Tuesday, February 10, 2015

سرمایه داری نظام




دسرمايه داري نظام پيژندنه

سرمايه داري نظام داسي يو سستم دي چي په هغي کي توليدي وسايل لکه ځمکه ، فابريکي ، تصدي ، ودکانونه ،کروباري اداري ، او نو ر توليدي سامان الا ت دخلکو فردي ملکيت دي او اشخاص کوښښ کوي چي توليدي وسايل دزياتو ګټو دلاسته راوړلو لپاره استعما ل کړي اوددي اختيار لري چي دنوري پانګي دلاسته راودلولپاره دخپلووسايلو څخه استفاده وکړي پدغه سستم کي دعرضي اوتقاضا قوه په ازاده توګه په کاروړل ګيږي اوداقتصادي اساسي مسايلولکه څه توليدشي ؟ دچالپاره توليد شي ؟ کله توليد شي اوتوليد دمؤلدينو ترمنځ څرنګه وويشل شي په سرمايه داري نظام کي دغه مسائيل دقيمتونو دمکانيزم په واسطه حل کيږي يعني پدي اقتصادي نظام کي دعرضي اوتثاضايو ځاي والي دقيمتونونظام تعينو ي دهرشي غيمت په مارکيټ کي دعرضي اوتقاضا په واسطه په ازادانه ډول ټاکل کيږي اودولت په اقتصادي چاروکي مداخله نه کوي دمولدينو رقابت په نتيجه کي داجناسو قيمتونه ټيټيږي اوپه  ښه کيفيت سره اجناس بازار ته عرضه کيږي .
کولي شو سرمايه داري نظام په لاندي ډول تعريف کړو :
سرمايه داري نظام داسي يو سستم څخه عبارت دي چي هغه په شخصي ملکيت باندي ولاړوي اوپدي سستم کي توليدي وسايل اواقتصادي فعاليتونه دشخصي ګټي لاسته راوړلو لپاره په کاروړل کيږ ي په نني وخت کي په امريکا، غربي اروپااوداسياپه زياتروهيوادونوکي داسستم مروج دي


دسرمايه داري نظام ځانګړتياوي
دسرمايه داري نظام ځيني مهمي ځانګړتياوي په لاندي ډول دي
الف :شخصي ملکيت :-  په سرمانه داري نطام کي ډيرمهم شي دخلکو خصوصي ملکيت دي پدي نظام کي مختلف وسايل لکه ځمکه ، فابريکي ،باغونه ،بانکونه ، کورونه ،سرمايه ، صنعتي اوتجارتي اداري دخلکو په خصوصي ملکيت کي وي اوهغوي په خپله خوښه دگټي دلاسته داوړلو لپاره دوسايلوقانوني حقلري اوکولي شي چي ملکيت په کلي ياقسمي توګه ورثاؤ ته انتقال کړي .
ب : دکاردانتخاب ازادي : سرمايه داري نظام هرشخص ته دکاروباردازادي حق ورکوي او هرشخص پخپله خوښه دخپل استعداد اواقتصادي حالت مطابق کاروباراختيارولي شي (١) اوخپلي ګټي په خاطرهرکارچي ئي زړه وي انتخابولي شي لکه صنعت ،زراعت ، تحارت اوداسي نور
البته دکاروباازادي ترهغي وخت پوري ممکنه وي ترڅوچي هغوي دقوانينوپابندي وي کچيري مولدين مضراشياء توليد کړي نو قانوناً دهغوي دکاروبارازادي سلب کيږي .
ج : داقتصادي فعاليتو نو اصلي هدف دګټي لاسته راوړل دي
په سرمايه داري نظام کي دمولدينو ، صنعت کارانو اصلي مقصد دزياتي ګټي لاس ته راوړل دي مولدين هغه اجناس توليدوي چي زياته ګټه ترلاسه کړي اګرکه دټولني په ګټه نه وي اوکوشش کوي چي خپل اجناس په زيات قيمت سره بازار ته عرضه کړي دګټي تعينول دسرمايه داري نظام په تشکيل کي مهم رول لوبوي څومره چي ګټه کميږي نوورسره مولدين توليدات هم کموي .
(٢) منتظر عبدالوکيل، ليکچرنوټ  ١ مخ
 
(١) خټک ثناءالله ، بنيادي معاشيات  ٢٤٩ مخ
 
د : دقيمتونوميکانيزم : په سرمايه داري نظام کي دکاليو اوخدماتو قيمتونه دکاليو اوخدماتو په بازارکي دعرضي اوتقاضاپه اساس ټاکل کيږي (٢) قيمتونه نه يوازي داچي مولدينو ته لارښونه کوي لکه څومره اجناس ، دچالپاره په څومره مقدار بايد توليدشي بلکه دمستهليکينو لپاره هم درهنما حيثيت لري دقيمتونوپه وجه داجناسو په عرضه اوتقاضا کي توازن تيداکيږي .

 هـ : اقتصادي رقابت : اقتصادي رقابت دتوليد په زياتوالي اوښه والي کي ستره ونډه لري اودنرخونو په ټيټدلو کي مهم رول لوبوي (١) مولدين کوشش کوي چي دخپل رقيب دماتولولپاره په کم قيمت او ښه کيفيت سره اجناس بازارته عرضه کړي او بازارترخپل کنترول لاندي راولي اورقيب دبازارڅخه وباسي درقابت په نتيجه کي مستهليکين په کم قيمت سره دضرورت وړ اجناس خريداري کوي نوويلي شو چي رقابت دسرمايه داري نظام دکاميابۍ ضامن دي .
و : په مصارفوکي دمستهلک ازادي :په سرمايه داري نظام کي مستهلکين اختيار لري چي دخپلي خوښي اشياء اواحناس لاس ته داوړي پدي سستم کي مستهلک په کافي اندازه مداخله کوي ځکه مولد دخپلي ګټي دلاس ته راوړلو پخاطر هغه اجناس توليدوي کوم چي مستهلک دمعيارمطابق وي .

دسرمايه داري نظام ښنګڼې
په سرمايه داري نظام کي يوڅه ښه والي شته چي موږيي په لاندي توګه په تفصيل سره ذکرکوؤ.
الف : حمهوري نظام دي :پدي معني چي پدي نظام کي توليدونکي دهرقسم اجناسو په هنره اندازعه توليدولو کي ازادي لري اوهمدارنګه مستهلک دخپلي خوښ سره سم دهرنوعه اجناسو داخستلو لپاره ازادي لري په دوي باندي دهيڅ لوري څخه بنديز او پابندي وجودنلري .
(١) رحماني محمد شريف      سياست اواقتصاد داسلام په رڼاکي  ٢٢٤ مخ
 
ب: خودکاره نظام دي : سرمايه داري مظام يوخودکاره نظام دي ځکه چي ددي نظام دچلولو لپاره هيڅ حکومت يامرکزته ضرورت نشته ددي نظام دکاميابولو اوپرمختګ پخاطر دولت هيڅ پلان نه جوړوي اويه ورته ِظ،ظټ شته يواځي دقيمتونو ميکانيزم دي نظام کي مرکزي رول لوبوي داشياؤ عرضه او تقاضا اواقتصادي معاملات دقيمتونو په ذريعه پخپله ضحت مومي .
ج: نوي تکنالوژي اواختراعات:  په سرمايه داري نطام کي مولري دزياتي ګټي دلاسته راوړلو په منظوردنوو اوعصري وسايلو اوتکنالوژي څخه استفاده کوي چي په نتيجه کي نوي اخترعات رامنځته کيږي همدارنګه مولدين دمختلفو اجناسو دتوليد خطرات پخپله غاړه اخلي چي په نتيجه کي اقتصادي انکشاف باعث ګرځي .
د: دتوليدي وسايلو بهتر استعمال : پدي نظام کي اشخاصوته دوسايلو دهصوصي استعمال حق ورکړل سوي دي .
همدارنګه مولدين درقابت په اساس اجناس توليدوي اوهغه بيا مارکيټ ته عرضه کوي درقابت په وجه مولدين کوشش کوي چي توليدي وسايل پداسي طريقه استعمال کړي چي دهغي توليدي مصارف کم ترکمه اوکيفيت اوکميت زيات نه زيات شي نوپدي توګه وسايل په نړيوال سطحه په بهتر ډول استعماليږي .
هـ : په اقتصادي چارو کي ددولت عدم مداخله : په سرمايه داري نظام کي ددولت په اقتصادي چارو کي مداخله نه کوي مولدين هغه اجناس توليدوي چي مستهلکين يي غواړي همدارنګه مستهلکين دمصارفو په کولو کي هم ازادي لري اومولدين هغه اجناس نه توليدوي چي مستهلک يي نه خوښوي نوپدي توګه دولت په اقتصادي چارو کي مداخله نه کوي .
و : دپانګي اجوني زياتوالي : په دي سستم کي سرمايه داران صنعت کاران مولدين اوتجاران دګټي دلاسته راوړلو لپاره دهرنوعه کاروبار ازادي لري ترڅو دخپل ژوند سطحه لوړه کړي اودمرګ څخه وروسته خپله ټوله شتمني خپلو دوارثانوته انتقال کړي پدي ډول دګټو دلاسته راوړلوعملي ته دوام ورکوي اويو څه اندازه ګټه پس اندازاو کوي او زيرمه شوي پانګه دنوي پانګي اچوني لپاره په کار اچوي .


دسرمايه داري نظام نيمگړتياوي
په سرمايه داري نظام کي ډيري نمګړتياوي موجودي دي چي مونږ يي ځيني په لاندي دول ذکر کوؤ.
١ : سرمائي ته دانسان په نسبت فوقيت ورکول :
پدي نظام کي خصوصي ملکيت اوسرمايه مرکزي نحيثيت لري سرمايه داره طبقه خپله شتمني  جايداد ، تصدي او تجارتي فعاليتونه ،ګټو ته په انساني ګټو اوکراماتو ترجيح ورکو ل سرمايه داره طبقه يوازي هغه کار کوي چي زياته ګټه لاسته راوړي اوخپله سرمايه محفوظه وساتي اګرکه انساني حقوق ترپښو لاندي شي پداسي اقتصادي فعاليتونو لاس نه پوري کوي چي دټولني سوکالي په کي موجوده وي بلکه هدف يي يوازي دخپلي ګټي لاسته راوړل وي (١)
٢ : په اشتهارتوباندي بيځايه مصارف :
پدي نظام کي لوي نقصان دادي چي مولدين دخپلو اجناسو دخرڅلاؤ دترويج لپاره په اعلاناتو لاس پوري کي اودغه ټول مصارف داجناسو په قيمتونو باندي اچول کيږي اودمستهلکينو څخه اخستل کيږي دغه اعلانات ټولني ته هيڅ گټه نلري اوپه زياته اندازه ملي شتمني ضايع کيږي اوباالاخره ټوليه زيانمنه کيږي .
٣: توليدي وسايل په محدودولاسونو کي غورزيدل :
سرمايه داري نظام ټوليزي گټي  په نظر کي نه نيسي بلکه دايو داسي ځانګړي طبقي ترڅنګ ودريږي چي دتوليدي ټول وسايل په لاس کي ولري چي دغه طبقه له يوي خواخپلي پانګي اچوني ته پراختيا ورکوي اودبلي خواواړه واړه توليدونکي اوسوداګران داقتصادي فعاليت له ميدان څخه وباسي اوپدي توګه مارکيټ ترخپل کيترول لاندي راولي اوپه نتيجه کي په احتکارلاس پوري کوي چي داکارپه حقيقت کي دټولني په ضرر تميږي اوپانګه يوازي په څو لاسونو کي غورزيږي .




(١) رحماني محمد شريف سياست داسلام په رڼا کي  ٢٢٤ مخ
 
 
٤: دمزد ټاکل :
په پانګوالي نظام کي دمزد په ټاکنه کي انساني عاطفه اوزړه سوي نه وي اوپه کارګر هم دعرضي اوتقاضا قانو ن جاري کيږي اودکارمزد دمولد لخواپخپله خوښه ټاکل کيږي .

٥ : اقتصادي بُحران :
په پانګوال نظام کي صنعت فابريکي ،تصدي شرکتونه دپانګوالي په خصوصي ملکيت کي وي همدارنګه مولدين دداسي اجناسو په توليد کي سيالي کوي جي دملکو مخه ورته زياته وي اوداجناسو دتوليد لپاره کوم منظم پلان نه لري پدي وجه داحناسو عرضه دپثاضا په نسبت زياتيږي اومولدين داجناسو په ذخيره کولو لاس پوري کوي کله چي کالي ذخيره شول دکاليو قيمتونه کميږي اومولدين توليد کموي اوپه نتيجه کي بيکاري رامينځته کيږي اواقتصادي بُحران رامنځته کيږي اواقتصادي استحکام له منځه ځي .
٦: دګټي اوعايد غيرعادلانه ويش :
 سرمايه داري نظام ددولت دغيرعادلانه ويش سبب گرځي يعني دولت دمحدودو پانګوالو په لاس کي وي اوهغوي په صنعت ،فابريکو ،تصديواو پانګه قابض وي غريب استثماروي اوکارګران په کم مزد کارکولو ته مجبوروي پانګوال  دخپلي پانګي په کاراچولو سره نورزيات دولت لاسته راوړي اوکارګران دکم مزد په حاصلولو سره نورهم غريب کيږي اوددولت په غير عدلانه ويش سره دټولني سکون له منځه ځي .(١)
٧ : توليدي وسايلو بيځايه استعمال :
(١) خټک ثناءالله  بنيادي ماشيات ٢٥٦ مخ
 
په سرمايه داري نظام کي دتوليدي عوامل په مناسبه توګه نه استعماليږي ځکه چي مولدي په عمومي توګه هغه اجناس توليدوي چي زياته ګټه ولري اه همدي امله دسرمايه داري طبقي دخواهشاتو مطابق اشياء لکه دعيش اوعشرت سامان الات توليدوي مګر دغريبى طبقي دضرورت وړ اشياء توليد ټيت ساتي
پداسي حال کي چي که دسرمايه داري طبقي لپاره دعيش اوعشرت داشياؤ دتوليد پرځاي دغريبي طبقي لپاره دضرورت وړاشياء توليد شي نوپه په مجموعي ډول په په گرده ټولنه کي دتوليد دعواملو څخه .ياته استفاده وشي ځکه دعيش اوعشرت دپوره کولو پرځاي دژوند داساسي ضرورتونو پوره کول زيات مفاد اوتسکين حاصلو ي مګر پدي نظام کي دتوليد عوامل دضروري اهدافو پرځاي دبي ضرورته مقاصدولپاره استعماليږي .
٨ : فردي ازادي وهمي بڼه لري :
په سرمايه داري نظام کي فردي ازادي وخمي بڼه لري نه حقيقي دبيلګي په ډول يوکارګر دخپل کار په انتخاپ کي ازادي نلري ځکه ده ته په مناسب مزد کارنه پيداکيږي چي پدي صورت کي کارګر مجبور اً په لږ مزد سره کارکوي . (١)

  

No comments:

Post a Comment