ کيلوواټه برق به توليدوي ځکه چه دکابل سيند په کال کي ٧ مياشتي په کافي اندازه اوبه لري دغه فابريکه دري توربينونه لري چي هر يو ٢٢ زره کيلو واټه برق توليدوي مګر داوبو کمښت له امله يو توربين فعال دي ددغي پروژي په جوړولو باندي ٩٧٢ ميلونه افغاني چه ١٧،٢ ميلونه ډالر کيده مصرف شوي.


ددرنټي دبريښنا فابريکه :

څرنګه چي په ننګرهار کي کومه صنعتي پروژه موجود نه وه دبرق دانرژي دتوليد لپاره سروي هم نه وه شو ي په اول کي داسي تصميم وو چه دسروبي دفابريکي څخه به دننګرهار ولايت مرکز هم روښانه شي مګر د ٨٠ کيلومتره په فاصله لاين او ٥٠٠٠ کيلو واټه برق چه هغه هم ډير کم وو غيري اقتصادي وبلل شو ، پداسي حال کي چه دجلال اباد ښار دروښانه کولو او کانال دامتداد لپاره ددرونټي بند موثر و
ګڼل شو همدا وو چه دهيواد په لمړني پنځه کلن پلان کي دهغي دجوړولو قرار داد د پخواني شوروي اتحاد سره لاسليک شو دغه پروژه په هيواد کي يوه ډيره لويه اقتصادي پروژه ده دغه پروژه دتوليد نه پرته څلور لوي فارمونه، دمالداري ، زيتون، او صابون جوړوني فابريکه ترميماتي مرکزونه او همدارنګه دجلال اباد دروښانه کولو او دکابل دسيند داوبو دپورته کولو په خاطر چه ٣٢٥٠٠ جريبه ځمکه چه کانال دسطحي څخه جګه پرته خړ وبه کړي او داسي نور. دغه پروژه داوبو دپورته کولو يو بند لري چه ارتفاع يي ٢٢ متره او طول يي ١٩٤ متره دي ددرونتي په برخه کي جوړه شوي دکابل دسيند په چپ طرف کي داضافي اوبو دتيريدو لپاره يو تونل جوړشوي چه ظرفيت يي په يو ثانيه کي ٣٥٠ متر مکعب دي دغه دستګاه دري توربينونه لري چي ظرفيت يي ١٢٠٠٠ کيلو واټو ته رسيږي. دغه فابريکه په ١٣٤٣ کال کي افتتاح شوه.
دخان اباد دبريښنا فابريکه:

دخان اباد ددستګاه جوړوني کارونه ١٣٣٥ د جوزا په مياشت کي پيل د ٤٠ ميلونه افغانيوپه مصرف سره چه د ١،٢ ميلونه ډالرومعادل دي او په ١٣٣٩ کال کي پاي ته ورسيده.
دغه دستګاه دوه توربينونه لري چي ١٤٠٠ کيلوواټه بريښنا يي توليدوله او دخان اباد دخلکو مشکلات يي دپنبي دصنعتي کولو په برخه کي تر يوي اندازي پوري رفع کړل.

دکجکي دبريښنا فابريکه :

دهلمند او ارغنداب سيندونه چه دافغانستان دډکو او مستو سيندونو دجملي څخه دي چه دبريښنا دتوليد لپاره دبريښنا د ډيرو لويو بندونو جوړولو امکانات راښيي چه دصنايعو دپراخوالي لپاره مساعد شرايط په همدي منطقه کي منځته راوړي .ددي مقصد لپاره لمړي دګرشک دستګاه باندي ١٣٣٧ کي کار پيل شو چه ظرفيت يي ٢٤٠٠ کيلو واټه وه چه دهغي څخه دګرشک په ښار کي استفاده کيده. دکجکي بند چه دقندهار په ١٥٠ کيلوميتري کي پروت دي دغه فابريکه دهلمند دسيند دپاسه چه دهيواد يو لوي سيند دي جوړه شويده دهلمند دسختو سيلابونو په کنترول کي هم رول لوبوي په ١٣٣٠ کال کي پيل او په ١٣٣٢ کال کي پايي ته ورسيده. دغه بند دوه توربينونه لري چه هر يو يي ١٦،٥ زره کيلو واټه ظرفيت لري.

دحرارتي بريښنا دستګاوي.

دمزار شريف دحرارتي بريښنا فابريکه :
دمزار شريف دحرارتي بريښنا فابريکه په اوسني وخت کي د حرارتي برق لويه فابريکه ده چه دشبرغان د طبعي ګازو څخه په استفادي سره فعاله شوه او دمزار شريف غرب په ٢٠ کيلومتري کي واقع ده.
مخکي په هيواد کي دحرارتي برق څخه استفاده ډيره کمه وه او صرف ګلبهار کي وه چه ظرفيت يي ٢٨٠٠ کيلو واټه وو پداسي حال کي چه دمزارشريف حرارتي برق ظرفيت ٣٦٠٠٠ کيلوواټو ته رسيږي او دهغي په جوړولو ٨٣٨ ميلونه افغاني لګښت راغلي دي دحاصل شوي برق څخه ٥٠٠٠ کيلو واټه د مزار شريف دسري په فابريکه کي په مصرف رسيږي.

دکابل دحرارتي بريښنا فابريکه :

دکوم ځايه چه دوچ کالي او ژمي په موسم کي دکابل په بريښنا کي کمبود احساس کيده نو داچه دسروبي دوهمي او دريمي پروژي جوړول زيات وخت نيوه نو ځکه ددي معاذلي دحل لپاره دکابل دحرارتي بريښنا فابريکه جوړه شوه او په همدي منظور په ١٣٥٣ او ١٣٥٤ کلونو کي دهغي کار تکميل شو دغي دستګاه دوه توربينونه لرل چه دهريو ظرفيت يي ٣١٠٠٠ کيلو واټه وو ددغي فابريکي دسون مواد دهيواد په شمال کي دخامو تيلو په واسطه تدارک کيده او په ١٣٥٧ کال کي په فعاليت شروع وکړه.



ماخذونه
الف: مجله بريښنا، داوبو او بريښنا وزارت نشراتي ارګان دريمه ګڼه کال ١٣٨٣.
ب: تڼيوال پوهاند محمد ظريف جغرافيه اقتصادي افغانستان، پوهاند حميدالله امين ختيځ بيارغوني ا داره (کور) څيړني لړ ٥٦ دچاپ کال اسد ١٣٨٢ اګست ٢٠٠٣ .
ت: دمعارف مجله: پنځم کال دوه شماره مارچ اپريل ٢٠٠٣ حوت حمل ١٣٨١، ١٣٨٢.



[1] يادګاري  محمد اشرف مطالبات اقتصاد انرژي
عارض غلام جيلاني دافغانستان عمومي اقتصادي جغرافيه مخ ١٨١

Tuesday, February 10, 2015

په پرمختیایی هیوادو کی د خارجی سوداګری ستونزی








 بسم الله الرحمن الرحیم

سريــــــزه
داچي دنړي پرمختياي هيوادونه ديوي خواپخپل ميځ کي اوله بلي خودصنعتي هيوادوسره څواړخيزي تجارتي اړيکي لري ،ځکه له يوي خوا په نړيواله کچه دکاردويش موضوع دنړي دپرمختياي هيوادونوترمينځ مختلفي اړيکي تشکيلوي اودبلي خوداچي تکنالوژي فهم ،ودانش اوقدرت په نړيواله کچه ډيرزيات توپيرلري اوهم دمولديت کچه په مختلفوهيوادوکي ډيره متفاوته ده ،چي داموضوعات دنړي ترمينځ دتجارتي اړيکودپراختيالپاره لازم ګڼل شويدي .
که دنړيوال تجارت منطقوي جوړښت په ديقت سره مطالعه کړونوڅرګنده به شي چي له نيماي څخه زيات نړيوال تجارت دصنعتي هيوادوترمينځ موجوددي ، دري پرڅلورمه برخه دصنعتي هيوادومجموعي صادرات دوباره صنعتي هيوادوته ځي .
نوپرهمدي اساس بايدپرمختياي هيوادونه پخپلومينځونوکي سره حمايوي پروګرمونوڅخه استفاده وکړي .
اوله بلي خوانه دپرمختياي هيوادونوتجارت دپرمختللوهيوادونوسره داسي عيارشويدي ،چي پرمختياي هيوادونه خام اونيم کاره مواد بيدون لدي څخه چي په هغي باندي کومه صنعتي مرحله تيره شي پرمختللوصنعتي هيوادونوته په ډيرناڅيزه قيمت سره ورکول کيږي ،دوخت په تيريدوسره ي قيمتونه نه لوړيږي که لوړهم شي ،نوډيرکم به لوړيږي ولي صنعتي هيوادونه پرمختياي هيوادونوته صنعتي اموال ورکوي چي په ډيرلوړقيمت سره په حقيقت سره دوي خپل تخنيک اومهارت په پرمختياي هيوادونوپلوري ،دبلي خوادوي کولي شي چي په کال کي دخپلوصادراتوقيمت سل فيصده لوړکړي ، دالويه ستونزه ده چي پرمختياي هيوادونه ورسره لاس اوګريوان دي .

 

دلمړنيواجناسودصادراتودرشداغيزي دپرمختياي هيوادوپه نوروسکتورونوباندي

په اکثروپرمختياي هيوادوکي صادراتي سکتورله نوروتوليدي سکتوروډيري لږي اړيکي لري ،چي پدي توګه پدي هيوادوکي دصادراتودسکتورودرشداغيزي ډيري لږي نوروسکتورونوته انتقاليږي دځينواقتصادپوهانوله انده دلته ضعيف (carry over )  موجوددي .[1]
همدارنګه داغيزي يوځي پدي پوري ارتباط نلري چي په کوم قوت سره صادراتوسکتوردملي اقتصاددصنايعو په چوکاټ کي شامل دي .
بلکي لدي سره هم لږي اړيکي لري چي څومره په شدت سره خلک پدي سکتورکي فعاليت کوي ،ترڅوپه خپلوتقاضاګانواوسپماسره نوي اقتصادي فعاليتونه تراغيزي لاندي راولي ( carry over) مخصوصا يواځي هغه وخت ليدل کيږي لکه چي بلمرني تقاضادايجاباتوسره سم په داخل کي دتوليدي عواملونوي ترکيب عملي اودتوليدي عواملودکيفت دښه تحقيق اونوي توليدي وسايل پکارواچول شي .ورسته دنتقال اغيزي مخصوصآ هغه وخت څرګنديږي کله چي صادراتي اجناسوتوليد دمسلکي اوتخصصي کارګرانوايجاب وکړي ،پدي حالاتوکي دصادراتودتوليددپراختياسره يوځي دکارګرانودتخصص سويه هم لوړيږي چي دپدي صورت کي داموضوع دنوروسکتورنولپاره هم ګټوره ده بي لدي چي هلته دپوهني اوروزني اضا في معارف دکارګرانولپاره رامينحته شي دتخنيکي پوهي دپراختيااوحرفوي تجاربوله لاري صادراتي سکتورمتشبثي پملرني اغيزي رامينځته کوي .
درشددانتقال اغيزي مخصوصآهغه وخت ليدل کيږي کله چي صادراتي توليدات مخصوص تشبثي قدرت اواستعداد ايجاب کړي پدي ترتيب سره دتشبث داستعداد وده تشويق اوتحريک کيږي ،چي دنوروسکتورونولپاره هم په داخل کي ګټور دي ، دصادراتي صنايعوڅخه هغه وخت درشد اغيزي پيداکيدلي شي ،هرڅومره چي دداخلي توليداتووڼده په استهلاکي مصارفوکي زياته وي اوله صادراتي سکتورڅخه لاسته راغلي عايد پکارواچول شي ،اوهرڅومره چي ددي عايد اوسپماپه داخل کي پکارواچول شي .



که چيري بهرني استهلاکي عادتونه تقليد شي ،دهغي په پايله کي تقاضاوارداتي استهلاکي اجناسوته زياتيږي ،نوپدي حالت کي پورتني شرايط اعتبارنلري .
دداخلي اقتصادرشدمخوصوصآهغه وخت زيات تشويقيږي کله چي دصادراتي اجناسوپه توليدسره دداخلي ساحوپخوانيوفعاليتونوته ډيرزيات احساس شي ،مطلب دپخوانيوفعاليتونودلته سختماني مواد،ساده ماشينونه ،پرزي ،کمکي مواد، اوپه همدي توګه ترميمات حفضه مراقبت اونوردي .
که برعکس پورتني اجناس په زياته اندازه له بهرڅخه واردشي نوپدي صورت کي دصادراتي اجناسوتوليد په داخلي اقتصادباندي په زاياته اندازه درشداغيزي نلري دلمړنيواجناسوصادرات به دټول ملي اقتصاددرشدته هغه وخت ګټوروي کله چي دهغي لپاره داسي زيربيناي سرمايګزاريګاني رامينځته شي ګومي چي دنوروساحولپاره هم ګټوري وي .
مسلا که چيرته دريل ليکه دصادراتي اجناسودترنسپورت لپاره پربندره جوړه شي ،نولدي څخه دنوروتوليداتولپاره هم کاراخستل کيداي شي اوياهم داچي دترنسپورت مصارف ټيټ شي نودهغه پواسطه توليدات په نورو ساحوکي هم تشويقيږي .
دپرمختياي هيوادوپه هکله په علمي اوتحقيقي اثاروکي اکثره داسي نضرورکول کيږي چي پرمختياي هيوادونه اکثره داسي اجناس صادروي چي دهغه توليد درشدډيرلږانتقالي اغيزي لري .
اوداسي هم ادعاکيږي چي په پرمختياي هيوادويوډيرپرمختللي سکتوراوډيرورسته پاتي سکتورچي دداخل لپاره توليدات لري يودبل ترڅنګ موجودوي چي لدي څخه ثنويت رامينځته کيږي چي پدي توګه دوه يوله بله کم اوزيات جلاټولنيزسيتمونه يودبل په مقابل کي جوړيږي ، له يوي خويوښاري ،عصري سکتورچي له صنعتي هيوادوسره اقتصادي اړيکي لري مينځته راځي اوله بلي خويوعنعنوي زراعتي  سکتوروجودلري
چي دلمړي سکتورهيڅ ډول اغيزه هلته نه څرګنديږي .
چي له يوي خودماکيټ لپاره اجناس توليديږي اوله نوي تخنک څخه کاراخستل کيږي ،چي هلته دسرماي تشديد يت ډيرزيات اودکارمولديت ډيرلوړدي ،له بلي خوڅخه ورسته پاتي والي تسلط لري چي هلته له نوي تخنک څخه ډيرکم کاراخستل کيږي اودکارمولوديت هم ډيرټيټ دي .



( sunkel ) او ( myrdeal ) له انده پدي سنويت کي دپرمختياي هيوادوکي  ډيري زياتي اقتصادي اوټولنيزي ستونزي موجودي دي .
ديادولووړخبره داده چي دلومړنيواجناسودصادراتي اغيزودقيق څرنګوالي ديوجنس څخه تربل جنس پوري اوديوهيوادڅخه تربل هيوادپوري ډيرتفاوت لري اوپه دي هکله عمومي ادعاچي ټولونه داعتباروړده وجودنلري دهغه دقيقه ټاکنه په هرهيوادکي ځانګړي څيړني غواړي .


دتبادلي درابطي انکشاف په پرمختياي هيوادوکي

دتبادلي رابطه ( terns of  trade ) ددوه اقتصادي واحدوترميځ ( هيوادونه ،سکتورونه ، افراد ) دتبادلي شرايط توضيح کوي ، دتبادلي رابطه دتبادلي دمختلفوملحوضاتوته نسبت کيداي شي .
Prebisch  په نظر دتبادلي درابطي دخرابيدوپه هکله ډيروخت په اکاډميکه برخه کي تربحث لاندي وه اونن ورځ هم په انکشافي سياست کي دپرمختياي هيوادودتصنيف لپاره تري استفاده کيږي ، دانظردورسته پاتي کيدودتوضح لپاره ډيرهميت لري perbisch  له انده طويل امدت دلومړنيواجناسودتبادلي رابطه دصنعتي اجناسودتبادلي درابطي په مقابل کي خرابيږي ، په پرمختياي هيوادوکي لومړني اجناس دهغوي دصادراتولويه ونډه اوصنعتي اجناس دهغوي دوارداتولويه ونډه تشکيلوي نولدي کبله ددوي دتبادلي رابطه ( terms of trade) خرابيږي ، که په يوهيوادکي دتبادلي حقيقي رابطه خرابه شي نودامستقيمآ درفاهيت په ټيټوالي باندي اغيزه لري ،ځکه دهغه صادراتي جنس لپاره ديوبل جنس لږمقداروارديدلي شي ، په اکثروپرمختياي هيوادوکي دتبادلي رابطه ټيټيږي چي له هغي سره يوځي ددي هيوادوعمومي رفاهيت اودژوندکچه هم ټيټږي ، داکثروپرمختياي هيوادودتبادلي درابطي خرابيدل ددي هيوادودبهرني تجارت پايله ده چي داموضوع ددي هيوادودقتصادي ودي يوبل مانع ګڼل کيږي .
دتبادلي درابطي انکشاف په يوهيوادکي مخصوصآددي هيوادصادراتي اجناسوته په بهرکي دعايداتودارتجاعيت په تقاضاپوري اوپه داخل کي وارداتي اجناسوته دعايداتوارتجاعيت په تقاضاپوري تړلي ده ، دتبادلي رابطه دپرمختياي هيوادولپاره په نسبي توګه يوشميراقتصادي شريطودشته والي له امله خراب دي چي هغه په لاندي توګه بيانيږي .
١- دعايد ارتجاعيت دلمړني اجناسودتقاضالپاره (چي غوره صادرونکي ي پرمختياي هيوادونه دي ) په نسبي توګه ډيره ټيټه ده پدي معني چي دعايد په زياتيدوسره يوځي کميږي .
په نړيوله کچه دتقاضادعايدارتجاعيت داکثروپرمختياي هيوادودصادراتي اجناسولپاره ديوه څخه کوچني ده، مخصوصآ دچغندرو، وريجو،قهوه ، ککو، چاي ، پونبي ، قلعي اونورولپاره دااجناس په پرمختياي هيوادوکي ډيراهميت لري ، اودعايد ارتجاعيت ي ډيرکوچني دي .
٢- برعکس دعايد ارتجاعيت په صنعتي اجناسودتقاضالپاره ( غوره صادرونکي ي صنعتي هيوادونه دي ) په نسبي توګه سره لوړه ده ، پدي معني چي دعايد په زياتيدوسره يوځي دعايدوڼده چي دصنعتي اجناسولپاره استفاده کيږي هم کميږي ، چي دځينوتوليداتولپاره داوڼده حتي دعايدپه زياتوالي هم زرلوړيږي ( دلوکسواجناسولپاره ) .
٣- درقابت درجه داجناسوپه بازاروکي دپرمختياي هيوادودتوليداتولپاره ډيره لوړه ده نظردصنعتي هيوادوتوليداتوته ، دالدي کبله ممکنه ده چي اومه مواد اکثره ډيرزيات متجانس اجناس دي نظرصنعتي توليداتوته .
٤ _ درقابت درجه پرمختياي هيوادودکارپه بازاروکي ډيره لوړه ده ،نظرصنعتي هيوادوته ، په پرمختياي هيوادوکي دکارګري اتحاديوقدرت ډيرکم اودکارګرانوشميرډيرزيات دي ، يعني پدي هيوادوکي ډيره بي کاري وجودلري ،پداسي حال کي چي په صنعتي هيوادوکي دکارنيروډيره کمه ده اودکارګري اتحادي ډيرقدرت لري داپدي معني ده چي دمولوديت لوړوالي په صنعتي هيوادوکي دلوړمزدپه توګه استفاده کيږي اودقيمتونوپه ټيټوالي اغيزه نلري لدي کبله دصادراتي اجناسوقيمت نه ټيټيږي برعکس دمولوديت زياتوالي په پرمختياي هيوادوکي دقيمتونو په ټيټوالي باندي اغيزمن دي ، صادراتي اجناس ي ارزنه کيږي  ديته پاملرته کوچي دمولوديت دلوړيدوسره يوځي مزدونه لوړکړي لدي کبله دصنعتي هيوادودصادراتي اجناسوقيمتونه نه ټيټږي برعکس په پرمختياي هيوادوکي ، prebisch )) له انده اکثرآ دمولوديت دلوړوالي څخه دعواملودباداش په توګه کارنه اخستل کيږي بلکي دقيمتودټيټوالي په موخه تري استفاده کيږي لدي خواپه پرمختياي هيوادوکي دصادراتي اجناسوپه قيمتوباندي فشاروجودلري اودفشارپه صنعتي هيوادوکي په صادراتي اجناسوباندي وجودنلري ، چي ددي عمل پايله دپرمختياي هيوادولپاره دتبادلي خرابوالي دي ددي خبري معني داده چي پرمختياي هيوادونه دصنعتي هيوادولخواثتثماريږي دتبادلودمختلفوطرحوڅيړنه څرنګندوي چي دابه نامناسبه وي چي دتبادلي درابطي ټيټوالي په اتوماته توګه درفاهيت له ضررسره مساوي وشميرو ، پدي هکله بايد دتقاضااوعرضي دشرايطوتغيرات هم په نظرکي ونيول شي .
دپرمختاي اوصنعتي هيوادولپاره دعمومي شاخصونوټاکل په محدوده توګه دبيان قدرت لري ، ځکه دوارداتواوصادراتوجوړښت د يوهيواددبل څخه ډيرتوپيرلري اوداهم مناسبه خبره نده چي پرمختاي هيوادونه يواځي داومه موادودصادرونکواوصنعتي هيوادونه يواځي دصنعتي اجناسودصادرونکوپه توګه وښايو.
په پرمختياي هيوادوکي يوشميربريالي هيوادونه شته چي صنعتي توليدات صادروي لکه ارجنټاين ، برازيل ، مکسيکو، هانګ کانګ ، هيندوستان ، سهيلي کوريا ،سينګاپور اوتايوان دي چي په همدي توګه دصنعتي هيوادوپه شميرکي هم يوتعدادهيوادونه شته چي زراعتي معدني اومه موادصادروي لکه استرليا، ډنمارک ، نيوزرلينډ ، هالينډ ،سهيلي افريقا، اواصلاع متحده امريکاد ي .
لدي کبله دتبادلي درابطي توپيردپرمختياي هيوادواوصنعتي هيوادوترمينځ دتبادلي درابطي داومه موادوصنعتي توليداتوترمينځ سره کاملا شباهت لري .
دتبادلي درابطي سنجش يواځي هغه وخت دروست دي ، هرکله چي دهيوادواوتوليداتولپاره په ځانګړي توګه صورت ومومي .
ديوشميراقتصادپوهانوله نظره دتبادلي شريط په صنعتي هيوادواوپرمختياي هيوادوکي سره يوشان ندي ، دبيلګي په توګه دصنعتي يوساعت کارله پنځه ساعته کار پرمختياي هيوادوسره سمون خوري اوتبادله کيږي .
ددي علماوله انده ددي هيوادوورسته پاتي کيدويودليل همدادتبادلي عدم تساوي دي صنعتي هيوادونه دپرمختياي هيوادوپه زورپرمختګ کوي .
پدي نظريه کي ددي حقيقت څخه سترګي پټي شويدي چي کارپه پرمختياي هيوادوکي نطرصنعتي هيوادوته کاملا بل کيفت لري ، کارګران په يوصنعتي هيوادپه عمومي توګه ډيرمسلکي اوتخصوصي دي نظرپرمختياي هيوادوته ، په يوکارګردمسلکي پوهي دلوړولولپاره په صنعتي هيوادوکي ډيره زياته سرمايه ګزاري شوي نظرپرمختياي هيوادوته .
برسيره پردي په جنسي سرماي سنمبالول په هرهيواداوهرسکتورکي ډيرزيات توپيرلري چي اصلادمقايسي وړندي .

دوارداتوتعويض  Import substitution ) )

دوارداتودتعويض موخه داده چي اوسني واردات په داخلي توليداتوتعويض کړو دي هدف ته درسيدولپاره هڅه اوهاندکيږي اودوارداتودتعويضي سياست څخه کاراخستل کيږي اودتادياتودبيلانس دبهران څخه منشااخلي ، ددي سياست په چوکاټ داخلي صنايع دبهرنيورقيبانوپه مقابل کي حمايه کيږي .[2]
اکثره پرمختياي هيوادوکي په لمړي ګام کي داستهلاکي اجناسوصنايع دوارداتوپه ځاي تعويض شي چي پدي توګه په داخل کي يوپراخه توليدي جوړښت رامينځته شي
پرمختياي هيوادونه داسياست دصنعتي کولوله سياست سره جوښت تعبيروي اوکيداشي زراعتي اوياصنعتي سکتوردوارداتودتعويض موضوع وي دوارداتومطلق تعويض پدي معني دي چي دوارداتوونډه په مجموعي داخلي تواليداتوکي کمه شي .
دداخلي تقاضايوه مهمه برخه دداخلي توليداتوپواسطه تکافوکيږي .
دوارداتوتعويض کيداي شي چي يوطبعي جريان وي پدي معني چي په يوپرمختللي  اقتصادکي چي دازادتجارت شرايط هم وجودولري نوي توليدي ظرفيتونه رامينځته شي چي له يوي خوا داوسني وارداتي توليداتوسره رقابت وکړي اوله بلي خوادصادراتوامکنات پيداکړي .
دوارداتوطبعي تعويض پدي معني ا دي چي دهيواددخپلومقايسوي توليدي امتيازاتوپه بنسټ تخصص وکړي اوپدي ترتيب سره دطويل امدت دنړيوال تقسيم کار په چوکاټ کي خپل ځانګړي موقيف تسبت کړي .
دوارداتوتعويض سياست ډيراهداف لري په پرمختياي هيوادوکي پدي هکله دانتقلايت هدف هم بازي کوي همدارنګه دسياسي استقلال ترڅنګ دلته اقتصادي استقلال هم بايد تامين شي .
پدي هکله يوهدف عبارت له  (self sufficiehcy  ) څخه نور اهداف دوارداتودتعويضي سياست عبارت دي .
دداخلي جوړښت ، صنعتي کول ، دداخلي توليداتوجوړښت ، تنوع اوپراختيااودوارداتومحدول په ځانګړي توبه پولوکسواجناسومحدوديت .
يوهيوادهغه وخت کوالي شي چي يوتوليد بهرته صادرکړي کله چي نوموړي توليد پخواپه داخل کي توليد اوپه داخل کي خرڅ شوي وي ، مخصوصاهغه پرمختياي هيوادونه چي هلته صنعتي سويه ډيره ټيټه وي نوپدي صورت کي به هغه صنايع وده وکړي چي دداخلي مارکيټونولپاره توليد وکړي ،هرکله چي په داخل کي صنعتي کولوپروسي وده وکړه اوبريالي شوه نوپدي حالت کي دصادراتولپاره لاره هواريږ ي، بل دليل دداخلي صنايعودمحافضت لپاره دبهرنيوپايلودتبارزڅخه اشتقاقيږي ،دپرمختياي هيوادولپاره ددووځانګړوامکناتويادونه کيږي يوي دادي چي يوي سرمايه ګزاري سره يوځي په يوي تصدي کي پوه اواستعدادترلاسه کيږي چي دموضوع دنورو تصديانولپاره هم ګټوره ده بي لدي چي هغوي مصارف متقبل شي .
کله چي دتوليد تخنک په يوه هيوادکي شهرت پيدا کړي نوبيادډيروتصديانولخوااستفاده کيږي بي لدي چي مصارف ي متقبل شي ، کوم مصارف چي تصدي لمړي واردتخنک داستفادي لپاره قبلوي دنوي تخنک درواجولواواستفادي سره يوځي پوهنه اوروزنه هم زياتيږ ي غيرمسلکي کارګران بايد دمسلکي کارګرانولخوتربيه شي ، کچيري يوکاګرتربيه شي اوبياهغه له هغه ځاي څخه بل ځاي ته تبديل شي نودلته بياداټول مصارف بي ځايه دي اوفايده نلري .


دصادراتوتنوع

دصادراتوتنوع پدي معني اده ، چي دصادراتوونډه په غيرخالصوټولنيزوتوليداتوکي زياته شي اوداچي دصادراتوجوړښت داجناسواومنطقي کبله پراختياومومي دصادراتوافقي تنوع اکثرا دصادراتودعمودي تعويض سره اړيکي لري ، اوهغه وخت موجودوي ، کله چي ديوجنس دلږ کاري مرحلوصادرات له يوبل جنس سره چي ډيري کاري مرحلي ولري تعويض شي ، دبيلګي په توګه کچيري دپونبي دصادرولوپرځاي تکه توليداوبياتکه صادرشي .
که ديوشميرپرمختياي هيوادودوارداتودتعويض تجارب ( لکه دلاتيني امريکي دهيوادواوهيندوستان ) اوديوشميرهيوادودبيلتون هڅي دنړيوال مارکيټ څخه لکه (چين اوبرما) ديوشميرزياتوپرمختياي هيوادودصادراتودتنوع دسياست سره مقايسه شي ، نوڅرګنده به شي چي دصادراتودتنوع پايلي به په پرمختياي هيوادوکي ډيري برياوي ترلاسه کړي ، نولدي کبله اکثرا پرمختياي هيوادونه ددي سياست څخه کاراخلي .

داقتصادي ودي سرعت اودژوند دکچي لوړوالي دنړيوال اقتصادي دتقسيم کارله لاري دصادراتودتنوع دسياست له غوره اهدافوڅخه شميرل کيږي ،برسيره پردي دصادراتوتنوع دسياست موخه داهم ده چي دنړيوال اقتصادمربوطيت اواغيزه لږه شي ،اودمربوطيت دکموالي لپاره بايد دصادراتوتنوع داجناسواوهيوادوله کبله تطبيق شي
دنړيوال اقتصاد دتقسيم کارسره انظمام ،تخصص په توليد دهغواجناسوکي چي نسبي توليد ي امتياز لري اودرفاهيت تحقق دتجارت له لاري دصادراتودتنوع په ستراتيجي تيوريکي اساست دي .
اودصادراتودتنوع مهم شرط دي چي دصادراتووړاجناس زيات کړوداخبره پدي معني ا ده چي پرمختيا ي هيوادونه دخپلومقايسوي توليدي امتيازاتوڅخه ګټه واخلي اودهغواجناسوپه توليد کي زياته هڅه اوهاندوکړي چي تشديدي کارغواړي اوپدي برخه کي خپل تخصص ته پراختياورکړي چي داتوليدات اوجناس ډيره لږه سرمايه اوروزنيزه سرمايه (پوهه اوروزنه ايجابوي )
دعايدلوړارتجاعيت دتقاضاوصنعتي توليداتوته ددي توليدلپاره درشدښه زمينه برابروي مخصوصادروشدزمينه به هلته ډيره ښه وي چي دکيفت دبهبوداولوړتيالپاره هڅه وشي ، اوستنډرډ کولو ته پاملرنه وشي ، کچيري داتوليدات يواځي په لومړي سرکي په داخلي مارکيټونوکي پلورل کيږي ،بايد له پخواڅخه دصادراتودتوليد ته توجوع وشي ، دوارداتودتعويضي سياست په چوکاټ کي دتوليداتوصادراتي قدرت له مينځه ځي ،لدي کبله ضروري ده چي داخلي مولدين بهرني رقابت له پخواڅخه په نظرکي ونيسي ،دبهرني رقابت فشارددي لپاره ډيرمناسب دي ترڅوداخلي توليدات دمقايسوي امتيازاتوپه پاملرني سره تشويق کړو دمقايسوي امتيازاتوتعديل په يوهيوادکي داسي توضيح چي دداخلي عواملوترکيب دانکشافي پروسي په وخت کي تغيروړي .
دټايپيک مسال دهغه لپاره سينګاپوردي په پنځوسمه اوشپيتمه لسيزه کي دي هيوادداسي اجناس توليدول چي تشديد کاري ايجابولو.
پس له څوکالوهلته دکارپه مارکيټ کي دبي کاري موضوع نه بلکي دکاردقلت موضوع هم مهمه وه اودمزدکچه هم ډيره لوړه وه نوپدي وخت کي دداخلي توليداتوجوړښت ډيرزيات تغيرومونداوهغه اجناس توليد شول چي پرمختللي تخنيک ي ايجابوي ،پدي وخت کي به سينګاپوردنيساجي صنايعواوکاليوجوړولوصنايعوخپل هميت له لاسه ورکړو اودالکترونيکي اجناسوتوليدته ډيره پاملرنه وشوه .

بل مهم شرط دصادراتودتنوع دبريالپاره توليداتوته دکيفت لوړيد ل اودتوليداتودمصارفاتوکمول ي ډيرزيات حمايوي اقدمات چي دوارداتودتعويضي سياست دتشويق لپاره پکاراچول کيږي اکثره غيرتوليدي ميتودونه لوړتوليدي مصارف اوراکد ضرفيتونه رامينځته کوي ، کله چي دوارداتوتشويقي تعوضي سياست دصادراتودتنوع په سياست باندي تبديل شي نودلته ليدل کيږي چي دحمايوي اقداماتوله مينځه وړل څومره زيات مقاومتونه رامينځته کوي داموضوع په صنعتي هيوادوکي هم ليدل شويده ،لدي کبله لازمه ده چي داخلي مولدين له پخواڅخه دبهرني رقابت لپاره اماده شي ،پدي توګه ددي ممانعت کيږي چي ترڅودموثريت څخه صرف نظرونشي .



دپرمختياي هيوادوموقف په نړيوال تجارت کي


دنړي پرمختياي هيوادونه له يوخوپه خپل مينځ کي اوله بلي خودصنعتي هيوادوسره [3]څواړخيزي سوداګريزي اړيکي لري ،ځکه له يوي خوپه نړيواله کچه دکارويش داړيکي ايجابوي اودبلي خوداچي دتکنالوژي فهم ،دانش اوقدرت په نړيواله کچه ډيرزيات توپيرلري ،چي دموضوعات هم دبهرنيواړيکوپه پراختياددي هيوادوپه مينځ کي لازمي بولي په نړيول تجارت کي دصنعتي هيوادوونډه ډيره زياته ده چي په اخروکلونوکي دهغوي ونډه ډيره زياته کمه شويده ،د١٩٧٣ م کال راپديخوادتيلوصادرونکوهيوادوونډه دوه چنده شويده ،پداسي حال کي چي دنوروهيوادوونډه رکودلري ، په ١٩٥٠ م کال کي پرمختياي هيوادونه په نړيوالوصادراتوکي ي وڼده ٣٧ % وه په هغه وخت کي چي تيلوصادرات دپرمختياي هيوادولپاره کوم هميت نه درلوده .
که دنړيوال تجارت منطقوي جوړښت په ديقت سره مطالعه کړونوڅرګنده به شي چي دنيماي څخه زيات نړيوال تجارت دصنعتي هيوادوترمينځ موجوده ده ،٣ پرڅلوربرخودصنعتي هيوادومجموعي صادرات دوباره صنعتي هيوادوته راځي ،پرمختياي هيوادونه چي تيل نلري ٦٠ % دهغوصادرات صنعتي هيوادوته استول کيږي اويواځي ١،٣ برخه دهغوي بهرني سواداګر ي ددي ګروپ ترمينځ وي (دسهيل _سهيل _ سوداګري ) دتيلوصادرونکوهيوادو٦٥  %صادرات صنعتي هيوادوته ليږل کيږ ي ٥  %دخپل ګروپ هيوادوته استول کيږي ، او٢٨ % هغه پرمختياي هيوادوته چي تيل نلري استول کيږي .
دبلي خودپرمختياي هيوادوغوره صادراتي اقلام اومه مواداواولي اجناس دي ،ددي هيوادوغوره واردات صنعتي اجناس دي ،پرمختياي هيوادونه اکثره اومه موادتوليدوي اوهغه بياصنعتي هيوادوته صادروي اوله هغه هيوادوڅخه تکميل شوي صنعتي اجناس واردوي .
ددپرمختياي هيوادوځانګړي صادراتي جوړښت له يوي خوددي هيوادواقتصادي ورسته پاتي کيدوپايله اوله بلي خوابياپخپله دورسته پاتي کيدومهم عامل کڼل کيږي .
دواردتوضرورت په پرمختياي هيوادوکي ډيرزيات دي ځکه وارداتي اجناس مستقيمادانکشافي پروسي دسرعت لپاره په پرمختياي هيوادوکي ضروري دي .
دپرمختياي هيوادودصنعتي کولوپروسه بي دسرمايوي اجناسوداونيم کاره محصولاتودوارداتوڅخه اصلاپرمختګ نشي کولي .
په لنډۀ توګه داسي ادعاکولي شو چي داسعاروقلت په اکثروپرمختياي هيوادوکي ددوي بهرني تجارت دجوړښت پايله ده اوداسعاروقلت بياددوي مانع ګرځي ځکه چي داسعاروقلت دسرمايه ګزاري دپراختيااودتوليدي ضرفيتونودزياتوالي لپاره ستونزي رامينځته کوي .







ماخذونه

١- (شهيدي) نذيراحمد،دپرمختياي هيوادواقتصادي ستونزي    ٢٠٠٥ م کال

٢- (دوديال ) محمدبشير ،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه  ١٣٨١ ه ش کال

      
3-Schaum frank : wirrschaftspolitik   als .entwick  lungs polititik  hamburg  1988

4- storkebaum. W. entwicklungsdaender. Und entiwicklungs eolitik








[1] - (شهيدي ) نظيراحمد ، د پرمختياي هيوادونواقتصادي ستونزي  ، کال ٢٠٠٥ م
[2] - (د وديا ل ) محمد بشير ،داقتصادي پرمختيا تيوري اوپلان جوړونه کال ١٣٨١ ه ش
[3] - ( شهيدي ) نظير احمد ، دپرمختياي هيوادونو اقتصادي ستونزي کال ٢٠٠٥ م