Tuesday, February 10, 2015

په اقتصادي پرمختیا کی د کرني سکتور رول







بسم الله الرحمن الرحيم



سريزه :


کرنه دمادي توليد يوه  اساسي برخه ده چي د نړي د ډيروهيوادونوپه تيره بيادوروسته پاتي اوپرمختيائي هيوادونوپه ټولنيزمجموعي توليدکي فعاله ونډه لري .
همدارنګه دنفت لرونکوهيوادونوڅخه پرته دنړي دټولوپرمختيائي هيوادونودبشري قوي زياته برخه دکرني په سکتورکي مصروف دي چي پدي توګه ددي هيوادونودصادراتواوملي عايد عمده برخه کرنيزمحصولات تشکيلوي .کرني دبشري تاريخ په اوږدوکي عمده رول لوبولي دي او دکرني اهميت په ټولنيزمجموعي توليدکي اوهم دټولني اوداقتصادي پرمختګ سره مخ په زياتيدوده .هغه  وخت  چي  صنعت اوداقتصاد نورو سکتورونو  ډير پرمختګ  نه  وکړي .نود بشرټول توليدي فعاليتونه يواځي دکرني پوري اړه لرله خودصنعت اوداقتصاددنوروسکتورونودانکشاف سره بياهم کرني خپل نقش فعاله ساتلي ځکه چي کرنه دانسانانولپاره غذائي توکي اوصنعت لپاره اومه مواديااوموتوکي برابره وي.همدارنګه داقتصادي انکشاف په اوله مرحله کي کرنه دنوروسکتورنودانکشاف لپاره سرمايه اودځني صنعتي جنسونولپاره خر څلاولپاره مارکيټ برابره وي.


د پرمختيائي هيوادونوکرنيزسيستم


نن ورځ په نړيواله سطحه په دنياکي دوه ډوله کرنيزسيستم وجودلري .
١: په پرمختللوياصنعتي هيوادونوکي مستعديامحکم کرنيزسيستم  چيرته چي  يوليږ تعدادوګړي دټولني دوګړولپاره خوراک اماده کوي .
٢: په پرمختيائي هيوادونوکي غيري مستعداوکمزوري توليدي قدرت په کرنيزسيستم کي چيرته چي يوکافي اندازه کارګر ديوليږتعدادوګړولپاره غذاه اماده کوي .
اوداسي ويل کيږي چي پدي دواړوکرنيزوسيستمونوکي دتوليدي قدرت فرق
 (٢٥ــــ٤٠ )چنده پوري دي په پرمختللي هيوادونوکي کرنيزانکشاف چي ١٨ پيړي دنمائي څخه راپدي خواشروع شوي اودلومړي نړيوال جنګ څخه وروسته پدي خاص تيزوالي رامنځته شوه دکوم په بناچي ډيره ليږه اندازه کارګرو(دهقانانو)په مرسته يوه زياته اندازه غذاپيداکوله لکه څرنګه چي په ١٩٩٤ ميلادي کال کي يوامريکائي دهقان تقريباً ٦٥ وګړوته غذاه تهيه کوله لکين ددي برخلاف په پرمختيائي هيوادونوکي داسي نه دي هلته دحاصل خيزوځمکوزيات کمبود دي دنفوسودزياتوالي په سبب په کرنيزوځمکوزيات فشاردي اودکرني تخنيک ډيرزوړدي دکاردوسايلواستعمال نشت برابرد ي اودحيواني قوي استعمال پکي ډيرزيات دي دپرمختيائي هيوادونودوګړوپه تيره بيا د دهقانانو دژوند معياريادژوندسطحه ډيره وروسته پاتي ده لکه چي ويل کيږي ١٩ پيړي په اواخيروکي په هندکي غذائي محصولات دګذاري وړضرورتونوڅخه په يوکمه اندازه زيات وه لکين په اوس وخت کي دمخکيني اندازي څخه هم کم دي چي دهغي په سبب په سلهاوزره خلک دلوږي په حالت کي ژوند کوي اويوڅه په مفصل ډول دپرمختيائي هيوادونوکرنيزسيستم خصوصيات ګوروچي پدي هيوادونوکي ولي کرنه وروسته پاتي ده .





١  : پرمختيائي هيوادونه لکه لاتينه امريکاه ،افريقااوداسياځني هيوادونه چي دلته کورني کرنيزسيستم مروج دي اودکورني ټول غړي په کرنه کي بوخت دي دلته کرنه نه يواځي داچي کسب دي بلکي دژوندکولويوکړنلاره ده دلته دهقانان دخپلي ځمکي سره دحدنه زياته مينه کوي اوفکرکوي که چيردځمکي په توليدي طريقوکي بدلون راولي نوددوي دژوندکولوپه طرزالعمل کي به هم تغيرراشي .
٢ : داسيااولا تني امريکاه دناداره هيوادونودهقانانواساسي مقصددروح اوجسم ترمنځ داړيکوټينګول دي .دلته دهقانان دخپل ژوندپه خاطرپخپله ليږاندازه ځمکه اوياپه اجاره اخستل شوي ځمکه کي کرنه کوي پدي هيوادونوکي دهقانان په ځمکه کي دکارکولوڅخه ډيرکم مزدلاسته راوړي ګټه ددي دهقانانوپه تقديرکي نه ليکلي دلته دهقانان په قرضه کي لويږي اوپه قرضه کي مړه کيږي .دغه دهقانان دوسايلواوماشينونوپه ځاي په انساني اوحيواني قوي باندي انحصارکوي دکيمياوي سروپه ځاي دحيواني سرواستعمال دنوي اواصلاح شووتخمونوپه ځاي دتيروکلنوغيري اصلاح شوي تخمونه استعمال وي دکارګرولپاره روزګارنه وي اوهم دهغوي بيمه ،صحت اوځان ساتني کوم قوانين وجودنلري اوپه نهايت کي دهغوي صرف دايومقصدوي چي دژوندي پاتي کيدلولپاره کارکول دي پددي هيوادونوکي دځمکي يوازياته برخه ورجي ،غنم ،جواراوباجري دمحصولاتودلاسته راوړلولپاره کارول کيږي .
٣  :  دلا تني امريکاه په هيوادونوکي دوه مخيزه کرهڼه وجود لري چي په (late fundio)
او (mini fundio) با ندې وېشل کېژى
د(late fundio) څخه حد ف په ېوه پراخه پېمانه (اندازه ) ځمکې چې دولس تنه کارګرو افرا دوته دکار ذمېنه پکې مساعده وى
بلکه د(mini fundio) کې داسې نده پدې اړخ کې صرف د د وه کارګرو لپاره دروزګار مهېاکول دې .د(f a o) دېورپورټ له مخې په لاطېنې امرېکاکې ١،٣ فيصده دهقانان ٧١،٦ فيصده دکرنيزي ځمکي څښتنان دي .٢



په اقتصادي پرمختياکي دکرني رول


دنن څخه  40  کاله مخکي په پرمختيايي هيوادونوکي دومره اهميت نه درلودلکه څرنګه چي يئ د١٩٤٠ کال کي دکرني اهميت شروع شوه اودکرني سکتورته توجه وشوه په تيره بياپه ١٩٧٠ او١٩٨٠ کالونوکي په اقتصادي پرمختياکي دکرني اهميت نورهم زيات شوه .
په اقتصادي پرمختياکي دکرني دسکتوراهميت دلاندنيوحقيقتونوڅخه څرګنديږي .
١  : دغذائي موادوپه عرضه کي زياتوالي :

په وروسته پاتي هيوادونوکي نفوس په چټکي سره مخ په زياتيدودي اود دغو نفوسو دژونددبقالپاره د غذائي موادو د عرضې زياتوالى لازمي دى .په پرمختيائي هيوادونوکي دزياتيدونکونفوسوپه نسبت دخوراکي موادو په عرضه کي زياتوالي نه رامنځته کيږي او پدي هيوادونوکي دنفوسودزياتوالي علت دادي چي پدي هيوادونوکي داضافه طبي سهولتونوپه مرسته دمړيني اندازه کميږي .خوله بلي خواخلک دي ته  تيارنه دي چي نفوس کنترول کړي  څرنګه چې دنفوسودزياتوالي په نتيجه کي خوراکي موادوته تقاضازياتيږي ولې پرمختيائي هيوادونه دومره امکانات نلري چه د زيات شوي نفوس په انډول په غذايي موادو کې زياتوالى راولي ځکه چه د مالتوس نظريه ده چه د نفوسو زياتوالى د هندسي تصاعد او د غذايي موادو زياتوالى د حسابي تصاعد شکل لري نو خوراکي موادو ته د تقاضا د پوره کولو لپاره په کرنيزو محصولاتو کې د زياتوالي ضرورت رامنځ ته کيږي ځکه کرنيز سکتور د غذايي موادو او ضرورتونو د پوره کولو سره اقتصادي پرمختګ ته لاره هواروي په داسي حال کې چه پرمختايي هيوادونه د غذايي موادو د کموالي سره مخامخ دي نو د غذايي موادو په واردولو سره د اقتصادي پرمختيا سرعت کميږي .







٢  :  کرنيزصادرات :

دپرمختيائي هيوادونوعايدات تر يوي کافي اندازي پوري عايدات دکرنيزو محصولاتو د صادراتو  څخه ترلاسه کيږي .داقتصادي پرمختياپه اوايلوکي زراعتي محصولا تو د صادراتودزياتوالي سره دخارجي اسعارولاسته راوړنه بايد ترنظروړحدپوري زياته شي ترڅودغوخارجي اسعاروپه مرسته دهيوادڅخه بيرون صنعتي اجناس ،ماشين الات اوداسي نورترمطلوبه حده پوري ترلاسه کړي .نودکرنيزسکتوردپرمختګ په مرسته دصادراتو زياتوالي اواقتصادي پرمختګ په سرعت کي تيزوالي رامنځته شې.
٣  :  دکارګري قوي انتقال دکرني سکتورڅخه بل سکتورته :

دليوس (levis) په خپله نظريه کې ددي خبري وضاحت کړي چي په پرمختيائي هيوادونوکې دکارګري قوي عرضه ډيره وي ددي خبري څخه مطلب دادي چي پدي هيوادونوکي دمنطقوي نفوسوپه نسبت ښاري نفوس کم دي .دنفوس زياته برخه په کرنه کي بوخت دي اوپدي هيواودنوکي دکرني په برخه کي پټه وزګارتياليدل کيږي .ددي نه مطلب دادي چي دځمکي په يوه ټوټه کي څومره کسانوته ضرورت وي چي کاروکړي دهغي څخه زيات افرادپري کارکوي يعني که ددي افرادوڅخه ځني کارګرنوروسکتورونوته انتقال شي  بياهم په کرنيزومحصولاتوکي څه فرق نه راځي پداسي حالاتوکي دکرنيز سکتورڅخه افرادبل سکتورته انتقال ليدلي شي.




٤   :  دسرمائي په تشکيل کي دکرني دسکتوربرخه :

په وروسته پاتي هيوادونوکي داقتصادي پرمختګ دوروسته پاتي والي اساسي عامل دسرمائي کموالي دي .
دسرمائي په تشکيل کي داضافي والي په مرسته کولي شوچي داقتصادي پرمختياجريان ته سرعت ورکړو.کرنه دسرمائي په تشکيل اوپانګه اچونه کي مهم رول لوبوي .دوروسته پاتي هيوادونودنفوسواکثره برخه په کليوکي اوسيږي چي په کليوکي اکثره خلک بي تعليمه وي اوداکثره خلکوميلان پس اندازته ډيرکم وي هغوي خپله اضافي سرمايه په خپلوکورنوکي ذخيره کوي پدي خلکوکي دپس اندازاوبانکداري عادت پيداکيږي اوددوي سرمايه نوروتوليدي سکتورنوته انتقال کيدلي شي .اودکرني دسکتورڅخه ترلاسه کيدونکي اضافي کارګره قوه کيدائي شي چي دنهرونو،ډيمونو،سرکونواوداسي نوروپه جوړولوکي تراستفاده وشي چي پدي سره داقتصادي پرمختګ په جريان کي تيزوالي رامنځته کيدائي شي .
٥  :   صنعتي کيدنه :

کله چي دکرنيزومحصولاتواندازه لوړه شي نود د هقانانوعايدات زياتيږي  چي دعايد دغه زياتوالي صنعتي اجناسوته  د تقاضادزياتوالي سبب ګرځي .دهقانان دزياتوعايداتوپه لاسته راوړلوسره په زياته اندازه اجناس اوخدمات پيري .کله چي صنعتي اجناسوته تقاضازياته شي نودصنعتي کارخانودرامنځته کيدوسبب ګرځي نوبناً دکرنيزو عايداتو زياتوالي دهيوادپه اقتصادي پرمختګ کي مهم رول لوبوي .٣





دملي اقتصاددنوروسکتورنوسره دکرني دسکتوراړيکي :

 ملي اقتصاد دمختلفواقتصادي سکتورنودمجموعي متشکيل دي چي يوله بل سره مستقيمي اړيکي لري .دکرني دپرمختګ لپاره دټولواقتصادي سکتورونومتوازن اوهماهنګ انکشاف ضروري دي همدارنګه ددي سکتورنودهريوه وروسته پاتي والي دنورسکتورنولپاره ستونزي رامنځته کوي دمثال په ډول دصنعت سکتور دکرني سکتورته تخنيکي وسايل ،زراعتي ماشين الات ،دافتونوضيددرمل (دوا)کيمياوي سري اونورصنعتي موادچي کرنه ورته ضرورت لري چمتوکوي .همدارنګه دکرني سکتور دصنعت سکتورلپاره چي  زراعتي محصولات پروسئس کوي خام مواد،دصنعتي کارګرانو لپاره غذا اودصنعت  دانکشاف لپاره په ابتدائي مرحله کي سرمايه برابره وي دصنعت دسکتوروده ديوخوادکرني دسکتوردميکانيزه کولولپاره شرايط اوزمينه برابروي چي دکروندګروسختوکارنوته سرعت اوسهولت ورکوي اودبلي خوادکروندګرودکار دمولديت اوعايد دلوړوالي سبب ګرځي نوله دي کبله په پرمختيائي هيوادونوکي ميکانيزه شوي کرنه کي دنفوسوزياته فيصدي په کرنيزوفعاليتونوکي بوخت دي دکرني دميکانيزه کولوپه نتيجه کي يوشميرزراعتي کارګران وزګاريږي چي هغوي بايد په صنعت اونورواقتصادي سکتورونوکي جذب شي نوله دي امله  دصنعت دپراختيانه پرته دکرني دسکتوروده اوپراختياي مشکيل کار دي اوهمدارنګه دصنعت سکتور کوم چي زراعتي محصولات پروسئس کوي پرمختللي کرنيزسکتورته اړتيالري .په همدي ترتيب دتجارت اوترانسپورت سکتوردکرنيزومحصولاتودخرڅلاوپه اړوندپه داخلي اوخارجي بازارنوکي ډيرفعال نقش لوبوي .همدارنګه ساختماني سکتوردکرني سکتوردپرمختګ لپاره دبندونو،کانالونو،ذخيره خاني اوګدامونو ،سرکونو اونورو تا سئساتوپه جوړولوکي مهم نقش لري اودکرني سکتوردنوروټولوسکتورونودبشري قوي لپاره غذائي اړتياوي برابره وي نودټولوسکتورونودپرمختګ اومتوازن انکشاف په نتيجه کي ملي اقتصاد پياوړي کيږي١

 کرنيزاصلاحات :

کرنيزواصلاحاتوڅخه ټول هغه اقدمات دي دکومومقصدچي دټولوهغوخنډونولري کول دي چي زراعتي شعبه ئي په اقتصادي اوټولنيزه توګه وروسته پاتي کړي .
پدي اصلا حاتوکي نه يواځي دځمکي په استعمال اوتقسيم کي بدلون راوړل دي بلکي دځمکي دمالکانواوافرادوترمنځ دتعلقاتوښه کول هم دي .نودکرنيزواصلاحاتوپه ذريعه په قانوني ډول حکومت دخلکوپه ځمکوباندي دملکيت حق حاصل کوي اوپدي سلسله کي حکومت دنقسان مبادله يامعاوضه هم ورکوي.
دکرنيزواصلاحاتومقاصد:

کرنيزاصلاحات دسياسي ،ټولنيز،اواقتصادي مقاصدودحصول لپاره عملي کيږي .
١ : دکرنيزواصلاحاتوترټولوسترمقصددطاقت اوقدرت په اسکيليټ يعني سيستم کي تبديلي راوستل دي .
يعني :ددي په ذريعه سياسي توازن برقرارپاتي کيدشي اوددي په وجه سره دزميندارواوهغه کسان چي خانان اوډيري ځمکي لري دهغوي ځمکي دڅه قيمت په بدل کي ددولت لاسته ورځي اودولت ئي بياپه هغودهقانانوويشي چي ځمکي نلري چي پدي سره دوړوبزګرانومشکيل اسانه کيږي .مګرداارزونه کيږي چي په کوموهيوادونوکي چي دانقلاب څخه دمخه دغه کرنيزاصلاحات  رامنځته کيږي هلته بيادغه دخاني اونوابي نظام کي تغيرنه راځي اوبرقراروي اوسياسي جوړښت نه بدليږي .
٢ : دکرنيزواصلاحاتودويم مقصدپه ټولنيزنظام کي بدلون راوستل دي يعني دلاسته راوړنواوددولت د عدم مساوات کمول دي .
مګرکيدائي شي  ددي مقصددحصول په نتيجه کي دهغه اشخاصوچي ډيري ځمکي لري اوهغه چي ځمکي نه لري ټکرواقع کيږي .
٣ : دکرنيزواصلاحاتواقتصادي مقاصددادي چي ددي په وجه په زراعتي شعبه کي توليداودتوليدتوان لوړيږي اوډيرومزدورانوته دکارکولوموقع په لاس ورځي .دکود (سرو) دوا،تراکتور،اونوروماشين الاتوپه طلب کي ډيروالي رامنځته کيږي چي پدي سره صنعت په مخ ځي اوپياوړي کيږي .همدغه شان دکرنيزواوغيرکرنيزوشعبوترمنځ مرسته (تعاون) لوړيږي دغه اصلاحات دوړوبزګرانولپاره مفيددي ځکه هغوي ددي اصلاحاتوپه وصيله زيات کارکوي چي په نتيجه کي ئي حاصل لوړيږي په صادراتوکې زياتوالي اوپه وارداتوکي کموالي راځي چي پدي سره دراکړي ورکړي توازن ښه کيږي .مګرداخبره بايدپه يادوساتوچي دکرنيزواصلاحاتودمقاصدوانحصارپه ملک کي دحالا تواوواقعاتوپوري دي يعني دکرنيزواصلاحاتومقاصددملک په حالاتوپوري اړه لري .
کرنيزاصلاحات اواقتصادي پرمختګ :

کرنيزاصلاحات ديوهيوادپه اقتصادي پرمختګ کي هغه وخت اغيزمن رول لوبولي شي چي ځانګړي حالات اوشرايط موجود وي .کرنيزاصلاحات داقتصادي اوټولنيزپرمختګ په مخکي دموجودوستونزوپه له منځه وړلوکي عاجزدي .کرنيزاصلاحات دنفوسوپه کموالي اودبيکاري په منځه وړلوکي ډيرمرستندويه ندي مګرکرنيزاصلاحات يواځي دغربت مًسله حس کوي اودله منځه وړلو څخه ئي عاجز دي .دکرنيزو اصلاحاتو څخه اقتصادي پرمختګ هغه وخت ممکن دي چه د زراعت او صنعت شعبي يو دبل مرستندو وي .دکرنيزو اصلاحاتو څخه چي کوم اقتصادي ماډل رامنځته کيږي د هغه په پايله کي د افرادو قوت ، تکنالوژي  ،او د ځمکي سره تړلي نور مسايل رامنځته کيږي .دهر هيواد داقتصادي پرمختګ لپاره يو معياروي ځکه نو دکرنيزو اصلاحاتو لپاره هم بايد يو بيل نظر موجود وي . داقتصادي پرمختګ په پيل کي د دولت په ويش کي نا مساويتوب موجو د وي خو د کرنيزو اصلاحاتو له مخي ددولت په نامساوي ويش کي څه نا څه کموالي راځي . کله چي داقتصادي پرمختګ عمل پرمخ ځي نودصنعتي ترقي او د نفوسو دزياتوالي د ضرورياتود پوره کولولپاره په کرنيزو پيداوارو کي زياتوالي ته ضرورت وي .
 په اوس وخت کي دکرنيزو اصلاحاتو څخه هدف دهغه ستونزو له منځه وړل دي کوم چي په کرنيزو توليداتوکي کمي رامنځته کوي او څنګه چي ټولنه صنعتي حيصيت او  خلک د کرني دنه بغيرنور کاروبار پيداکوي سياسي اجاره داري ختميږي او خلک خپل حقوق پيژني اوټولنه باسواده کيږي .نوپه دغه حالت کي دځمکي دسر نه ويش اړين نه دي  کرنه او صنعت جوړيږي چي پدي حالت کي دمالياتو دکموالي او مرستوله مخي دهقانانوته کومک ورکول کيږي او دکرني اواقتصاد نوري برخي يوله بل سره تړاو پيداکوي .
دکرني دسکتور اقتصادي ستونزي  :

دکرني د سکتور پرمختګ د يولړستونزو سره مخ کيږي چي د کرني د سکتور اقتصادي
ستونزي په عام ډول سره په دووګرپونوويشل کيږي .
الف :په خپله دکرني دسکتورداخلي اقتصادي ستونزي .
ب : دکرني دسکتوربهرني اقتصادي ستونزي .
الف :  په خپله دکرني دسکتورداخلي اقتصادي ستونزي .



١  :  دتخنيکي کفايت ټيټوالي :

 تخنيکي کفايت دتوليدي عواملودفي واحد دمولديت اندازي څخه عبارت دي دتخنيکي کفايت اندازه په پرمختيائي هيوادونوکي ډيره کم دي  دتخنيکي کفايت ټيټوالي په پرمختيائي هيوادونوکي پدي خاطررامنځته کيږي چي دحاصلاتوزياته برخه دناروغيو،حشراتو،هرزه بوټو،وچکاليواوداسي نوروعواملوپه وسيله ضايع کيږي همدارنګه دځمکي اواوبوتنظيم علمي اوسم ندي اودادتوليدي عو املو داستعمال اغيزمنتياکموي .


٢ : داقتصادي کفايت ټيټوالي :

اقتصادي کفايت ټيټوالي ديوواحد(توليدي واحد ،توليد  دستګاه ياتصدي )دخالص عايداندازه ښائي .داقتصادي کفايت اندازه په پرمختيائي هيوادونوکي خصوصاً په زراعت کي ډيره ټيټه ده ددي علت دادي چي دسري ،درمل اونورتوليدي عوامل ډيرقيمت دي او دکرنيز و محصولاتودخرڅلاو لپاره مساعداومناسب بازاروجودنلري  اوهم دتراسپورت لپاره اسانتياوې نشته .داقتصاي کفايت دلوړوالي په خاطردهرتوليدي واحدد مجموعي عايد زياتوالي اودهرتوليدي واحد دعمومي مصارفو کمول عمده رول لري .


٣  : دمارکيټنګ ستونزه :

 دکرنيزومحصولا تودخر څلاواودتوليدي عواملوداخستني ترمنځ دنامتوازنونر خونو موجوديت په زياتروپرمختيائي هيوادونوکي دکروند ګرو محصو لات   په ډيرارزانه نرخ خرڅيږي اوکروندګرتوليدي عوامل په ډيرلوړنرخ اخلي .


٤  : دپورونواوقرضونودچمتواوتهيه کولوستونزه :
 څرنګه چي دکرنيزومحصولا توتوليد موسمي خصلت لري  اوکروندګرزياتره دکرپه وخت کي پورته اړتيالري .
دپوروروکونکودسرچينواومنابعونشتوالي اوهمدارنګه دپورداخستلولپاره دمساعدو او مناسبوشرايطونشتوالي په پرمختيائي هيوادونوکي عمده ستونزه ده دغريبو هيوادونو کروندګر دغربت په ګرداب کي ښکيل دي ګذاره ئي په مشکيله سره کيږي اودسرمائي کمي هم دي همداوجه ده چي دماشيني کرني رواج هم کم دي .کروندګردسري اوتخمنوښه ډولونه نشي اخستلي اودژوروڅاګانوکيندل ددوي لپاره ستونزمن دي .


٥  : دناڅاپي پيشوپوري اړوندې ستونزي :

  زراعت زياتره دغيرمترقيبه حالاتواوحواديثوپه نتيجه کي لکه (وچکالي ،ږلي ،سيلابونه ،ناروغي ،حشري اوداسي نوروڅخه ډيرسخت زيانمن کيږي اودداسي حواديثوپه مقابل کي په پرمختيائي هيوادونوکي دبيمي دسيستم نشتوالي عمده ستونزه ده .


٦ : دځمکي ملکيت اودهغي څخه داستفادي دسيستمونوستونزي :

 په پرمختيائي هيوادونوکي دځمکي دمالکيت دعادلانه سيستم نشتوالي اوهم دمالي اچوني اوداجاره داري دمناسب سيستم نشتوالي دکرني دپرمختګ لپاره عمده ستونزه ده دزراعت دپرمختګ لپاره لوي لوي زمينداران ډيرلوي خنډدې ځکه چي لوي زمينداران زياتره په ښارونوکي اوسيږي اوخپل عيش اوعشرت کوي کرنيزپرمختګ ته پاملرنه نه کوي اقتصادي اوټولنيزانصاف نه برقراريږي اوپه سياسي لحاظ هم داطبقه خلک ځواکمن دي همداوجه ده چي په زياتروپرمختيائي هيوادونوکي دملکيت داندازي دکنترول او کمولو لپاره دځمکي اصلاحات تطبيق کيږي .




٧  :  دعوايدودويش ستونزي :

کچيري دکرنيزمحصولاتودتوليدپه پروسه کي بيلابيل خلک ونډه ولري اويواقتصادي فعاليت په مشترک توګه په مخ يوسي لکه ځمکه لرونکي  اجاره داربزګراو زراعتي کارګر په مجموعي توليد ياعايدکي دهريوه دبرخي اوسهم ټاکنه عمده ستونزه ده  همدارنګه دتوليدپه پروسه کي دتوليد له څلوروعمده عواملوڅخه استفاده کيږې لکه ځمکه ،کار،پانګه ،اداره اومنجمينت چي هر يوئي خپله معاوضه غواړي يعني ځمکه کرايه غواړي ،کارمزد،سرمايه ربحه،اومنيجرګټه غواړي چي ددي دهريوه برخي اوسهم ټاکل عمده ستونزه ده

ب:دکرني دسکتور بهرني اقتصادي ستونزي :

دکرني دسکتوردي پرمختګ په اړونديولړخارجي اقتصادي ستونزي وجودلېري دمثال په توګه دکرني دسکتورپرمختګ دنورواقتصادي سکتورونودپرمختګ او وروسته پاتي والي سره مستقيم ارتباط لري.
·        : دصنعت دسکتور وروسته پاتي والي دکرني دسکتور پرمختګ ته لاندي ستونزي رامنځته کوي
الف : دکرني دسکتور دبيکاره اشخاصولپاره دکار نه موجوديت
ب : دکرنيزو محصولاتودخرڅلاولپاره دمارکيټ محدوديت
ج : دکرنيزو محصولاتو داخستلولپاره دعايدمحدوديت
د : دزراعت دبعدي انکشاف لپاره دسرمايي محدوديت
و :دکرني دانکشاف لپاره داړتياوړتوليدي صنعتي وسايلومحدوديت
·  دکرني دسکتورډيره عمده بهرني ستونزه ددولت په کرنيزسياست پوري ارتباط لري معني داچه دکرني په سکتورکي دولتي مداخله اوتدابيرڅنکه دي. اوددولت دغه تدابير دکروندکروپه اقتصادي اوټولنيزي وضعي باندي څه مثبت يامنفي تاثيرات راواريدولي شي مثلاً دکرني دماشيني کولو ياميکانيزه کولو په صورت کي دکروندکروعکس العمل څرنکه دي ايادکرني په ميکانيزه کولو سره دکرني دسکتوردبيکاره اووزګاره خلکوته په صنعت اونوروسکتورنو کي دکارکولوامکانات موجودي اوکه نه همدارنګه په کرنيزو ځمکوباندي ددولت دمالي دسيستم سره خلک موافقيه لري اوکه نه معني داچي دکرنيز و حاصلاتوپه مقابل کي ددولت ماليه اخستنه دخلکولپاره دقبول وړده اوکه نه همدارنګه کروندګرځني وخت دکموحاصلاتوله کبله يادژونددټيټي سطحي له کبله نشي کولي چي دراتلونکي کال لپاره خپل کرنيزمصارف پوره کړي چي پدي برخه کي کروندګر قرضونوته ضرورت لري اوپدي برخه کي دولت فعال رول لوبولي شي ايادولت دوي ته قرضي برابرولي شي اوکه نه همدارنګه نورډيرداسي فعاليتونه شته چي کروندګري په يواځي ډول دسرته رسولوتوانائي نه لري ترڅوچي دولت ددوي سره پدي برخه کي همکارنه وي مثلاً دکرنيزو ځمکواصلاح .دبندونوجوړول ،کيمياوي سري ،اصلاح شوي تخمونه اوداسي نور .
همدارنګه دزراعت دپرمختګ لپاره ډيرداسي فعاليتونه شته چي دعادي کروندګر په وس اوتوان کي ندي مګردځينوپروګرامونوداجرالپاره ددولت مداخله ضروري ده لکه .
١  : داوبولګولولوي کانالونه اوويالي جوړول .
٢  :  دمالګينوځمکواصلاح کول .
٣  :  دسيلابونودتخريب څخه دمخنيوي لپاره لا زم تدابيرنيول .
٤  : داصلاح شو وتخمونوچمتوکول اوترويج کول .
٥   :  دکرني دماشيني کولولپاره شرايط برابرول .
٦  : دناروغيواوافاتوپه مقابل کي منظمه مبارزه کول .
٧  :  دپورنواوقرضونولپاره دمنظموشرايطوبرابرول .
٨  :  دکليودپراختيالپاره دضروري وسايلواوامکاناتوبرابرول لکه دسرکونو،ريلوي لين ،پوسته خاني ،ښونځي ،روغتونونه اونورووسايلوبرابرول .
٩  :  دکرنيزومحصولاتودتوليد په ارتبات مستقيمه مداخله کول اولوي زمينداران دکرني په سکتورکي دپانګي اچوني لپاره تشويق کول .
١٠  :  په مارکيټ  کي دکرنيزومحصولاتودنرخونوکنترول اوټينګښت .
١١ :  دکرني دانکشاف لپاره داوږدي مودي پلانونه جوړول اوداسي نور .




·     دکرنيزومحصولاتودمارکيټنيګ په ارتباط دمناسبوشرايطومحدوديت .

الف : دهيوادپه داخل کي دمناسب مارکيټ نشتوالي .
ب  : دهيوادڅخه بيرون دمناسب مارکيټ نشتوالي .
دمارکيټ نشتوالي دکرني دپرمختګ لپاره ډيرعمده ستونزه ده چي دکرنيزومحصولاتو دخرڅلاولپاره بايد دهيوادپه داخل اودهيوادڅخه بهر مناسب مارکيټ ولټول شي .
ترڅوچي کرنيزمحصولات په مناسب وخت اوزمان سره مربوطه مارکيټونوته انتقال شي اوکروندګردخپلومحصولاتودخرڅلاوڅخه مطلوب عايد ترلاسه کړي چي بيادغه عايد دکرني دپرمختګ لپاره دسرمائي اچوني توان ولري .
دکرنيزواصلاحاتواقدامات :

١ : دځمکوحصول :

 په اکثروهيوادونوکي دکرنيزواصلاحاتوپه بنا زراعتي ځمکي ضبط کيږي چي داطريقه په اشتراکي ملکونوکي مروجه ده  مګرپه مخلوت ياګډاقتصادي نظامونوکي دکرنيزواصلاحاتوپه بنادځمکولپاره يوحدټاکل شوي چي زمينداران ئي خپل ځان سره پريږدي اواضافي ځمکه بياحکومت ورڅخه ضبط کوي .دغه ټاکل شوي حد دنوي تقسيم تعين کوي اګرکه دغه تقسيم په ځينوهيوادوکي داقتصادپه ځاي دسياسي وجوهاتوپه خاطروي بناً که دغه حد لوړوي نوممکن دي چي يوڅه زمينداران به پکي داخل شي چي پدي تقسيم سره حکومت ته په خاص مقدارځمکه نه حاصليږي اوکه داحدټيټ اوياکم وي نوبيابه واړه بزګران ياهغه څوک چي دليږي ځمکي خاوندان وي ددي خبري مخالفت کوي  .داخبرهم واضيح شوي چي دکرنيزواصلاحاتوپه بنا کله چي دځمکي دسطحي حدلوړشي نودهغه په نتيجه کي دزميندارانوعايدات کميږي او داکيداي شي چي هغوي دزراعت له شعبي څخه غير بله پيشه انتخاب کړي او ياهم دشارونو په لور حرکت وکړي .دپورته حدسره کله چي دنوي ځمکي دساتلو حق ورکول کيږي چي هغه صحراګاه او دباغونو په شکل کي وي او کله  داسي وي چي ددي حدترڅنګ نوره ځمکه نشي اخيستي او کله داسي هم کيداي شي چي ملک په اقتصادي لحاظ پرمختګ کوي نوماشيني کشت اونورکښت په خاطر پوته حدکميږي همدارنګه ځني ممالک دکرنيزواصلاحاتوپه وجه چي کوم وسايل لاس ته راوړي لکه دځمکوتقسيم  نوهغوي دااعلان کوي کوم کسان چي دپورته حد څخه زياته ځمکه لري اوهغه په خپله رضاباندي  خرڅوي نوپه ټکسونوکي به ورته راعيت ورکړي شي .لکه څرنګه چي په تايوان ،مصر،تايلينډ کي وه مګردغريبوسره دومره څه نه وي چي ځمکي ورباندي واخلي په لهذادغه ځمکي غلطولاسونوته ورځي يعني دغلطوافرادوپه لاس کي غورځي.

٢  : تاوان  :

په سوسياليستي  نظامونو(هيوادونو)کي چي کله حکومتونه اضافي يازايدي ځمکي ضبت کوي نوبزګرانوته څه تاوان نه کوي اونه څه معاوضه ورکوي مګرپه مغربي مخلوط اقتصاد کي دا خلاقي اوقانوني نقطي نظره دضبت شوي ځمکي لپاره معاوضه ورکول کيږي  که څه هم دمعاوضي(بدل)  طريقه مختلفه وي خودمعاوضي رقم ډيرزيات وي  نودهغه له وجي د دولت دتقسيم په ستونزوکي څه کموالي نه راځي .داضافي معاوضي دتعين په سلسله کي (دځمکي دقيمت لګولو) مسله هم پيداکيږي او د بعضي علاقوځمکي دنوروعلا قو دځمکوپه نسبت قيمته وي اودتاوان رقم ورته فورًن نه ورکول کيږي .

٣  :  اجاره :

په کوموملکونوکي چي اجاره داري ډيره وي نوهلته دکرنيزواصلاحاتو په بنابزګران نه بدليږئ يعني دکرنيزواصلاحاتوڅخه مخکي اووروسته دواړوحالتونوکي دځمکي مالک خپل شخص اويادهغه خپلوان وي نوپدي صورت کي داخبره ضروري دي چي د بزګرانو وضع څنګه ښه کړي شي دبزګرانواودځمکي دخاوندانوترمنځ بايدرويه ښه وي   .ترڅوچي په حاصلاتوکي زياتوالي راشي ځکه په اکثروملکونوکي دکرنيزواصلاحاتومقصددبزګرانو دګټوساتنه کوي يعني دځمکي مالک دهقان نشي لري کولي مګر په لاندي صورتونوکي .

١  :کله چي په پوره اندازه حاصل ورنکړي
٢  :  دځمکي په داسي شان کرل چي بيادکرلوقابله نه وي
٣  :  دځمکي نه کرل
٤  :  دغه ځمکه ئي بل چاته په دهقاني ورکړي وي
٥ :   يادځمکي مالک پخپله دځمکي کرل وغواړي 

مګردکرنيزواصلاحاتوپه بناکوم اقدامات چي دبزګرانودحالت دښوالي په خاطرکيږي هغه صرف دقاغذپه مخ ثابت شوي ځکه چي دځمکوضبت کول يوانتظامي کاردي .په کرنيز اقتصادکي دهقان دهقان وي هغه منجمنيت اواداره نشي جوړولي د ځمکي مالک سره خبرنشي کولي  دهقانان دخپلومالکانو څخه قرض اخستي وي اوڅونسلونوراهسي دخپلو مالکانودهقانان پاتي شوي .دهقانان دمالکانومزدوران وي اودهغوي په وړاندي ددريدلو جرعت نه لري نوپه همدي وجه دهقانانواومالکانوترمنځ دتعلوقاتودتبديلي دراوستلوپه وجه په کرنيزواصلاحاتوکي کوم اهميت نه لري . 
٤  : دځمکو صحيح استعمال :

که دځمکواستعمال په صحيح توګه ونشي نودځمکي ويش کومه ګټه نه لري همدغه شان که دهقانانوته په مناسبه اندازه سره ، تخم ،دوا، اوبوسيستم ، قرضونه اوداسي نوروضرور يات ورته مهيانشي نوبياهم دځمکو ويش کومه ګټه نه لري .
همدارنګه بايددهقانان دکښت له نوطريقوسره اشان کړاي شې  اودمارکيټنګ اوصول اوقوانين ورته اوښودل شي اوددلا لانودلاسونوڅخه وژغورل شې نودکرنيزواصلاحاتودکاميا بي په خاطربايددهقانانوته دمصارفودپورکيدولپاره دپورورکولوسهولتونه مهياشي ځکه ترڅوچي دبزګرانوستونزي حل نشي نوهغوي دکښت څخه عاجزدي .
په ليږ پرمختللي هيوادونوکي بزګرانوته تجارتي بانکونه اومرستندويه ټولني په محدوده اندازه پورونه ورکوي  چي په نتيجه کي بيادهقانان دمالکانوڅخه پوراخستلوته مجبوره کيږي اودهغوي په جال کي راګيرکيږي .





دکرنيزواصلاحاتواثرات:

دډيرو اختلا فاتوپه نظرکي نيولوسره دکرنيزواصلاحاتونتايج په پنځوحصوتقسيمه وو.


١: په کليوکي دسيا لي روحيه پيداکول: 

دکرنيزواصلاحاتوپه نتيجه کي په کليوکي دزميندارانوپه اقتصادي اوسياسي قوت کي کمۍ راځي مګر دغه کمي پدي پوري ارتباط لري چي دغه کرنيزاصلاحات څومره کټوردي همدغه وجه دي چي  کرنيزاصلاحات په اشتراکي اوسخت نظرياتي هيوادونوکي لکه اسرائيل هنداونوروکي کامياب شوي دي مګر ددي په شان په نوروهيوادونوکي چيرته چي جايګرداران (دځمکي مالکان )په هرشعوبه دژوندکي غالب وي نوکرنيزاصلاحات غيري ګټوردي ددي ترڅنګ که دځمکي مالکان دعميق کښت په بنافارم وکري نودهغوي اقتصادي قوت نه کميږي اوکرنيزاصلاحات به ګټورنه وي.  کچيري هغوي ته دضبت شوي ځمکي په بدل کي ډيره معاوضه ورکړل شي بياهم دهغوي په اقتصادي توان کي څه کمي نه راځي همدغه شان دکرنيزواصلاحاتوپه نتيجه کي غريب بزګران چي دشن انقلاب دګټو څخه په استفادي سره دمستفيدکيدلوموقع په لاس ورځي  عام بزګران به خوشحاله وي  سياسې اواقتصادي ډول تبديلياني به رامنځته شي چي په نتيجه کي به دزميندارانو اهميت اوطاقت کم شي اودمتوسطي طبقي بزګران به پورته راشي خصوصاً په هغه وخت کي چي حکومت دزراعت په شعوبه کي مداخله وکړي  .

٢  :  په عايداتواودژوند په معيارکي بهتري راوړل :

دکرنيزواصلاحاتوپه نتيجه کي هغه ځمکي چي بي کاره يادشتي ،څړځايونه ،اوعام ميدانونوپه شکل دي اومالکان ئي په ښارونوکي ژوندکوي کله چي دغه ځمکي بزګرانوته  ورکړل شي نوهغوي به ډيرزيارباسي اوعايدات بي زيات وي اوبزګرانوته به سکون حاصل شي اودکوشش په نتيجه کي به ئي عايدات لوړشي .




٣  :  په روزګارکي اضافه وا لي :

دشين انقلاب په نتيجه کي داواضيح شوي چي دمنځني اوټيټي طبقي بزګرانودتشويق لپاره فارمونه په ښه طريقه استعمالول کيږي دفصلونوتعدادلوړيږي اودحيواناتوپه ساتنه کي هم زيادت راځي نوپدي ډول په زراعت کي دکارکولوموقع ډيريږي اوددي په وجه په عايداتوکي زياتوالي راځي اوهمدارنګه دخلکوپه تجارت اوحمل نقل کي زياتوالي راځي که چيري دځمکومالکان دخپلوځمکوکښت په غاړه واخلي اودنوي تکنالوژي اوماشين الاتوپه استعمال سره خپله ځمکه په خپله وکري نوبياهم دخلکوپه د نددوکې څه کمۍ نه راځي يعني مزدوران به فارغ نه وي .

٤: په توليدباندي تاثيرات :

دکرنيزواصلاحاتوپه نتيجه کي په توليداتوکي څومره اضافه والي رامينځته کيږي ددي انحصار پدي تبديلي کي دي کوم چي دتشويق اوسرمايه ګزاري څخه پيداکيږي اوپه توليد باندې دوه قسمه اغيزي واقع کيږي.

الف : د لنډې مودې اغيزي .
ب  : د اوږدې مودې اغيزې .

چه د لاندې عواملو له مخې د لنډې مودې د اغيزو په واسطه په کرنيزو توليداتو کې کوم زياتوالى نه راځي .

١  :  په ډېرو هيوادونو کې کرنيز اصلاحات په ډيره سستي سره په مخ ځي .

٢  :  نوي بزګران چه کښت کري بې تجربې وي له هغوى سره وسايل او پيسې نه وي نو له همدې امله هغوى د پرمختللې تکنالوژي او کيمياوي سرو څخه ګټه نشي اخيستلاى خو په اوږدې مودې کې د حاصلاتو د زياتوالي امکان موجود وي ، له نوي بزګرانو سره وخت زيات وي ، هغوى په کار کولو کې کوښښ کوي او د هغوى د ښو کرنو په وسېله په پيداوار کې زياتوالي راځي .دکرنيزواصلاحاتويوه ستونزه دادچي په لويو فارمونوکي لوي لوي ماشينونه لکه هارويسټر ،تهريشر، معانوي ورښت لوړکيفيت لرونکي سري  ښه ادادره اودځمکي تجزيه اونورممکن وي پدي ډول په زراعت اوورسره تړلوشيانوکي ځانګړي زياتوالي راځي چي نه يواځي په ځان بسياه(خودکفل ) حاصل به وي بلکه په صادراتو کې هم د زياتوالي لامل کيداى شي خو دا يواځې په پرمختللو هيوادونو کې ممکن دى په لږ پرمختللي هيوادونو کې د يو بزګر کړه وړه توپير لري . هغه د تجارتي فارم ليوال نه وي او له هغه سره څه ځانګړې موخې وجود نلري .


 ٥: د پانګې کارولو او په پانګه اچونه کې بدلونونه :


د کرنيزو اصلاحاتو په پايله کې د زراعت په برخه کې په پانګه اچونه کې بدلونونه رامنځ ته کيږي په وړو بزګرانو باندي د نښت برابر ماليه د عايد سبب ګرځي . پدې ډول د بزګرانو عايد نه اغيز من کيږي له دغه پس انداز شوي رقم او د کار او زحمت د يو ځاى والي په نتيجه کې په پانګه اچونه کې زياتوالى راځي ‌‌چي ورسره دبزګرانوپه لګښت کي کوم ځانګړي بدلون نه راځي خودزراعتي اصلاحاتوپه پايله کي ددوي عايد زياتيږي چي ورسره ددوي دنهاي پس انداز ميلان  لوړيږي چي بلاخره دپانګې اچوني امکان زياتيږې .دکرنيزو اصلاحاتوڅخه مخکي ځينوخلکودکوفراتفي ،کرنيز پرمختيائي اوتجارتي بانکونوڅخه پورونه اخستل اودځمکي دښوالي په ځاي به ئي په سياسي هلوځلولګولي چي وروسته به دسياسي تعلوقاتوله مخي بخشل کيدل .
دکرنيزواصلاحاتوپه واسطه دهقانان کولي شي چي پورلاسته راوړي چي هغوي ته دسياسي رسوخ په ځاي دخپلي کورني دښه ژونداړتياده له همدي عمله په پانګه اچو نه اوپانګه کارونه کي زياتوالي راځي .




شين انقلاب :

کله چي دکرنيزوپيداوارودزياتوالي په خاطراودځمکي دحاصل خيزي دلوړولوپه خاطرښه تخمونه ،کيمياوي سري ،ماشينونه ،تراکتورونه .تهريشر اوداسي نورپه پراخه اندازه استعمال شي نونوموړي عامل ته شين انقلاب وائي .
شين انقلاب په اينډيا،تايلنداوجنوبي امريکاه کي په ٦٠ــ٧٠ لسيزه کي ليدل شوې چي له وجي دنوموړوهيوادونوپه في جرب توليداتوکي په چټکي سره زياتوالي راغلي دي دشن انقلاب له وجي په کرنيزوتوليداتوکي زياتوالي راځي اوله امله ئي .
١ : دهيواداقتصادپرمخ ځي
٢ : دټولني په جوړښتي ډولونوکي بدلونونه راځې
٣ :دمزدورانودکارپه قوت اومولديت کي زياتوالي راځي
٤ : ټولنيزبدلونونه رامنځته کيږې چي له امله ئي دولادتونواومړينودزياتوالي کچه رالويږي
دشنه انقلاب جوازاواهميت :

١ :دنفوسوزياتوالي :

په ٥٠ او٦٠ لسيزه کي دغريبوهيوادونوپه نفوسوکي په تيزي سره زياتوالي رامنځته شوه .چي دهغي په وجه سړي سرحقيقي عايدکم شوه چي پدي توګه په خوراکي توکوکي هم کمې رامنځته شو .په بل طرف کي په نفوسوکي دزياتوالي په وجه داجناسوپه تقاضاکي زياتوالي رامنځته شو.پدي توګه دخلکودژوند معيار وروسته پاتي شو چي پدي توګه دخلکو دعايداتوکي دزياتوالي په خاطراودي ډيروخلکوته دخوراکي توکوبرابرولوپه خاطرتصميم ونيول شو ترڅوپه کرنيزسکتورکي تخنيکي بدلون رامنځته کړې چي پدي توګه توليد زياتيدلي شي .

٢ : کرنيزپرمختګ :

محدوده ځمکه ،زياتيدونکي نفوس اوپه کرنيزسکتورکي دليږي پانګې اچوني په وجه په ډيروغريبوهيوادونوکي دخوراکي توکو دکموالي مسله رامنځته شوي .همدارنګه په غريبوهيوادوکي دصنعتي پرمختګ لپاره پروګرامونه جوړيږي اودصنعتي پرمختګ لپاره دخارجي اسعاروضرورت وي چي په نتيجه کي دکرنيزووارداتولپاره ډيرکم خارجي اسعار لاسته راځي .ددي نه علاوه طبعي افات هم په کرنيزسکتورباندي اثراچوي لهذا دغريبو هيوادونوحکومتونه بايدپه کرنيزسکتورکي دتوليدي قوت دزياتوالي په خاطراقدامات وکړي .چي پدي صورت کي امکان لري چي غنم ،ورجي ،پنبي اودتخمونوبهترين اقسام اجادکړي شي لکه دمکسيکوتخم چي دهغه په وجه دغنموپه توليدکي څوچنده زياتوالي راغي .

٣ :دوچنده اوڅوچنده فصل :

د تخمونو دنوقسمونوپه اجادولوسره ديوځمکي دوه ياڅوځله فصل حاصلول ممکن شوي دي .پخواپه يوکال کي يواځي يوفصل لاسته راتلومګرد تخنيکي پرمختګ په وجه په يوکال کي اوس  دوه فصلونه ترلاسه کيږي. پدي توګه ديوطرف نه په داخلي توليد کي زياتوالي راځي اودبل طرف نه دخلکوپه عايداتوکي زياتوالي رامنځته کيږې.

٤ : دسرمائي په استعمال کي زياتوالي :

دشين انقلاب په سبب په توليد کي زياتوالي دزياتوسروداستعمال نتيجه ده چي علمادي نتيجي ته رسيدلي دي چي دسروداستعمال اوپه توليدکي دزياتوالي ترمنځ مثبته رشته موجوده ده .لکه څرنګه چي ويل کيږي چي دلوړتوليدورکونکوتخمونواونايتروجني سرو داستعمال په وجه دغنمواووريجوپه توليدکي دري چنده زياتوالي راغلي دې .مګرپدي سلسله کي مسله دادچي دغريبوهيوادونوحکومتونه هغوي په راعيتي نرخونوباندي تهيه کوي .پدي توګه دسروپه استعمال سره چي کله کرنيزتوليد زيات شي نوکرنيززياتوالي حاصليږي کوم چي په اقتصادي پرمختياکي کومک کوونکې دي .





٥ :داوبورسولو(اب رساني )په سهولتونوکي زياتوالي  :

دښوتخمونواوسرواستعمال ترهغه وخت پوري ګټورنه تماميږي ترڅوچي په هيوادکي داوبورسوني (اب رساني )په سهلوتونوکي زياتوالي رانشي .داب رساني  دسهولوتونو دبهتر کولوپه خاطربايد داوبو،بندونو ،اودبرق مراکزجوړشي .دنهرونونظام بهترشي پدي توګه داب رساني دبهتروسهولوتونوپه موجوديت کي شين انقلاب په اقتصادي پرمختيا کي مهم کردار اداکولي شي .


٦ :په کرنيزوقرضونوکي زياتوالي :

دشين انقلاب په وجه دقرضونوتهيه کول ممکن کيږي .دقرضونوڅخه علاوه دهقانانوته رهنمائي سهولتونه هم حاصليږي .همدارنګه دهقانانوته دګدام سهولتونه مساعديږي .اوحکومت به هم دکرنيزواجناسو  دقيمتونوپه باره کي ښکاره پاليسي اعلان کړي چي پدي توګه به په کرنيزسکتورکي دراتلونکي غيري يقيني ارتجاعيت څخه نجات حاصل شي اودهقانانوپه عايداتوکي به استحکام رامنځته شي .


٧ :  دماشين ا لا توپه سهولتونوکي زياتوالي :

دشين انقلاب په سبب به په کرنه کي بهترماشين الات لکه تراکتور،بلدوزر ،هارويستر اوداسي نورووسايلواستعمال زيات شي .دماشين الاتوداستعمال په سبب به دمزدورانواود ځمکي په توليدي قوت کي زياتوالي راشي چي دهغي په سبب به مزداومعاش اوداخلي توليدکي زياتوالي راشي مګردماشين الاتوپه استعمال سره به په خلکوکي بي روزګاري هم پيداشي اوهمدارنګه به ددولت په ويش کي هم نامساوات رامنځته شي .دسرمائي داري نظام ددي مسايلوپه وجه دسودانقلاب امکانات پيداکيږې نوځکه علمان فکرکوي چي دشين انقلاب اوکرنيزعايد دويش دتعلق څيړنه وشي .

٨ :  ددولت په ويش کي نامساوات :

په کرنيزسکتورکي دنوي تکنالوژي په استعمال کي ملي پاليسي مهم کراداراداکړي اودهقانانوته دسروپه خريداري باندي مرستي ورکړل شوي .دکرنيزماشين الاتوپه وارداتو باندي ماليات کم کړي شوي .اودهقانانوته دسود په کمه اندازه  باندي قرضونه ورکړائي شي نوبي له شکه به ددي پاليسيوپه کومک سره نوي کرنيزسامان الا ت دهقانانوته تهيه شې.مګرپه ډيروغريبوهيوادونوکې دعامودهقانانوعايدات دومره کم وي چي هغوئي ددي داخستلووس نه لري په لهذادکرنيزي تکنالوژي په استعمال سره به دلويو ځمکوالواجاره داري نوره هم مضبوطه شي .همدارنګه دغه ځمکه وال دسياسي تعلوقاتوپه واسطه
د،برق ،قرضونو،علاتخمونه اوداب ر ساني بهترسهولتونه حاصلولي شي پدي توګه ددوي عايدات  زياتيږي  اوغريب دهقانان غريب پاتي کيږي . 

٩ :  ټولنيزانقلاب :

دشين انقلاب په وجه به دکليوپه اقتصادي اوټولنيزژوندکي بدلونونه رامنځته شي چي .په خلکوکي به تعليم عام شي ،اودهغوي داوسيدلوپه طرزالعمل کي بدلون رامنځته شي ،دتولوداومرګ په اندازه کي به کموالي راشي ،په کليواوښارونوکي به فاصلي کمي شي اودکليوخپلوواکوژوندبه خامته اومومي .





دشين انقلاب دعواملواثرات په عايداتوباندي :

لکه څرنګه چي مخکي وويل شول چي کله په کرنيزسکتورکي نوي تکنالوژي استعمال شي نوددهقانانوپه عايداتوکي زياتوالي راځي لکه څنګه چي دتوليد دزياتوالي په خاطرټول کرنيزوسايل داول نه په زياته اندازه کي استعمال شوي .په لهذا دټولوعواملومجموعي عايدات بايد زيات شي البته دنوي تکنالوژي په وجه داخبره امکان لري چې دملي عايد په ويش کي دتوليددعواملونسبي ونډي بدلون مومي مګرددي انحصارپه لاندي عواملو باندي دي .
١  : تخنيکي پرمختګ : اياتخنيکي پرمختګ دجانبدارودنوعيت څخه دي اوکه دغيري جانبداروله نوعيت څخه دي يعني دتخنيکي پرمختګ سره به په کاراوپانګه دواړوکي پس انداز وشي اوکه به په پانګه اوياکارکي پس انداز وشي
٢  : دتخنيکي پرمختګ په نتيجه کي دتوليدي ارتجاعيت په مجموعه کي بدلونونه .
٣  : دتخنيکي پرمختګ دمعارفي کولوڅخه وروسته دکاراوپانګي په نسبت کي څنګه بدلون واقع کيږي .دتخنيکي پرمختګ په نتيجه کي دتوليد دعواملوپه عايداتوکي دنسبي بدلون دبيانولوپه سلسله کي مونږلاندي دګوب ډوګليس دتوليدنه شروع کو.
Q = Al2  B1b  B2c  C1d  C2e                                                                                       
دلته Q دفصل توليدB1   انساني کار B2   دغوايانوکار C1  ماشين الات  C2  غيري ميخانکي وسايل  لکه علا تخمونه سري حال داچي  ABCDE مربوطه جزوي ارتجاعيتونه دي دګوب ډوګليس په تفاعول کي دجزوي ارتجاعيت نسبت دمختلفووسايلوپه منځ کي دعواملودنسبي ونډوښکارندوي دي دعواملوپه عايداتوکي بدلون هغه وخت رامنځته کيږ ي کله چي نوي وسايل دموجودوسايلودتعويض په توګه استعمال شي مثلاً فرض کوچي د تخنيکي پرمختګ په نتيجه کي  C1   اوC2    استعمال زيات وي پدي توګه به د نوي ګوب ډوګليس دتوليدتفاعل داسي وي .




                                                                     Q1  = A1L1a  B1b1  B2c1 C1d1  C2a1
ددي خبري مشاهده شوي چي  C1 جزبونکي پانګه ده اوددي په نتيجه کي دکار بي روزګاري رامنځته کيږي حال داچيC2   تخنيکي پرمختګ نه دپانګي پس اندازکيږي .
ددي نه دانتيجه اخستلي شو چي ددواړو قسمونودتخنيکي بدلون په کارباندي يودبل برعکس اثرات  وي .ددي ټولودمعلومولوپه خاطر b,b1 d,d1 e,e1 قيمتونه بايدمعلوم شي که چيرته  >b/d  b1/d1  وي نود c1 تکنالوژې په سبب دکا رګرانوپه عايداتوکي نسبي ونډه کميږي  ځکه چي دغه تکنالوژي پانګه جذبونکي ده اوکيچري  b1/e2>b/e وي  نوc2  تکنالوژي کوم چي دکارګرانوسره دتکميلي تکنالوژي په توګه ده لکه (تخم سرۍ وغيره ) چي ددي په سبب په ملي عايدکي دکرنيزوکارګارانوونډه زياتيږي   .
دنړي په ډيروهيوادونوکي دشين انقلا ب په سبب په متوسطه عايداوحقيقي مزدکي زياتوالي راغلي البته لوي ځمکوالو دمتوسط اوغريب دهقانانو په نسبت زياتي فايدي حاصلي کړي دي . په توليدکي دتبدليو په نتيجه کي دلوړ اوکم عايدلرونکو خلکوپه عايداتو باندي داثراتو دمعلومولوپه خاطر بايددتقاضا ارتجاعيت دقيمت په لحاظ وپيژنو .دکرنيز تخنيک په سبب په کر نيز توليدکي خوزياتوالي راځي مګرددي کرنيزجنس لپاره دتقاضاارتجاعيت څه دي.ځکه دتقاضادارتجاعيت په سبب ديودهقان دمجموعي لاسته راوړني اندازه تعينيږي که چيرته   دتقاضاپه مقابل کي په عرضه کي ډيرزياتوالي راشي نوددهقان په لاسته راوړنه کي دنظروړزياتوالي نه راځي .پدي توګه کچيري واړه دهقانان په توليدکي دنظروړزياتوالي نه شي راوستلي  نودهغوي لاسته راوړني نشې زياتيدلې پدي  توګه کچيري رواجي دهقانان خپل دتوليد مصارف نه شي تغيرولي نودهغوي ګټه هم نه زياتيږي البته کچيري لوي دهقانان کوم چي دزيات توليد په سبب کم قيمت حاصلوي نوددي سره سره دشين انقلاب پايدي حاصلولي شي چي په نتيجه کي دسرمايه لرونکو دهقانانو اوغريبودهقانانودعايداتوپه منځ کي فرق زياتيږي .کچيري دکوم کرنيزجنس تقاضاليږ ارتجاعي وي  اوددي ترڅنګ دکرنيزي تکنالوژي سره دهغي عرضه زياته شي نودهغي په بنا دهغه جنس قيمت اومجموعي لاسته راوړني کميږي.کچيرته واړه دهقانان په توليدکي زياته ونډه اخلي نودهغوي عايدات کم اوګټي کميږي .مګرلوي دهقانان په توليدکي زياته ونډه اخلي اودهغوي عايدات نه کميږئ پدي توګه پدي صورت کي دمختلفوطبقودهقانانوپه منځ کي اقتصادي فرق زياتيږي .ددي ټول بحث څخه ادنتيجه اخلوچي دشين انقلاب په وجه تخنيکي تبدلي رامنځته کيږي چي پدي سره دهغوي په عايداتوکي فرق زياتيږي کوم چي نوي تکنالوژي غوره کوي .اوکچيري رواجي دهقانان که وغواړي   نوهغوي هم دنوي تکنالوژي دګټوڅخه برخمن کيدائي شي .اوخپل  عايد لوړولي شي .نوواړه اولوي د هقانان بايددکيمياوي سرو،علاتخمونو  اوماشين الا توپه صورت کي پانګه اچونه وکړي .په ځمکه کي په پانګي اچوني سره دځمکي په توليدي قوت کي زياتوالي راځي او پدي توګه دواړه طبقي دشين انقلاب په سبب فايدي حاصلوي .



دشين انقلاب مشکلا ت :

په ظاهره خوداسي ښکاري چي دشين انقلاب په وجه به په کرنه کي انقلاب  رامنځته شي مګرپروفيسرحالامينټ په  خپل کتاب (south east economy in 70.s) کي دشين انقلاب سره تعلق لرونکي ځيني مسايل وړاندي کيړي لکه 

١: تخنيکي مسايل
٢: تنظيمي مسايل
٣: مرکزي اقتصادي مسايل
٤ :منفي اثرات 


١ : تخنيکي مسايل :

الف :دشين انقلاب په سبب چيرته چي دبهترو تخمونو ،سرو،اوحشره وژونکو دواګانو ضرورت وي هلته داوبودعرضي اوتقاضادمسايلوسره هم مخامخ  کيږو لکه تايليند ،فلپاين ،او ماليزيا چيرته چي دوريجو فصل دبارانانو په موسم کي کشت کيږي لهذاپه سيندي علاقوکي دسرو دبهيدلوامکانات موجودوي.
ب : لکه څرنګه چي پورته ذکرشول چي دلوړتوليدورکونکوتخمونو نه په کال کي ديوفصل په ځاي دڅوفصلونواخستل ممکن شوي مګرددي سهولتانه فايدي داخستلو لپاره ضروري دي چي نه يوازي دکشت په ترتيب کي بدلون راوستل شي بلکه دفصلونو دلوکولوطريقه هم بايدبدله شي .خصوصاًدوريجو دوچولوپه خاطربايدماشين الات استعمال  شي اوګودامونه بايدتيارشي.
ج : شين انقلاب داعلاتخمونوپه سبب رامنځته شومګردتخمونودمعياردبهترکولوپه خاطرنه يواځي دملک په داخل کي بلکي په نوروهيوادونواونړيواله سطحه دتحقيقاتو څخه بايد پوهه ولروددي څخه علاوه نړيواله کرنيزه تکنالوژي بايد داخلي حالت سره تطابق وکړي اودفصلونوپه اندازه اوطريقه کي بايد بدلون راوستل شي .
٢  :تنظمي مسايل :دشين انقلاب سره دتنظيمي نوعيت مسايل تړلي دي .دشين انقلاب لپاره ضروري دي چي يوداسي ميکانيزم رامنځته شي چي دکوم په واسطحه لاندي مراحل  ترسره شي .
الف :دعلاتخمونواوسروويش .

ب :دتوليد يوځاي کول اودهغي ذخيره

ج : دشين انقلاب نه مخکي خلکو يواځي دخپل ضرورت د رفع کولوپه خاطرتوليدکاوه مګردشين انقلاب په سبب کلچي په توليد کي زياتوالي راشي نوهغه بايدپه مارکيټونوکي اوپلوري اودهغي په مرسته بايددترانسپورت په سهولت کي زياتوالي راوستل شي که داسي ونه شي نوپه کليوکي به ددي اجناسودزياتوالي په سبب ددوي قيمتونه وغورځيږي .
د : دشين انقلاب په سبب به په کليوکي خپلواکې خاتمه ومومي ،کرنه به يوه پيسه جوړه شي اودپيسواستعمال به زيات شي چي په نتيجه کي بايددپيسوپه عرضه کي زياتوالي راشي .قرض ضرورت زياتيږي مګرليږپرمختللي هيوادونه ،تجارتي بانکونه ،مخصوصې قرض ورکونکي اداري اوکوپراتيفونه دهقانانوته په کمه اندازه قرضونه تهيه کوي په لهذاکرنيزسکتوردقرضونوپه سلسله کي په غيري اداري وسيلولکه ځمکوالواوسرمايدارو باندي انحصارکوي پدي توګه مالياتي دوګون والي مضبوتيږي اودغه خلک ددهقانانو استحصال کوي په لهذاضرورت ددي خبري دي چي تعاوني اوتجارتي بانکونه په کليوکي پرانستل شي .اوپه کليوکي دکرنيزووسايلوپلورونکي کمپني هم پرانستل شي .کوم چي په ليږه ګټه اوقرضونوباندي ماشين الات اوکيمياوي سري تهيه کوي .




و : دشين انقلاب سره بايد اب رساني نظام بهترکړاي شي :دټيوب ويل نصبول داوبوپه ليږوالي اوډيروالي باندي اوهم سيلابونواوطبعي افاتوباندي کنترول وشي مګرددي ټولولپاره دزياتي پانګي ضرورت وې  مګر دغريبوهيوادونوسره دمخکي نه وسايل کم وي. دلته په کرنيزسکتورماليات وضع کول ديوي ممنوعه وني په شان وي .
٣  : مرکزي اقتصادي مسايل :

الف : دکومکي قيمت پاليسي :
په وارداتوباندي پابندي اوکرنيزوسايل په کم قيمت سره پلورل وغيره دهقانانوته فايده رسولي ده دکوم په وسيله چي کرنيزتوليدزيات شوي .مګرسوال داپيداکيږي چي دهقانانوته کوم طرغيبات ورکړل شي  چي په هغوي سره به په کرنيز سکتور اونورو سکتوروکي دوسايلوويش معياري شي اوکنه غيري معياري به وي .
ب : دشين انقلاب په سبب حکومت بايدډيره پانګه اچونه وکړي خصوصاً داب رساني نظام په خاطر،دذخيري دسهولتونوپه خاطر،دترانسپورت په خاطراوداسي نور.اوس داسوال پيداکيږي چي په نوروسکتورونوکي دولتي پانګه اچونه اودشين انقلاب په خاطرد پانګي اچوني معياري ويش څنګه وي .
ج : دشين انقلاب په سبب کله چي کرنيزسکتورنوي تکنالوژي غوره کي نوپدي صورت کي يوشميراضافي کارګران بي کاره کيږي نوهغوي بايدپه نوروسکتورنوکي په کاراوګومارل شي .لکه دصنعت سکتورته ،تجارت سکتورته اوداسي نور .



٤  : دشين انقلاب منفي اثرات :

الف : دشين انقلاب په خاطرپه ډيروهيوادوکي کرنيزسکتورته دسودپه کمه اندازه باندي قرضونه تهيه کيږي .د کرنيزوماشين الا توپه وارداتوباندي  ګمرکي ټکس ختم کړي شي اوپه فارمونوباندي دعايدټکس معاف شي .اودټيوبيويل په نسبولوي کي ورسره مرسته وشي مګرددي ټولوسهولتونوڅخه لوي ځمکوال ګټه اخلي اودغه خلک په سياسي لحاظ طاقت درلودونکي وي چي دهغي په وجه طبقاتي ګډوډي شروع کيږي نوپدي توګه ويل کيږي چي شين انقلاب دوړودهقانانوپه واسطحه ممکن ندي .مګرپه لويوځمکوالو پابندي نشي وضع کيداي ځکه دغه خلک دنوي تکنالوژي دغوره کولوخطرقبلوي اوپه ملي توليدکي ډيره برخه اخلي .داخبره هم ښکاره ده چي په لويوفارمونوباندي دشين انقلاب اثرات زيات وي لهذاشين انقلاب کرنيزاصلاحات اودځمکوپه وړوبرخوکي دويش په حق کي نه دي ځکه د٤،٢ جربه ځمکه باندي  ټکټر ،هارويسټر،اوکيمياوي مواد څنګه فايدمن کيداي شي .٦
ب : دشين انقلاب په سبب اقتصادي دوګون والي هم پيداکيږي .په کرنيزسکتورکي بعضي برخي پرمختګ کوي .دتوليدي اجناسوسکتورپرمختګ کوي دلته دمزدسطحه لوړيږي  حال داچي نوري برخي وروسته پاتي کيږي چي دلته غربت اوبي روزګاري عامه وي  اودکښتونوپه مقدارکي زياتوالي راځي ددي اثراتواومسايلوڅخه علاوپه غريبو هيوادونو کي په ډيرمشکل سره خلکوته دنوي تکنالوژي داستعمال ترغيب ورکوي .دميخانيکي بدلون په وجه دکارتقاضاکميږي اودپانګي تقاضازياتيږي چي دهغي په سبب په ملي عايدکي دمزد سطحه کميږي په اوپه بي روزګاري کي زياتوالي راځي  په لهذا کلچي لوي ځمکوال په زياته فايده کي وي نودملي پاليسي تقاضا داده چي داسي حالت پيداشي  چي دشين انقلاب په وجه توليد روزګاراوتوليدي قوت کي زياتوالي راشې  .




دتوليد په لحاظ دفارم په اندازه اودفارم په توليدکي تعلق :

په عامه توګه داويل کيږي چي دهرڅومره دفارم اندازه زياته وي نودفارم نه حاصليدونکي في جريب توليد کميږي ددي مطلب دادي  چي واړه پټي (فارمونه )دلويوپټوپه مقابل کي ډيرمستعدوي (چي زرکارپکي ترسره کيږي ) چي پدي سلسله کي لاندي اسبابونه وړاندي کيږي .
١  : په لويوفارمونوکي چي کله کښت ترسره کيږي نودلته تردي حده اجناس پيداکيدي شي چيرته چي نهاي توليد اومزدبرابروي مګرپه وړوفارمونوکي دکورني کښت اجناس پيدا کيږي اودلته توليدتردي حده پوري زياتيداي شي چي داخيرې مزدورنهاي توليدصفرکيږي پدي لحاظ دفي جريب توليدپه بنيادباندي واړه پټي زيات مستعدوي .
٢ :لوي فارمونه پدي لحاظ سرسبزه وي چي واړه دهقانان خپلي خرابي ځمکي دمشکلاتواوافتونوپه وخت کي په لويوځمکوالوباندي پلوري .
٣  : لوي لوي پټي ددي په ځاي چي په يوه ځاي وجودولري په مختلفو ځايونو ويشل شوي دي خصوصاً که مونږ په  مشکل اوا فت کي  دپلورني په نظرصحيح پوهه  شوه نوپاشلي پټي دغيرمستعدي سره تعلق لر ي .ددي نه علاوداهم ليدل کيږي چي واړه دهقانان دوړوپټواستعمال په بهتره توګه ځکه کوي چي دا د دوى د عايد وسيله ده لحاظا هغوى د خپلو وسايلو په ښه توګه استعمال کوي حال دا چه لوى بزګران لوى  پټې پدې خاطر په ښه توګه نه استعمالوي چه د هغوى لپاره وسايل د پوره مستعدې سره استعمالول لازمي نه وي لوى فارمونه په عامه توګه کښت کونکي کري او واړه پټي په خپله بزګران کري د کښت کونکو د نورو ځمکو سره دلچسپي کمه وي لحاظا واړه ځمکه وال په خپلو ځمکو کې په ډيره توندي سره کار کوي او په نتيجه کې د هغوى د في جريب توليد زياتيږي .
٤  :  د لويو ځمکو خاوندان په خپلو زياتو ګټو باندې يقين لري يا هغوى په دومره مقدار کې جنس پيدا کوي چيرته چه مجموعي لاسته راوړنې او مجموعي مصارفو کې فرق زيات نه زيات وي حال دا چه د وړو ځمکو لرونکي خپلې ګټې د زياتولو په ځاى په خپل توليد يا لاسته راوړنو کې زياتوالى راولي .نو لحاظا د پورته نقاطو څخه دا معلوميږي چه د کرنيزو اصلاحاتو په نظر کې نيولو سره ځمکې په وړو برخو کې بايد وويشل شي چه پدې سلسله کې مونږ يو نظرياتي بحث وړاندې کوو چه ايا د ځمکو وړې برخې بهترې دي ؟ او که لويې 



١  : دوړوځمکو(پټيو) کيفيت دلويوځمکو(پټيو)په مقابل کي بهتروي

الف: د سين ديموګرافيکي دليل : پروفيسراي کي سين مطابق دديموګرافيکي وجوهاتوپه بناباندي دپراخوځمکوپه مقابل کي دوړوځمکومعياربهتروي .
پدي توګه هغه ځمکي چي دهغوي معياربهتروي دهغوي په کومک سره دخرابو ځمکوپه نسبت ډيرولويوکورنيوته په زياته اندازه خوراک تهيه کيدلي شي . پدي حالا توکي دويراثت دقانون لاندي کچيرته ځمکه په وړوټوټوتقسيم شي نوواړه بزګران اوکښت کوونکي به ځمکه په ښه توګه ترکښت لاندي ونيسي چي پدي توګه به هلته زيات توليدترلاسه شي .

ب :  دبهاګواتې اوچيکروټي دمصيبتونودليل :

Bhagwati and chakarvati Distress Argument             
 ددي دليل مطابق دوړودهقانانوسره چي کومي دځمکي وړي برخي دي دهغوي معياربهتر وي ځکه کله چي دهغوي فصل تباشي ،قحطي او وچکالي راشي دهغوي خپل پخواني قرضونه دلوړسود سره اداکوي نوهغوي خپل ليږاهميت لرونکي ياخرابي ځمکي خرڅوي چي ددي ځمکواخستونکي لوي ځمکوال وي چي پدي توګه دهغوي سره خرابي ځمکي زياتيږي نوپدي توګه کله چي دوړودهقانانوسره زياتي معياري ځمکي پاتي شي نودهغوي توليد زياتيږي يادهغي څخه زيات توليد حاصليږي .
ج  : دخسرودکښت کونکودليل :Khusiros Tenancy Argument  
   دپروفيسر خسرودانظردي چي د ډيرو وړو ځمکو تعلق دداسي ځمکوسره وي چي هغوي کښت کوونکي کري اودغه ځمکي لوي ځمکوالوددي مقصدپه خاطرپه وړوړوبرخو تقسيم کړي چي کښت کوونکي دغه ځمکي په بهتره توګه  استعمالوسره زيات توليد ترلاسه کړي په پورت وړاندي شوي دري واړه دلايلوکي دافرض شوي چي دځمکي کيفيت يوخارجي عامل دي اودغه ددهقان دکنترول څخه بهردي مګرحقيقت داسي ندي بلکي د بهترکرنيزي ځمکي کيفيت اومعياربهترکيداي شې  .


دافغانستان په اقتصاد کي دکرني دسکتورنقش :

افغانستان يوکرنيزهيواد دي چي ددي هيواداقتصادي اوتولنيزي ودي اساسي برخه په کرني باندي ولاړه ده .دافغانستان عمومي مساحت داحصايوي ارقاموپه اساس ٦٥٢٢٢٥ کيلومتره مربع لري چي ٦٥٢٢٢٥٠٠ هکتاره ځمکه تشکيله وي چي ددي جملي څخه ٢١%دکرني وړځمکه ٤٦%دايمي څړځايونه ٣%ځنګلونه اوپاتي ٣٩%ئي غيري کرنيزه ځمکه ده چي په هغي کي غرونه هم شامل دي تشکيله وي .

موضوع ديوي دايري په واسطه سره ښودل کيږي


همدارنګه ارقام شي چي دتوليد ناخالص ملي توليد ٤٨،٥%دکرني دسکتورڅخه ترلاسه کيږي اوهم دصادراتوزياته برخه کرنيزمحصولات تشکيله وي څرنګه چي دافغانستان دنفوسو٨٠%وګړي په کليوکي ژوندکوي اوپه کرنه کي بوخت دي دپورتنيوارقاموڅخه څرګنديږي چي کرنه دهيواد په اقتصادي پرمختياکي مهم رول لري .



 
ماخذونه :
١  :  سرشاراحمدخان نيوبوک پبليس لاهور زرعي معاشيات .

٢  :  شاهد حيمد ترقياتي معاشيات مرکزي کتب خانه ﻻهور ٢٠٠٦ـــ٢٠٠٧ ميلادي .

٣  :  بلوچ  نبې کرنيزاقتصادلکچرنوټ دننګرهارپوهنتون ١٣٨٤ لمريزليږديز.

٤  : پياوړي شمس الرحمن لکچرنوټ ننګرهارپوهنتون ١٣٨٦ لمريزليږديز.














٢ پياوړي شمس الرحمن لکچرنوټ ص ٤
٣ سرشااحمدخان زرعي معاشيات ص ٢٤
١ بلوچ داکترغلام نبي کرنيزاقتصاد ص ٢٠
٤ شاهدحميد ترقياتي ص ٢٠٦
٥ شاهدحميد ترقياتي معاشيات ص ٢١٥
٦ شاهدحميدترقياتي معاشيات ص ٢١٩

No comments:

Post a Comment